د "تېمور شاه دراني" د بڼو تر مېنځ توپير

Content deleted Content added
د سمون لنډیز نسته
د سمون لنډیز نسته
۱ کرښه:
[[دوتنه:Temur-Shah.jpg|thumb|200px|تېمور شاه دُراني]]
 
'''اعليحضرت تېمور شاه درانى''' (په انګرېزي:'''Timur Shah Durrani''') د افغانستان د لوى او نوميالي مشر ، د افغان دولت د بنسټ اېښودونكى او ټولواكمن اعليحضرت [[احمد شاه بابا]] زوى وو ، چې د ۱۷۴۸ ز كال د مى په ۱۸ زېږېدلى دى . تېمور شاه په ۱۷۷۳ ز كال كې د خپل پلار له مړينې وروسته د افغانستان پر پلاز كېناست . د افغانستان پلاز دده د واكمنۍ پر مهال له كندهار نه كابل ته ولېږدول شوهشو .
موږ د ښوونځي په تاريخونو كې لوستي وو ، چې تېمورشاه هوسايي غوښتونكى سړى وو او دده له نرم طبيعت نه محلي مشران له ده ياغي شول . دا ډول ذهنيت زموږ په ذهن كې پاتې وو . بله خبره دا راووته ، چې ده قزلباش ډېر پالل او پښتو ته يې پاملرنه نه كوله . [[صديق فرهنگ]] په ۱۹۸۸ ز كال كركې وليكل ، چې تېمور شاه پخپل حرم كې درې سوه ښځې درلودې او هره مياشت يوه ښځه زياتېدله . بيا ليكي مگر، خو ويښ سړى وو ، له هرې جګړې نه بريالى راستون شوى دى .
اوس به همدغه خبره وڅېړو :
د ملي تاريخ لپاره دده ويښتوب ، زړورتيزړورتيا او هېوادپالنه ضروري ده . د ښځو معامله يې څوك څه كوي ؟
بيا درې سوه ښځې دومره ډېرې دي ، چې په يوه كلي كې هم نه ځاييږي ، نو په يوه كور كې چې د پاچا هم وي ، څنگه ځاىږيځايدا ؟شي ، او يو سړى ټولو ته څنگه رسېداى شي ؟ تېمور شاه د [[هند]] او د [[ايران]] د پادشاهانواپادشاهانو لوڼې كړې وې ، څو نورې د قومي مشرانو لوڼې هم وې ، چې ټولې لس تنه كېدې ، نو د يوې شاهزادگۍ ساتل چې يوه ايرانۍ او بله هندۍ وه ، دوئ سترگې نه درلودې .
د تېمورشاه خسران برحال پادشاهان وو ، په هره مياشت كې چې يې يوه ښځه زياته شي ، په كال كې دولس كيږي ، په دې صورت كې نو دده د پاشاهۍپادشاهۍ تر پايه پورې بايد د هغوى شمېر پېنځه سوه شوى واى . دا د نه منلو وړ خبره ده .
د تېمور شاه دوره په ټوله امپراتورۍ كې د [[تهران]] او [[مشهد]] له سړكه تر [[گنگا]] پورې ، له [[امو]] د هند تر سممندره پورې كراره كرارويكراري وه . په شلو كلونو كې ايله څلور پېښې وشوې ، چې امپراتور پخپله ورغىورغلى او عاملين يې سم كړي دي . ده دوه نيم سوه بېړۍ درلودې او تجارتسوداگري ښه روانروانه وووه . عدالت خپور وو ، دى ظالم سړى نه وو .
د تېمرو شاه بهپه دوران كې دوه ايراني شهزادگان په [[كابل]] كې اوسېدل ، چې له فروغي سره درې كېدل ، يانې دوه افشار او يو صفوي وو . په افغانستان كې د امپراتور [[شاه زمان]] له واكمنۍ نه راهيسې ، يانې له ۱۸۰۱ ز كال نه بيا تر ۱۹۷۹ پورې د ايران اغېز پر سلطنت پروت وو .
==د امپراتور تېمورشاه دربار==
همداسې چې په يوولسمه زېږديزه پېړۍ كې غزني د فارسي شاعرانو او ليكوالو بانډه وه ، په اتلسه پېړۍ كې كابل د فارسي شاعرانو مركز وو . په دغه عصر مكېكې توپير دومره دى ، چې امپراتور تېمورشاه د پښتو شاعر او ليكوال وو . [[پير محمد كاكړ]] ، [[عبدالله خان دېوان بېگي]] او نور كه پښتانه وو ټولو فارسي شاعري كوله او د خپل مهال پاخه شاعران له هند او ايران څخه راغلي وو ، البته د دوى كور وو . لكه [[واقف لاهوري]] ، [[عشرت]] له هند څخه ، [[فروعي اصفهاني]] ، [[موسوي]] ، [[مهدي]] له ياران څخه او [[عاجز]] له كابل څخه .
(( افغان )) ، [[حزين حيرت شاملو]] ، [[ذكي]] ، [[رضا]] ، [[هما]] ،شاه، [[شاه عبدالحكيم خراساني]] ، [[شجاع]] ، [[شهاب]] ، ليكوال [[محمودالحسني]] ، [[مظهر جانان]] ، [[محمد حيات]] ،لچهمي، [[لچهمي رام پنډت]] ، [[الشايي]] ، [[بوسعيد]] ، [[ميرزيان]] ، [[عبدالله ميرزا علي عسكر وصفي]] ، [[ميرزا شكيبا]] ، [[ميرزا عطار]] او په سلگونو نور واړه او غټ دراني شاهزادگانو ټولو په يوه خوله پارسي شاعري كوله . داسې نه وه ، چې د شاهي كورنۍ ژبه پښتو نه وه ، دوى په پښتو غږېدل ، سم پښتانه وو ، خو د موضوع په اهميت نه پوهېدل . له دوى څخه يوازې د امپراتور تېمور شاه او سردار عبدالله خان دېوان بېگي د پښتو شعرونو نمونې شته ، چې دلته به يې د امپراتور تېمورشاه د پښتو شعر يوه نمونه راوړوو :
 
