د "غلام صديق مخترع" د بڼو تر مېنځ توپير

Content deleted Content added
نوی مخ: غلام صدیق مخترع وردګ په ۱۳۱۹ لمریز کال د وردګو ولایت دسید آباد ولسوالی د تنګی د درې د امیرکلا د شاګل خی…
 
د سمون لنډیز نسته
۱ کرښه:
{{صاف}}
غلام صدیق مخترع وردګ په ۱۳۱۹ لمریز کال د وردګو ولایت دسید آباد ولسوالی د تنګی د درې د امیرکلا د شاګل خیلو په کلی کې زیږیدلی
او د نوموړی پر وینا په هغه وخت کې د بیلابیلو لاملونو له کبله چې یو یې هم د ښوونځیو لیرې والی و، په دې نه دی توانیدلی، چې ښوونځی ته لاړ شي او زدکړې وکړي. نوموړي په خصوصی توګه د هغه وخت معمولي کتابونه لکه بوستان، ګلستان، خلاصه، قدوری او داسې نور دیني کتابونه لوستی. دده په وینا لیکنه او زده کړه یې له خپل پلار او د خپل کلي له ملا امام څخه زده کړې دي. که څه هم زموږ د هېواد دغه د مخترعینو مخکښ نالوستی دی، خو سره له دې هم د خپل استعداد او خدایي نبوغ له کبله په دې توانیږي چې لوستل او لیکل وكولاى شي. ښاغلی مخترع هماغه د ژوند له لومړیو کلونو څخه چې نژدی دولس کلن وو، د نويو ابتکاراتو رامینځ ته کولو ته ملا تړلی وه. هر هغه څه یې چې په خپل چاپیریال او ماحول کې ترسترګو کېدل هغې ته د پوښتنې وړ وو. د هرڅه په هكله ورته بیلابیل سوالونه ورته پیدا کیدل. د بیلګې په توګه ولې دیو کس غږ بل کس ته ورسیږي؟ ولې زموږ سترګې ډول ډول شیان په بیلابیلو رنګو ویني؟ ولي الوتکه الوزي؟ ولی شپه او روځ رامنځ ته کیږي؟ او په لسګونو داسې نور.