د "ابو منصور ماتريدي" د بڼو تر مېنځ توپير

Content deleted Content added
د سمون لنډیز نسته
د سمون لنډیز نسته
۱ کرښه:
امام ابو منصور ماتریدي یو نامتو حنفي فقهي او د اهل سنت او جماعت له نامتو متکلمینو څخه ؤ. دې د معتزله ډلې له سرسختو مخالفینو څخه ګڼل کېږي.
 
د امام صېب د ژونژوند حالات څه زیات روښانه نه دي، هغه په دې مانا چې دده په ژوند پوره رڼا نده اچول شوې، مګر دده آند و آند (افکار)، نظریات دده له لیکنو څخه په روښانه ډول ترلاسه کېدای شي. دده نظریات له ده څخه وروسته راغلیو شننونکو او لیکوالو په ښه توګه سره شاربلي او روښانه کړي یې دي. دده په لارویانو کې زیاتره حنفي مذهبه دي، او د امام اشعري زیاتره لارویان د شافعي رحمه الله د فقهې لارویان ول، او په غالب ګومان د احمد امین رایه هم دا ده چې:
« اشعریانو او ماتریدیانو ترمنځ چې کوم مامولي اختلاف لیدل کېږي، هغه په اصل کې د امام شافعي رحمه الله او امام ابو حنیفه رحمه الله د اصولو پایله ده. (ظهر الاسلام- ۴ټوک)