د "افغان" د بڼو تر مېنځ توپير

Content deleted Content added
Xqbot (خبرې اترې | ونډې)
و robot Removing: en:Afghan
د سمون لنډیز نسته
۱ کرښه:
== افغان ==
د افغان کلمه د لرغوني افغانستان د اوسېدونکو لپاره له پخوا راهيسې دود ده . د افغان او پښتون کلمې په ډېرو ځايونو کې په مترادفه (هممانيزه) توګه کارېدلي دي . د پښتون کلمه د (پکت) او (پکتويکي) له مفاهيمو څخه اشتقاق شوې ده، (پکتوکي) يا (پکتويکي) يوولس ګونو آريايي ټبرونو نه يو ټبر دی، چې د پښتون له کلمې سره سمون لري. دغه مطلب د پروفيسور ډورن (Dorn) په آند ، د هېرودوټس په کتاب (Istorii) کې راغلی دی . او ويلي ېې دي چې اوسينی پښتون او افغان د همدغه (پکت) له کلمې نه جوړ شوی دی. د هيرودوټس (Herodotus) په ارزښتمن اثر د (ګندهارا رپوټ) کې راغلي دي چې د (کسپاتورس) ښار ، يانې (پېښور ) په دغه پکتويکي کې موقعيت لري .
پروفيسور ګارډون (Gordon) هم دا مني او تائيدوي چې، پښتانه د ( پکتيکوس) يا (پکتويس ) له نسله دي. په لرغونو شرقي آثارو کې معمولاً د (افغان) او (پښتون) ترمېنځ کوم توپير نشته دا ځکه چې ددغه ټاټوبي اوسېدونکي ټول پښتانه (افغان) ؤ، او د دوی تر اړخ نور واړه واړه ټبرونه راټول او ځانو ته يې د افغانانو خطاب وکړ. دا په دې مانا ده چې اصل او اساس د دې کلمې له پاره هماغه آريايي د (پکت) يا (پکتويکي) ټبر موجوديت دی ، موږ د (پښتون ) او د (افغان) کلمې يو دبل څخه نه شو بېلولای ، خو دا جوته ده چې پښتنو قومونو ځانته (افغان) وئيل ، او پښتون قوم ېې د افغان په نامه پېژانده . دې خلکو خپله نظريه په دې بنسټ قايمه کړې ده چې پښتون افغان دی ، او دا لفظ د ټولو پښتنو لپاره وکارېده. دې نامه دومره پراختيا او عموميت وموند چې د ټول پښتون قام نوم افغان وګرځېد او هغه ټول خلک د افغان په نامه مشهوره شول. افغان د پښتنو يو ملي نوم دی ، نه قومي او تاريخي د پروفيسور مورګن ستيرنه په عقيده (افغان) د دغې اصطلاح نوې بڼه او پښتون ېې کلاسيکه بڼه بولي ، او پختون (پښتون) د شمال ختيځو سيمو د اوسېدونکو د محلي ګړدود دی. دی هم د بېلي(Baily) پشان تائيدوي چې Kht خت وروستی ډياليکتيکي بڼه ده او Sht (شت) احتمالآ هم د يونان Kt نه منل شوی دی. او په دې دليل د دغو غږونو ورته والی او يووالی ردوي، خو دا څرګنده ده چې پښتون (پختون) له (پکتيوس ) سره ګډه ريښه او ټينګه اړيکه لري هنري بېلو(Henry Bellow)، هېنري لوونتال (Henery Lowental)، اولف کارو او د آف اېنډيا سروې کتاب مولف جورج ګريرسن (George Grerson)، د هیرودوټس (پکت)، (پکتويس) او پکتويک (پکتيکا) او (پختويس) په عبارتونو کې دا الفاظ په ترتيب د نننۍ (پختونخوا) او (پښتون) د کلمو معادل بولي، څومره چې مالومه ده د (افغان) کلمه د (اوغان) له کلمې نه معربه ده، چې د اسلام ا عربو په دوره کې د (اوغان) پر ځای د ليکوالو له خوا ليکل شوې ده . (اوغان) يا (افغان) د پښتنو د ټبر ډېر پخوانی نوم دی، چې د پکت يا پښت يا پښتون هممانيزه دي . او د پښتون د ټبر لپاره د پخوا نه استعمالېده . دا يوه پخوانۍ آريايي کبمه ده . دغه کلمه د (افغان) په بڼه هم راغلې او