د "تېمور شاه دراني" د بڼو تر مېنځ توپير

Content deleted Content added
د سمون لنډیز نسته
د سمون لنډیز نسته
۱ کرښه:
[[دوتنه:Temur-Shah.jpg|thumb|200px|تېمور شاه دُراني]]
 
اعليحضرت تېمور شاه درانى د [[افغانستان]] د لوى او نوميالي مشر ، د افغان دولت د بنسټ اېښودونكي او ټولواكمن اعليحضرت [[احمد شاه بابا]] زوى وو ، چې په ۱۷۴۸ ز كالېكال كې زېږېدلى دى . دى په ۱۷۷۳ ز كال كې د خپل پلار له مړينې وروسته د افغانستان پر پلاز كېناست . د افغانستان پلاز دده د واكمنۍ پر مهال له [[كندهار]] نه [[كابل]] ته ولېږدول شو .
موږ د ښوونځي په تاريخونو كې لوستي وو ، چې تېمورشاه هوسايي غوښتونكى سړى وو او دده له نرم طبيعت نه محلي مشران له ده ياغي شول . دا ډول ذهنيت زموږ په ذهن كې پاتې وو . بله خبره دا راووته ، چې ده قزلباش ډېر پالل او پښتو ته يې پاملرنه نه كوله . صديق فرهنگ په ۱۹۸۸ ز كال كې وليكل ، چې تېمور شاه پخپل حرم كې درې سوه ښځې درلودې او هره مياشت يوه ښځه زياتېدله . بيا ليكي مگر ويښ سړى وو ، له هرې جګړې نه بريالى راستون شوى دى .
اوس به همدغه خبره وڅېړو :