د "تېمور شاه دراني" د بڼو تر مېنځ توپير
Content deleted Content added
د سمون لنډیز نسته |
د سمون لنډیز نسته |
||
۱ کرښه:
[[دوتنه:Temur-Shah.jpg|thumb|200px|تېمور شاه دُراني]]
تېمور شاه درانى د افغانستان د لوى او نوميالي مشر ، د افغان دولت د بنسټ اېښودونكى او ټولواكمن احمد شاه بابا زوى وو ،
موږ د ښوونځي په تاريخونو كې لوستي وو ، چې تېمورشاه هوسايي غوښتونكى سړى وو او دده له نرم طبيعت نه محلي مشران له ده ياغي شول . دا ډول ذهنيت زموږ په ذهن كې پاتې وو . بله خبره دا راووته ، چې ده قزلباش ډېر پالل او پښتو ته يې پاملرنه نه كوله . صديق فرهنگ په ۱۹۸۸ ز كال كر وليكل چې تېمور شاه پخپل حرم كې درې سوه ښځې درلودې او هره مياشت يوه ښځه زياتېدله بيا ليكي مگر ويښ سړى وو ، له هرې جګړې نه بريالى راستون شوى دى .
اوس به همدغه خبره وڅېړو :
د ملي تاريخ لپاره دده ويښتوب ، زړورتي او هېوادپالنه ضروري ده . د ښځو معامله يې څوك څه كوي ؟
بيا درې سوه ښځې دومره ډېرې دي ، چې په يوه كلي كې هم نه ځاييږي ، نو په يوه كور كې چې د پاچا هم وي ، څنگه ځاىږي ؟ او يو سړى ټولو ته رسېداى شي ؟ تېمور شاه د هند او د ايران د پادشاهانوا لوڼې كړې وې ، څو نورې د قومي مشرانو لوڼې هم وې ، چې ټولې لس تنه كېدې ، نو د يوې شاهزادگۍ ساتل چې يوه ايرانۍ او بله هندۍ وه ، دوئ سترگې نه درلودې .
د تېمورشاه خسران برحال پادشاهان وو ، په هره مياشت كې چې يې يوه ښځه زياته شي ، په كال كې دولس كيږي ، په دې صورت كې نو دده د پاشاهۍ تر پايه پورې بايد د هغوى شمېر پېنځه سوه شوى واى . دا د نه منلو وړ خبره ده .
د تېمور شاه دوره په ټوله امپراتورۍ كې د تهران او مشهد له سړكه تر گنگا پورې ، له امو د هند تر سممندره پورې كراره كراروي وه .په شلو كلونو كې ايله څلور پېښې وشوې ، چې امپراتور پخپله ورغى او عاملين يې سم كړي دي . ده دوه نيم سوه بېړۍ درلودې او تجارت ښه روان وو . عدالت خپور وو ، دى ظالم سړى نه وو .
د تېمرو شاه به دوران كې دوه ايراني شهزادگان په كابل كې اوسېدل ، چې له فروغي سره درې كېدل ، يانې دوه افشار او يو صفوي وو . په افغانستان كې د امپراتور شاه زمان له واكمنۍ نه راهيسې ، يانې له ۱۸۰۱ ز كال نه بيا تر ۱۹۷۹ پورې د ايران اغېز پر سلطنت پروت وو .
==د امپراتور تېمورشاه دربار==
همداسې چې په يوولسمه زېږديزه پېړۍ كې غزني د فارسي شاعرانو او ليكوالو بانډه وه ، په اتلسه پېړۍ كې كابل د فارسي شاعرانو مركز وو . په دغه عصر مكې توپير دومره دى ، چې امپراتور تېمورشاه د پښتو شاعر او ليكوال وو . پير محمد كاكړ ، عبدالله خان دېوان بېگي او نور كه پښتانه وو ټولو فارسي شاعري كوله او د خپل مهال پاخه شاعران له هند او ايران څخه راغلي وو ، البته د دوى كور وو .لكه واقف لاهوري ، عشرت له هند څخه ، فروعي اصفهاني ، موسوي ، مهدي له ياران څخه او عاجز له كابل څخه .
(( افغان )) ، حزين حيرت شاملو ، ذكي ، رضا ، هما ،شاه عبدالحكيم خراساني ، شجاع ، شهاب ، ليكوال محمودالحسني ، مظهر جانان ، محمد حيات ،لچهمي رام پنډت ، الشايي ، بوسعيد ، ميرزيان ، عبدالله ميرزا علي عسكر وصفي ، ميرزا شكيبا ، ميرزا عطار او په سلگونو نور واړه او غټ دراني شاهزادگانو ټولو په يوه خوله پارسي شاعري كوله .داسې نه وه ، چې د شاهي كورنۍ ژبه پښتو نه وه ، دوى په پښتو غږېدل ، سم پښتانه وو ، خو د موضوع په اهميت نه پوهېدل . له دوى څخه يوازې د امپراتور تېمور شاه او سردار عبدالله خان دېوان بېگي د پښتو شعرونو نمونې شته ، چې دلته به يې د امپراتور تېمورشاه د پښتو شعر يوه نمونه راوړوو :
نن مې بيا له تورو سترگو سره جنگ دى - په لبانو يې د زړه د وينو رنگ دى
|