د "تېمور شاه دراني" د بڼو تر مېنځ توپير

Content deleted Content added
د سمون لنډیز نسته
د سمون لنډیز نسته
۳۱ کرښه:
د امپراتور تېمور شاه اداره ، [[سياست]] ، او پوځي لياقت روښانه دى . يوازې دبدبه ، شان ، شوكت او هوسايي دده تر [[احمد شاه بابا]] ډېر وو . يو دوو جگړو ته چې ولاړ بېرته بريالى راغى . دده د كابل د بڼونو ښكلا ، د پوهانو ، كسبگرو له مخې د [[آسيا|اسيا]] يو معظم ښار وو ، خو د يوې نېمې پېړۍ كورنيو او بهرينو جګړو داسې وران كړ ، چې اوس يې بنسټونه هم نه ښكاري . كابل كې د [[ايران]] ، [[بخارا]] او [[هند]] شاهزادگان اوسېدل او همدلته پاتې دي . په افغانستان ، ايران او هند كې دده له خوا منظمې ابادۍ شوې دي . ددغه ستر هېواد اقتصاد په سوداگرۍ او صنعت ولاړ وو ، خو ډېره برخه ي ې د زمكو او باغونو ماليه وه . دده بېړۍ په سيندونو او د سمندر پر غاړو كې گرزېدې .
د محمدزايي سردارانو جگړو او د انگليس درې وارې يرغل هېڅ نه دي پرې اېښي . دغو جگړو د شاه زمان له دورې نه وروسته له ۱۸۰۰ نه تر ۱۹۱۹ پورې دوام درلود . محمدزايي سردارانو د [[سردار پاينده خان]] تر وژلو وروسته خپلې دوښمنۍ دومره وغځولې ، چې په افغانستان كې د احمدشاه بابا د سدوزي قبيلې وگړي د گوتو په شمار پاتې شول . ټول يې هند ته وشړل او د دراني په نامه په هند او پاكستان كې د عادي خلكو په څېر اوسي . دوى هم پارسي د ملي ژبې په توگه ساتلې ده . ما د دوى ډېر خلك د هند او [[پاكستان]] په سفرونو او هجرتونو كې وليدل ، چې د هېواد ارمان ورسره وو .
اعليحضرت تېمور شاه په ۱۷۹۳ ز كال كې په حق ورسېد او د كابل په ښار كې خاورو ته وسپارل شو . دده ارام ځاى د كابل په باغ عمومي كې دى ، چې رغاونې ته ضرورت لري او د [[اعليحضرتشاه زمان خان|شاه زمان]] له مهال نه راهيسې چا لاس هم نه دى پرې وهلى او هماغسې پاتې دى .
==اخځونه==
* قدرت الله حداد ( فرهاد )، د افغان ملي تاريخ ، ۱۴۰ - ۱۴۱ ، ۱۴۲ ، ۱۱۱ مخونه ، د ساپي د پښتو څېړنو او پراختيا مر كز د ۱۳۸۳ لمريز كال چاپ .