د "ډي آکسي رايبونيوکليک اسيد" د بڼو تر مېنځ توپير

Content deleted Content added
و robot Modifying: ta:டி.என்.எ
د سمون لنډیز نسته
۱ کرښه:
[[انځور:3DScience DNA structure labeled Angstroms.jpg|thumb|220px|د ډي ان اې د يوې برخې جوړښت.]]
'''ډي آکسي رابونيوکليک اسيد''' (په انګرېزي: '''DeoxyriboNucleic Acid''') يو ډول [[نيوکليک اسيد]] دی چې د ژوندي اورګانيزمونو د کړنو، دندو او ودې جنيټيکي لارښوونې په ځان کې لري. د ځينو [[ويروس|ويروسونو]] او د [[آر ان اې (RNA)|آر ان اې]] د [[جينوم|جينومونو]] په استثنا، نور ټول ژوندي د ډي ان اې نه برخمن دي. په ژونکو (سلولونو) کې د ډي ان اې اهمه دنده د اوږدمهالو جنيټيکي مالوماتو زېرمه کول دي. په ډي ان اې کې شته جنيټيکي عملي لارښوونې، په ژونکو کې د پروټينونو او د آر ان اې د ماليکيولونو په جوړولو کې کارېږي. د ډي ان اې هغه برخې چې د ځان سره جنيټيکي مالومات لېږدوي د [[جين]] په نامه يادېږي، خو د ډي ان اې ځينې نورې کړۍ، د جوړېدو او رغولو په مقصد کارېږي او يا هم دا سلسلې د جنيټيکي مالوماتو په څرګندولو او منظم کولو کې ښکېل دي. د کيميايي جوړښت له مخې ډي ان اې له دوؤ اوږدؤ پوليميري ريتاړو، چې جوړښتي يوونونه (واحدونه) يې [[نيوکليوټايډ|نيوکليوټايډونه]] دي جوړه شوې. د ډي ان اې همدا [[پوليمر|پوليمري]] ريتاړې د يو ډول کيميايي شمزۍ چې د قندونو او فاسفېټونو د ډلو نه جوړه ده سره يوځای نښلوي. د ډي ان اې دا دوه ريتاړې يو بل ته په موازي ډول پرتې دي. د ډي ان اې شمزۍ په ځان کې څلور ډوله ماليکيولونه لري چې د [[نيوکليوبېز|بېزونو]] په نامه يادېږي او دا د همدغو څلورو بېزونو د تسلسل سبب دی چې جنيټيکي مالومات د کوډونو په توګه خوندي پراته دي. د ډي ان اې تر ټولو لويه دنده د جنيټيکي کوډونو په کارولو سره د [[امينو اسيد|امينو اسيدو]] د لړۍ نه د [[پروټين|پروټينو]] جوړېدنه ده.
 
په ايوکاريوټونو کې لکه ژوي او بوټي، ډي ان اې د ژونکو په هستو کې وي، خو په پروکاريوټونو کې لکه باکټريا، ډي ان اې د ژونکو په سايټوپلازم کې موندل کېږي. انزايمونو ته ناورته، ډي ان اې په ماليکيولونو مستقيمه اغېزه نه کوي، بلکه بېلابېل انزايمونه په خپلو کړنو ډي ان اې اغېزمن کوي او د نورو ډي ان اې په جوړولو کې، د ډي ان اې په ريپلېکېشن يا تکرار او يا هم د پروټيونو په ټرانسکرايب يا مخليکنې کې د ډي ان اې مالومات کاپي کوي. په کروموزومونو کې، کروماټيني پروټين لکه هېسټونونه، ډي ان اې سره راټولوي او منظموي يې. همدا شان په هستې کې دننه د نورو پروټينو سره، د خپلمنځي تعاملاتو په کنټرول کې مرسته کوي.
 
In [[eukaryote]]s such as [[animals]] and [[plants]], DNA is stored inside the [[cell nucleus]], while in [[prokaryote]]s such as [[bacteria]], the DNA is in the cell's [[cytoplasm]]. Unlike [[enzymes]], DNA does not act directly on other molecules; rather, various enzymes act on DNA and copy its information into either more DNA, in [[DNA replication]], or [[transcription (genetics)|transcribe]] it into protein. In [[chromosome]]s, [[chromatin]] proteins such as [[histone]]s compact and organize DNA, as well as helping control its interactions with other proteins in the nucleus.