د "منځنۍ پېړۍ" د بڼو تر مېنځ توپير
Content deleted Content added
د سمون لنډیز نسته |
د سمون لنډیز نسته |
||
۹ کرښه:
د تاريخي متونو پر بنسټ د سوريانو واکمني د اوسني غور د اوسيدونکو له خوا تر ټولو پخوانۍ څرګنده واکمني منل شوېده ، چي نوم يې په بيلا بيلو تاريخي پاڼو کي ثبت دۍ . [[منهاج سراج جوزجاني]] د هغو زياتو نورو مورخينو له شميره دۍ چي د سورې کورنۍ په اړه يې د بيلا بيلو نامتو کسانو نومونه را ياد کړيدي ، د هغه په وينا سور او سام د ضحاک دوه ورونه دي او د سوري کورنۍ څخه زيات شمير کسانو د غور پر سيمه واکمني درلوده ، چي د [[ماهوی سوري]] ( ٣٨ هجري ) او [[ملک شنسب ابن خرنک]] څخه پيليږي او د [[امير پولاد]] تر زمانې ( ١٦٠هجري ) واکمن پاته شوي دي . ( افغانستان بعد از اسلام : ١٢٧_ ١٣٢ پاڼه ) په زيات شمير تاريخي متونو کي د سوري کورنۍ نامتو کسان لکه [[ماهوی سوري]] ( ٣١ _ ٣٦ هجري ) [[شنسب ابن خرنک]] ( ٣٦ هجري ) [[امير پولاد]] ( ١٣٠ هجري ) [[امير کروړ ( جهان پهلوان )]] ( ١٣٩ _١٥٤ هجري ) [[امير ناصر ابن امير کروړ]] ( ١٦٠ هجري ) [[امير منجی بن نهاران]] ( ١٧٠ هجري ) [[امير سوری]] ( ٢٥٣ هجري ) او د اسي نور ياد شويدي .( تاريخ مختصر افغانستان ؛ ١٦٥ پاڼه )
د غوري پاچاهانو په نوم د همدې سوريانو له پښته بله هغه کورنۍ ده چي د تاريخي افغانستان زياتي سيمي يې تر خپل واک لاندي راوستي دي ، او د افغانستان په تاريخ کي د برم او وياړ با ب ګڼل کيږي . د غوري
په دې ليکنه کي د همدې کورنۍ د واکمنۍ پر مهال د هغو يوشمير ودانيو يادونه کوو چي د هيواد په تاريخي او هنري سرليکونو کي يې ارزښت ځانګړۍ دۍ .
|