د "شاه محمود هوتک" د بڼو تر مېنځ توپير

Content deleted Content added
نوی مخ: شاه محمود هوتك يو افغان توريالي او ننګيالى بهادر وو چي دافغانستان لپاره يي يو لوي افتخار وګاټه
 
د سمون لنډیز نسته
۱ کرښه:
د افغانستان د ستر ملي او هېوادپال شخصيت [[ميرويس نيكه|حاجي ميرويس خان]] زوى (( شاه محمود د خپل پلار د مرگ په كال كه څه هم اتلس كلن وو ، مگر بيا هم ډېر مېړه پښتون وو او پر پلار هم ډېر گران وو ، ځكه چې له پلار سره په ټولو جگړو كې ملگرى وو او په حربي چارو كې ښې تجربېۍ حاصلې كړې وې . د پلار تر مرگ وروسته بيا د خپل اكا په خدمت كې وو او د پښتنو د كارو باره سره يې ډېره دلچسپي درلوده ، ( ۱ ) خو كوم وخت چې يې د خپل اكا پېشنهاد وليد ، نو د اكا له كړو څخه بېزاره شو او د هغه كار يې ورتمام كړ او څنگه چې د كندهار او پارس پخوانى رواج وو ، چې د ښاره په هره خوا كې يوه يوه مناره وهاو په هره مناره كې به يوه نغاره د خلكو د خبرولو لپاره پرته وه ، ههر وخت چې به يو مهم خبر وو، نو دا نغارې به ډنگېدلې او خلك به راغونډېدل .( ۲ ) محمد چې خپل اكا مړ كړ ، نو دا اغارې وډنگولې او خلك راغونډ شول . محمود د خپل اكا پېشنهاد دوى ته وښود او له پارسيانو سره جنگ يې په په ايت او حديث ثابت كړ او بيا يې څرگنده كړه ، چې دده اكا د خپلې شخصي ارامۍ او خوش گزرانۍ لپاره غوښته ، چې پښتانه بيا د پارسيانو تر لاس لاندې او د هغوى مطيع كړي او زموږ مملكت بيا وران شي . تر دې وروسته نو وويل ، چې (( ما هغه وواژه )) ( ۳ ) پښتنو چې هغه پېشنهاد ولوست او ورمالومه شوه ، چې محمود رښتيا وايي ، نو ده ته يې افرين ووايه ( ۴ ) او دى يې د ځان پاچا كړ او دشاهۍ لققبيې وركړ نو (( شاه مهمود)) وباله شو . دا زلمى پښتون د پښتنو پاچا شو او تر ۱۱۳۴ ه كاله پورې د افغانستان د پاچا په حيث يې حكمراني وكړه او څوا واره د پارس او سيستان شرقي برخو تهلښكري وايستلې ، څو په ۱۱۳۴ هـ كال د پارس د حومت پايتخت [[اصفهان]] محاصره كړ او تر اته مياشتې محاصرې وروسته يې د محرمې د مياشتې په ۱۱ يا ۱۵ په ۱۱۳۵ هـ ( ۱۷۲۲ ) ع كال د صفويانو وروستنى پاچا سلطان حسين خپل ځان او پايتخت د پښتنو لښكرو ته تسليم كړ . ( ۵ ) در پښتنو زلمي پاچا د خپلې شاهنشاهۍ په مختو كې د اصفهان تر فتح وروسته ډېرې لويې لښكركښۍ وكړې ، خوم چې تر دوه نيمو كالو پاچاهۍ وروسته د برات د مياشتې په ۱۲ شپه ، ۱۱۳۷ هـ كال په اصفان كې د دماغي تاروغې له كبله ووژل شو ( ۶ ) . دا فاتح مېړه پښتون په ۲۷ كلنې تر دنيا تېر شو او د پښتنو په تاريخ كې ځلانده نوم او توره پرېښوده . ( ۷ )
شاه محمود هوتك يو افغان توريالي او ننګيالى بهادر وو چي دافغانستان لپاره يي يو لوي افتخار وګاټه
 
*عبدالروف بېنوا ، ميرويس نيكه ، ۱۳۸۴ لمريز ( ۲۰۰۵ ) زېږديز كال پېښور چاپ ، ۱۴۴ - ۱۴۶ مخونه