د "ويټامين اې" د بڼو تر مېنځ توپير

Content deleted Content added
نوی مخ: '''ويټامين اې''' يو دوه قطبي ماليکيول دی چې د کاربون او هايډروجن تر مېنځ يو دوه قطبي کوولنټ بانډ دی لري. د...
 
د سمون لنډیز نسته
۱ کرښه:
'''ويټامين اې''' يو دوه قطبي ماليکيول دی چې د کاربون او هايډروجن تر مېنځ يو دوه قطبي کوولنټ بانډ دی لري. دا د هم بڼو ماليکيولونو د کورنۍ، رېټنايډز سری تړلی دی. رېټنايډز د دغه وېټامين پاتې سلسله بشپړه کوي. د رېټنايډز اهمه برخه د ريټانيل ډله ده چې په ګڼو بڼو موندل کېږي. د حيواني اصل نه جوړو خواړو کې د وېټامين اې لويه برخه يو اېسټز، يو لومړنی ريټانيل پالميټېټ دی چې په وړه کولمه کې په الکول (ريټينول) بدلېږي. ويټامين اې د يو الډهيډ (ريټينال) په بڼه او يا هم د يو اسيد (ريټينوېک اسيد) په توګه هم وي. د دې وېټامين مختلوني (پرووېټامينونه) د بوټو نه لاس ته راغلو خوړو کې دي لکه هغه بوټي چې د کاروټېنويډ د کورنۍ په تړنګونو پورې تړاو لري شته.[1]
 
د ويټامين اې هر ډول بڼه د بيټا آيونون يوه کړۍ لري چې همدغې کړۍ سره د آيسوپرېنويډ زنځير تړلی دی. دا جوړښت د وېټامين اې په کړنو کې ډېر ضروري دی. د ګازرو نارنجي زېړ رنګ بيټا کاروټين نومېږي. دا رنګ د دوه ريټانيل ډلې د د خپلمنځي نښلون په توګه راڅرګند شوی چې په بدن کې د ويټامين اې د کچې په لوړولو کې مرسته کوي. کله چې د ريټانيل ډله د يو ډول ځانګړي پروټين سره ونښلي بيا همدا د ليدنې د حس په درک کې لومړنۍ نور جذبونکې ماده ده او په همدې توګه د دغه مرکب نوم د سترګې د ريټينا سره هم اړيکې لري.