د "احمد ظاهر" د بڼو تر مېنځ توپير

Content deleted Content added
Escarbot (خبرې اترې | ونډې)
و robot Adding: ar:أحمد ظاهر
د سمون لنډیز نسته
۱ کرښه:
[[انځور:496X685.JPEG|thumb|289px|احمد ظاهر]]
'''احمد ظاهر'''، د هنر هغه توتي دى،چې وخت او زمانه يې له غېږې نشي غورځولى، تر څو،چې وخت او زمانه وي ددغه سندغاړي نوم به مو هم پر شونډو غوړيږي. هغه يو رښتينى او د هنر پر مانا پوه سندرغاړى و؛ يو داسې سندرغاړى، چې د هنر له سندريز ډنډ نه راپورته شوى و. د هغه غږ او د سندرو سيورى به تر پېرونو پېرونو د خلكو پر ذهنونو او فكرونو غوړېدلى وي، دغه سيوري ته به ډېر" له غمه شنه " زړونه او ډېر نيمګړي ارمانونه پراته وي. احمدظاهر د ارمانجنو زړونو د تندې د خړوب نوم دى، يو داسې نوم، چې د ماشوم، زلمي او سپين ږيري درېواړو په خولو كې ګرځي.
 
== مخينه ==
احمد ظاهر لا ډېر كوچنى و، چې له ساز او موسيقۍ سره يې مينه وه، پلار يې " ډاكټر عبدالظاهر" د وخت صدر اعظم و، ټولنيز چاپېريال او پر ټولنه واكمنو شرايطو دې ته نه پرېښوده، چې زوى يې يوه داسې ډنډ ته ولويږي، چې هنرپوهان يې د سندرو او عام خلك يې د چټليو او مرداريو ډنډ بولي. احمد ظاهر ددغه سندريز ډنډ د لامبو لېوال و، هغه د بنديزونو پروا ونه كړه او ځان يې د هنر د شنو اوبو ماهى كړ.
ظاهر هويدا لومړنى كس و، چې له احمدظاهر سره يې د هغه په ژونديتابه او د صدراعظم په خوشالولو كې د منځګړي رول ولوباوه. هغه په خپل كوډګر ليك سره صدراعظم ډاكټر عبدالظاهر دې ته اړ اېست، چې د احمدظاهر د هنري چارو ملاتړ وكړي. احمد ظاهر دغه مهال د حبيبيې لېسې د هنري ډلې غړى و. نوموړي د كابل نندارې په يوه جوړ شوي كنسرت كې د "حبيبيه ستوري" ستاينوم ترلاسه كړ. دغه ستاينوم ظاهر نور هم وهڅاوه، چې د هنر او موسيقۍ لاره ټينګ و ساتي. احمد ظاهر په خپلو سندرو كې تر ډېره بريده پر شعر او كمپوز ټينګار كاوه، همدغه شعر او كمپوز و، چې د احمد ظاهر شخصيت يې د يوه رښتيني هنرمند په توګه راجوت كړ.
يوڅه وخت وروسته احمد ظاهر له خپل پلار سره هند ته لاړ. په هند كې يې د هنر او موسيقۍ په برخه كې ډېر پرمختګ وكړ او كله، چې بېرته هېواد ته راستنېده،له ځان سره يې نوي څيزونه او نوښتونه هم راوړي وو.
 
== زده کړې ==
د احمد ظاهر تر ټولو غوره نوښت دا و،چې د ختيزې او لويديزې موسيقۍ د الاتو په ګډون سره يې هېوادنۍ موسيقۍ ته يو نوى رنګ ور وباښه. احمد ظاهر، چې كله فارغ شو په كابل او هندكې يې پيداګوژي ولوسته او يوڅه وخت يې په " كابل ټايمز" او " افغان فلم " كې كار وكړ. پر 1350ل كال د احمد ظاهر د بخت ستورى راوخوت. هغه د كال غوره سندرغاړى ونومول شو او دغه نوم يې تر ډېره ژوندى وساته. احمد ظاهر 13 كلن و، چې ګوتې يې پر هارمونيه، فلوت او اكوردين روږدې شوې. احمد ظاهر درې ځله واده وكړ، خو دده په وينا يوه هم نېكمرغه نه كړ. له لومړنۍ مېرمنې نه يې د احمد رشاد په نوم يو زوى پاتې شو. له وروستنۍ مېرمنې يې د شبنم په نوم لور پاتې ده، چې دده تر مرګ يوه ورځ وروسته و زېږېده.
احمد ظاهر د ژوندانه په لوړ ژورو كې له ګڼ شمېر ستونزو او خنډونو سره مخ شو، وګواښل شو ، بندي شو او په پاى كې د 1358 كال د غبرګولي د مياشتې په 23 مه نېټه په يوه ترافيكي پېښه كې ووژل شو.