د "شاه محمود هوتک" د بڼو تر مېنځ توپير

Content deleted Content added
د سمون لنډیز نسته
د سمون لنډیز نسته
۱ کرښه:
{{پاچا-مالوماتبکس
<!-- Scroll down to edit this page -->
<!-- د پاچايانو وېشنيزه -->
| هېواد = د افغانستان پاچا
| پېر = د هوتکيانو پېر
| color = #C0C4CE
 
<!-- Image and Caption -->
 
| image_name = SHAH-MAHMUD-HOTAK.jpg
| image_caption = شاه محمود هوتک
<!-- مالومات -->
| نوم = '''شاه محمود هوتک''' |
| زېږېدنه =
| مړينه =
|دپاچاهۍ-دور
}}
 
د [[افغانستان]] د ستر ملي او هېوادپال شخصيت [[مېرويس هوتك|مېرويس نيكه]] زوى ، شاه محمود د خپل پلار د مرگ په كال كه څه هم اتلس كلن وو ، مگر بيا هم ډېر مېړه پښتون وو او پر پلار هم ډېر گران وو ، ځكه چې له پلار سره په ټولو جگړو كې ملگرى وو او په حربي چارو كې ښې تجربېۍ حاصلې كړې وې . د پلار تر مرگ وروسته بيا د خپل اكا په خدمت كې وو او د پښتنو د كارو باره سره يې ډېره دلچسپي درلوده ، ( ۱ ) خو كوم وخت چې يې د خپل اكا پېشنهاد وليد ، نو د اكا له كړو څخه بېزاره شو او د هغه كار يې ورتمام كړ او څنگه چې د [[كندهار]] او [[پارس]] پخوانى رواج وو ، چې د ښار په هره خوا كې به يوه يوه مناره وه او په هره مناره كې به يوه نغاره د خلكو د خبرولو لپاره پرته وه ، نو هر وخت چې به يو مهم خبر وو، نو دا نغارې به ډنگېدلې او خلك به راغونډېدل .( ۲ ) محمود چې خپل اكا مړ كړ ، نو دا نغارې يې وډنگولې او خلك راغونډ شول . محمود د خپل اكا پېشنهاد دوى ته وښود او له پارسيانو سره جنگ يې په ايت او حديث ثابت كړ او بيا يې څرگنده كړه ، چې دده اكا د خپلې شخصي ارامۍ او خوش گزرانۍ لپاره غوښته ، چې پښتانه بيا د پارسيانو تر لاس لاندې او د هغوى مطيع كړي او زموږ مملكت بيا وران شي . تر دې وروسته يې نو وويل ، چې (( ما هغه وواژه )) ( ۳ ) پښتنو چې هغه پېشنهاد ولوست او ورمالومه شوه ، چې محمود رښتيا وايي ، نو ده ته يې افرين ووايه ( ۴ ) او دى يې د ځان پاچا كړ او دشاهۍ لقب يې وركړ ، نو (( شاه محمود)) وباله شو . دا زلمى پښتون د پښتنو پاچا شو او تر ۱۱۳۴ هـ كاله پورې يې د افغانستان د پاچا په حيث حكمراني وكړه او څوا واره يې د [[پارس]] او [[سيستان]] شرقي برخو ته لښكري وايستلې ، څو يې په ۱۱۳۴ هـ كال د پارس د حكومت پايتخت [[اصفهان]] محاصره كړ او تر اته مياشتې محاصرې وروسته يې د محرمې د مياشتې په ۱۱ يا ۱۵ په ۱۱۳۵ هـ ( ۱۷۲۲ ) ع كال د صفويانو وروستنى پاچا [[سلطان حسين]] خپل ځان او پايتخت د پښتنو لښكرو ته تسليم كړ . ( ۵ ) د پښتنو زلمي پاچا د خپلې شاهنشاهۍ په وختو كې د اصفهان تر فتح وروسته ډېرې لويې لښكركښۍ وكړې ، خو تر دوه نيمو كالو پاچاهۍ وروسته د برات د مياشتې په ۱۲ شپه ، ۱۱۳۷ هـ كال په اصفان كې د دماغي تاروغې له كبله ووژل شو ( ۶ ) . دا فاتح مېړه پښتون په ۲۷ كلنې تر دنيا تېر شو او د پښتنو په [[تاريخ]] كې يې ځلانده نوم او توره پرېښوده . ( ۷ )