د "احمد ظاهر" د بڼو تر مېنځ توپير

Content deleted Content added
د سمون لنډیز نسته
د سمون لنډیز نسته
۱۰ کرښه:
محبوب الله "پاچا" د احمدظاهر له نږدې ملګرو ګڼل كېده. يوه ورځ پاچا،احمدظاهر او د ظاهر دوه خويندې د سالنګ په لور په مېله ووتل. د تګ پرمهال يې ډېر څښلي و، پاچا پر جلب ، احمد ظاهر يې ترڅنګ او خويندې يې په وروستيو سېټونو كې كښېناستې. موټر په كيڼ لاس په ډېر سرعت سره حركت كاوه، احمد ظاهر د تبلې پر غږولو بوخت و، ناڅاپه يوغټ لارۍ موټر ورسره مخامخ كيږي، موټر له غره سره ټكر كيږي، چپه كيږي او د سېټ يوه اوسپنيزه ميله د احمد ظاهر پر ككرۍ وربرابريږي. احمد ظاهر لومړى د پروان د چاريكارو روغتون ته وړل كيږي، هلته يې درملنه ناشونې وي، وروسته كابل ته وړل كيږي، خو تر درملنې مخكې ساه وركوي.
د كابل د ترافيكو دوخت مدير" نعيم خان" وايي، پر احمد ظاهر د ډزو هبره غلطه ده، دا يو تصادف و، پر پاچا د جرم اثبات نه كېده، ځكه د جرم داسې څرګنده نښه نه وه، چې هغه مو پرې نيولى واى. د نعيم خان برخلاف ، ځينې پر دې ګروهه دي، چې پاچا رشوت خوړلى و، احمد ظاهر يې په چل سالنګ ته بوت او هلته يې د ګلبهار د نساجۍ د مرستيال " سنګر" په مرسته وواژهاو په خپله بهر ته لاړ. دا، چې احمد ظاهر مړشو او كه ووژل شو، دا لا د يوې معما په بڼه پاتې ده، خو راتلونكي بهيرونه ښايي د ددې پېښې جزئيات نور هم بربنډ كړي.
احمدظاهر او څو خاطرې:
 يوه ورځ "ګرځندوى " ته مخامخ له خپلو ملګرو سره پر خبرو بوخت و، چې پلار يې راغى. كله يې ، چې د پلار سترګې پرې ولګېدې ويې كنځه او ويې ويل: كلونه كلونه سفير، وزير او صدراعظم پاتې شوى يم، خو خلك مې اوس ستا په نوم پېژني.
 ډاكټر ظاهر له صدارت څلورلارې نه د قواى مركز د روغتون په لور رهي و. پر لاره پر نجونو پېښ شو، هغوى سره وسپڼېدې: هغه دى د احمد ظاهر پلار!! ډاكټر غوسه شو:”صدر اعظم مې نه بولي خو د احمد ظاهر پلار مې بولي”!
 يوځل د جلال اباد بهسودو ته تللى و، چې ګوډۍ ( كاغذپران) والوزوي. د كاغذ پران په سيالۍ كې ګڼ شمېر كسانو برخه اخستې وه. خلك هيله من و، چې احمد ظاهر به يې ګټي، خو احمد ظاهر ناكام شو او ګوډي پران يې ازاد شو.
 يوه ورځ سپين زر رسټورانټ ته ننوت، چاى، ډوډۍ يې لانه و راغوښتي،چې د رسټورانټ څښتن يې په مخ كې راشين شو او پور يې ترې وغوښت. احمدظاهر پر جيبونو لاس وواهه ، خو څه پكې نه و. د رسټورانټ څښتن ته يې وويل، چې كنسرت به وركړم، پور به دې پرې خلاص شي.
حبيب قادري؛ ګام پر ګام برياليتوب!
 
[[وېشنيزه:سندرغاړي]]