بيا ېې زيات شهرت او پراختيا موندلی ده . دا شهرت دومره زيات او عام شو چې ، دا نوم په دوولسمه هـ لمريزه پېړۍ کې د افغانستان د ټولو پښتنو او نورو اوسېدونکو نوم وګرځېد . د (افغان) د لفظ په باره کې د يو شمېر څېړونکو عقيده دا ده چې دا تر ټولو د مخه د ايران د (نقش رستم) په هغې کتيبې کې راغلې ده چې په درېيمې زېږدي (ميلادي) پېړۍ کې د ساسانيانو د يوه واکدار ، لومړي شاه پور ، په هدايت او حکم په پارتي او يوناني ژبو ليکل شوې ده، (دشپرنګ لنګ) يا (دشپرنګ لن) په خپلې هغې مفصلې ليکنې کې چې سرليک ېې (( لومړيشاه پور د زردشت پر هديره باندې )) دی ، د دغې کتيبې د تشريحاتو په ترڅ کې يو ځای ليکي چې دی ، د دې کتيبې د (ابګان) يا (اوګان) کلمې ته معاصر (افغان) له نامه نه بل غوره معادل نه شي پيدا کولی څينې نوميالي پوهان بيا په دې عقيده دي چې د (افغان) نوم د لومړي ځل لپاره يوه لرغوني هندي منجم (وراهه ميهيرا) د (اوګان) په بڼه يد کړی دی. (اچ کرن) چې (براټ سنهتيا) ېې آن په کال ۱۳۴۸ هـ.. ل. (۱۸۶۹ ز. ) کې په انګرېزي ژباړلی دی. د (اوګان) وی ېې د (افغان) په بڼه ليکلی دی. دا داسې مانا لري چې (کرن) بيخي باور درلود چې د (وراهه ميهيرا ) د اوګان وی د افغان سره کټ مټ يو شی دي. (جورج ګرېسن ) هم وايي چې ده وراهه میهیرا د اوګانه لفظ په ډېر ډاډ سره د (افغان) له کلمې سره يو شی ګڼل شوي دي. الکسانډر کننګهم د هند په لرغوني جغرافيه کې اوپوکين يا افغان تر سرليک لاندې يوازې يو ځل په يو لنډ عبارت کې ياد کړی دی. او د هغه موقيعت د (Fa-La-na) لمنه يعنې بنو او غزني تر مېنځ د بنو شمال لوېديځ او د غزني جنوب غرب تخ ښودلی دی، کننګهم خپله په دې باور دی چې د هيون تسنګ د اپوکين مطلب هرومرو افغان دی. ځکه د چیني ژبو په هجايي حرکاتو (سېلابونو) کې د (افغان) لفظ له دې په زياته څرګندتيا نه شي اداکېدلای . دا د افغانانو تر ټولو نه لرغونې يادونه ده . د آخوند دروېزه مخزن الاسلام کې ، هم د پښتون د کلمې ياد په کراتو شوی دی د (ابګان) او (اوګان) له پاره معاصر (افغان) پرته ، لیکونکي کومه بله غوره کلمه نه شي موندلای . نو ټولې هغه کلمې چې په لرغوني حالت شته ، د (افغان) کلمه ترې نه اشتقاق کېدای شي. که د ساساني عصر (اپګان) او (اوګان) ته اعتبار ورکړو، نو په هغه صورت کې به دا ډېر لرغونی سند وي، چې دغه نوم په کې یاد شوی او د میلادي درېيمې پېړۍ نه راوروسته د استعمال ځای لري. تر کومې اندازې چې معلومه شوې ده د(افغان) کلمه د لفظ (اوغان) نه معربه ده چې په اسلامي دوره کې د مؤرخینو له خوا د پښتنو له پاره کارول شوی ، ابو نصرمحمد عبدالجبار العتبي په تاریخ يمني کې په څرګند ډول دا لیکي چې په (افغان) کې د (اوغان) تعریب دی په اسلامي مؤرخینو کې ابو ریحان البېروني ، فردوسي طوسي ، ابوالفضل بیهقي ، منهاج السراج، او داسې نورو مؤرخینو هم د افغان نوم بيا بيا د دې خلکو (پښتنو)له پاره کارولی دی . سره له دې په اتمه هجري پېړۍ کې داسې مؤرخین هم ؤ ، چې هغه لرغونی لفظ (اوغان) ېې کارولی دی ، لکه ظفرنامه ، ملفوضات، تېموري مطلع السعدین او نور.