{{شعر}}
۲۸ کرښه:
{{د شعر پای}}
 
د تېمور شاه له دغو شعري بېلگو نه د هغه مهال پښتو ښكاري ، لښكر ، ډگر ،جنگ ،او پې كړى سر ،نور دده له پورځيپوځي ژوند څخه څرگند دى .
د امپراتور تېمور شاه اداره ، [[سياست]] ، او پوځي لياقت روښانه دى . يوازې دبدبه ، شان ، شوكت او هوسايي دده تر [[احمد شاه بابا]] ډېر وو . يو دوو جگړو ته چې ولاړ بېرته بريالى راغى . دده د كابل د بڼونو ښكلا ، د پوهانو ، كسبگرو له مخې د [[آسيا|اسيا]] يو معظم ښار وو ، خو د يوې نېمې پېړۍ كورنيو او بهرينو جګړو داسې وران كړ ، چې اوس يې بنسټونه هم نه ښكاري . كابل كې د [[ايران]] ، [[بخارا]] او [[هند]] شاهزادگان اوسېدل او همدلته پاتې دي . په افغانستان ، ايران او هند كې دده له خوا منظمې ابادۍ شوې دي . ددغه ستر هېواد اقتصاد په سوداگرۍ او صنعت ولاړ وو ، خو ډېره برخه ي ې د زمكو او باغونو ماليه وه . دده بېړۍ په سيندونو او د سمندر پر غاړو كې گرزېدې .
د محمدزايي سردارانو جگړو او د انگليس درې وارې يرغل هېڅ نه دي پرې اېښي . دغو جگړو د شازمانشاه زمان له دورې نه وروسته له ۱۸۰۰ نه تر ۱۹۱۹ پورې دوام درلود . محمدزايي سردارانو د [[سردار پاينده خان]] تر وژلو وروسته خپلې دوښمنۍ دومره وغځولې ، چې په افغانستان كې د احمدشاه بابا د سدوزي قبيلې وگړي د گوتو په شمار پاتې شول . ټول يې هند ته وشړل او د دراني په نامه په هند او پاكستان كې د عادي خلكو په څېر اوسي . دوى هم پارسي د ملي ژبې په توگه ساتلې ده . ما د دوى ډېر خلك د هند او [[پاكستان]] په سفرونو او هجرتونو كې وليدل ، چې د هېواد ارمان ورسره وو .
اعليحضرت تېمور شاه په ۱۷۹۳ ز كال كې په حق ورسېد او د كابل په ښار كې خاورو ته وسپارل شو . دده ارام ځاى د كابل په باغ عمومي كې دى ، چې رغاونې ته ضرورت لري او د [[اعليحضرت شاه زمان]] له مهال نه راهيسې چا لاس هم نه دى پرې وهلى او هماغسې پاتې دى .
==اخځونه==
* قدرت الله حداد ( فرهاد )، د افغان ملي تاريخ ، ۱۴۰ - ۱۴۱ ، ۱۴۲ ، ۱۱۱ مخونه ، د ساپي د پښتو څېړنو او پراختيا مر كز د ۱۳۸۳ لمريز كال چاپ .