د "نجيب محفوظ" د بڼو تر مېنځ توپير

Content deleted Content added
نوی مخ: نجیب محفوظ ابن عبدالعزیز بن ابراهیم احمد پاشا د ۱۹۱۱ کال د ډسمبر په ۱۱ نېټه د مصر په پلازمینه قاهره کې …
 
د سمون لنډیز نسته
۱ کرښه:
'''نجیب محفوظ''' ابن عبدالعزیز بن ابراهیم احمد پاشا د ۱۹۱۱ کال د ډسمبر په ۱۱ نېټه د مصر په پلازمینه قاهره کې نړۍ ته سترګې وغړولې، له اولس کلنۍ یې لیکوالۍ ته مخه کړې او د ښوونځي له پای ته روسولو ورسته یی د فلسفې لیسانس د قاهرې له پوهنتون څخه ترلاسه کړ. هغه د یو دولتي کارمند په کور کې وزېږېده، لومړۍ دنده یې د اوقافو په اداره کې واخیسته او وروسته د هنر ادارې د سانسور مدیر شو او بالاخره له سینما د ملاتړ ادارې مشر شو دغه راز د خپل کار په پای کې د کلتور وزارت د سلاکار په توګه هم پاتې شوی دی، هغه لسګونه داستاني کتابونه لیکلي او په ۱۹۸۸ کال یې د نوبل د ادبیاتو جایزه اخیستې. لومړني ناولونه یې له لرغوني مصر څخه خبرې کوي خو کله چې په خپل ستر اثر بوخت شو د مصر مدرنې ټولنې ته یې پام واړاوه. په وروستیو کارونو کې یې د لرغوني مصر په پاچايي رژیم منتقدانه لیکنې کول، د انګلستان استعمار ته یې پام واړاوه او د ښځو او سیاسي بندیانو د حالت په ګډون یې ټولنیز مسایل هم له یاده ونه ویستل. نجیب محفوظ په خپل اوږده عمر کې یواځې دوه ځله له خپله هېواده بهر سفر کړی او په ناولو او نورو کیسو سربیره یې څو سناریوګانې هم لیکلې. دمحفوظ مشهور او ښه اثر زموږ د چم هلکان یا اولاد حارتنا چې په ۱۹۵۹ کال یې بشپړ کړ په هغه کلونو کې د مذهبي مشرانو لخوا پرې بندیز ولګېد، له بلې خوا د هغه د ځینو لیدتوګو په اړه په عربي نړۍ کې د هغه په کتابونو هم بندیز لګېدلی وو. نجیب محفوظ په انسان دوستۍ د زیات باور له امله ناول لیکنې او سناریو لیکنې ته مخه کړه او د عربي مدرنو ادبیاتو له بنسټګرانو بلل کیږي که څه هم د عربو نوي ادبیات لسګونه کاله د کیسه لیکنې د ژانر تر اغیز لاندې وو خو د نورو عربي هېوادونو په اپوټه په مصر کې له ۱۹۴۰ کاله وروسته په لیکوالو کې ناول لیکنې ته کږلون زیات شو او حتا د کلتور وزارت لخوا د ښه ناول لپاره کلنۍ جایزه هم غوره شوه. د نجیب محفوظ په آثارو کې اسلامي فلسفې دوه مقولې جبر او اختیار کابو تل له یوبل سره د جګړې په حال کې دي. په عین حال کې نجیب محفوظ خپل د ځوانۍ ژوند د شهید سید قطب پوروړی بولي او خپله هم وايي چې سید قطب د عربي هېوادونو تر ټولو لومړی او مشهور ادبي کره کتونکی دی، شهید سید قطب په وروستیو کې د اخوان المسلمین په ګوند کې د غړیتوب او د جمال عبدالناصر د پرځونې د اقدام له امله په ۱۹۶۶ کال اعدام شو.
 
هغه د مړینې پر مهال په ادبیاتو کې د نوبل جایزې تر ټولو زوړ ګټونکی وو، هغه د ۲۰۰۶ کال په جولای میاشت کې د ډاکټرانو تر نظر لاندې شو او بالاخره د ۲۰۰۶ کال د اګسټ په ۳۰ نېټه ومړ.