سنسکرېټ په لرغونو لغاتو کې (اب ګائن) د يوداسي قوم د پاره کارول شوی دی چې موسیقي نه لري ، احتمال لري چې دا لفظ به د پښتنو لپاره استعمال شوی وي . او وروسته به هم دغه لفظ د زمانې په تېرېدو سره به په افغان اوښتی وي، مشهور چیني سېلانی هیون تسنګ هم د (نقش رستم) د کتيبې په شان د سلېمان غره په لړ کې د (اې - پې ـ ګان) په نامه د ځينو خلکو يادونې کړي . دا ټول لفظونه یعنې (اسواغان، اب ګائین، اپاکان او اې پې ګان) د لفظ افغان سره ډېره نژدېوالی لري او امکان لري چې ددې لفظونو ريښه هم د ارمني ژبې لفظ (اوغان) وي . ددې نه دا قياس او اټکل کېدای شي چې د لومړي شاه پور په منصبدارانو کې په دې لفظ (اوغان ـ ابګان ـ افغان) موسوم ځينې خلک موجود وو، او دا نوم به په اغلب ګمان دوی د خپلو غرنیزو سیمو په وجه ايښودلی وي . عبدالحی حبیبي د خلکو او عامه ذهنيتونو د روښانولو په خاطر ، او د هغوی د سیمې لارښوونې لپاره د شک او تردید د ورکولو په خاطر د (افغان) کلمه ښه راڅپړلې ، او وايي چې د (افغان) کلمه يوزرواووه سوه ۱۷۰۰ کاله لرغونتوب د تاریخي اسنادو، شواهدو، او لاسوندونو په رڼا کې لري . د افغان کلمه چې اوس د افغانستان د ټولو خلکو ملي نوم دی او د آسيا په زړه کې تر ټولو تاریخي ، اقتصادي، او ټولنیزو شرايطو لاندې يو نه بېلېدونکی واحد جوړ کړی او يو غښتلی، لرغونی او ملي اسالت لري. د افغان نوم په تاريخ کې اوږدې ريښې لري او په همدې سيمه کې د هلمند او سندهـ د دوؤ لويو سیندونو تر مېنځ په همدې نامه ، همدې خلکو ژوند کاوه. د افغان کلمه چې تر دا اوسه پورې په عملمي اثارو کې لیدل شوې ده د هغو ټولو مېشتو وګړو نوم دی چې د تاریخ په اوږدو کې ېې په آريانا ، خوراسان، او افغانستان کې ژوند کړی دی . د افغانانو څانګې او ډلګۍ ډېرې دي ، خو دوی ټول افغانان او د واحد افغان ملت بچيان دي . موږ د اسلام نه دمخه د افغان د کلمې په باب همدا ياد شوي درې لرغوني سندونه لکه ساساني ، هندي، او چينايي لرو او لدې نه وروسته په اسلامي دوره کې ددې نامه ياد د (دري) او عربي ژبو په اثارو کې په مکرر ډول راځي چې ډېر زوړ ياد ېې په حدود العالم کې دی . چې په نهه سوه اودوه اتيا ۹۸۲ زېږيز کال کې د جوزجان د آلفريغون له کورنۍ او يا مربوطينو نه ګڼې لیکلي ېې دي . پدې کتاب کې د عبدالجبار العطبي په تاریخ يمني کې فغان د سبکتګین او دده د کورنۍ په عصر کې په وار وار ياد کړی. آن چې ابن اثیر په الکامل کې هغه د ابغان په زړه املا هم لیکلې، بيا وروسته نورو مؤرخانو لکه فخر مدبر په آداب الحرب و الشجاعه ،قاضي منهاج السراج جوزجاني په طبقات ناصري حمدالله مستفي، په تاریخ ګزیده او محمد قاسم فرشته او نورو هم افغان او اوغاني قبايل په وار وار ياد کړي دي .
 
 
 
 
 
 
 
 
 
د افغان کلمه چې اوس د [[افغانستان]] د ټولو خلکو ملي نوم دی او د اسيا په زړه کې تر ټولو تاريخي، اقتصادي او اجتماعي شرايطو لاندې يونه بيلېدونکی واحد اووه سوه ( ۷۰۰ ) کلن تاريخي لرغونتوب او ملي اصالت اري.
 
Line ۵۷ ⟶ ۷۱:
 
[[وېشنيزه:افغانستان]]
'''آريانا دايره المعارف (پوهنغونډ)'''
"https://ps.wikipedia.org/wiki/افغان" نه اخيستل شوی