د "ژان ژاک روسو" د بڼو تر مېنځ توپير

Content deleted Content added
د سمون لنډیز نسته
د سمون لنډیز نسته
۱ کرښه:
 
ژان ژاك روسو د 1712ز، كال د جون پر 28_مه د سويس په ژنيو ښار كي وزېږېد، تر زېږېدو شل ورځي وروسته يې مور مړه شوه، روسو په دې اړه داسي ليكي:
 
Line ۹ ⟶ ۸:
"په ما كي تر فكر مخكي احساس راوټوكېد، چي له دغه خطرناكه ډول څخه شهواني غريزه را پكي وخوځېده چي په وړكتوب كي زما په نس پوري تړلې وه.
روسو په اته كلنۍ كي د آكا د زوى سره په بوسي"Bossey" كلي كي اوسېدوى چي پيسې او خرڅ حكومت وركاوه. د بوسي زړه وړونكى پنځ(طبيعت) او شنو نندارو د روسو په زړه كي له پنځ سره مينه رازرغونه كړه، خو دوه كاله وروسته لاړ شو چي بېرته د آكا له زوى سره ژنيو ته ولاړ شي.
روسو غوښته چي مذهبي لارښود شي، خو پلار او آكا يې هيله درلوده چي هنرمن شي، هغه و چي په ديارلس كلنۍ كي د يوه ځان غوښتي او سخت زړي ډبرتوږونكي سره شاګرد كړ.
درې كاله يې په ډبرو ستونزو، ښكنځلو او رټنو ورسره تېر كړل، كله چي يې د استاد زور او وهلو ټكولو نور د ده د زغم كاسه نسكوره كړه، نو د 1728كال د مارچ پر 14_مه په پټه او تش جېب له ژنيو څخه وتښتېد، لالهانده ل يوه ښاره بل ته تلى او د ژوند تېرولو لپاره يې ډېرو ټيټو او سپكو كارونو ته لاس اچاوه، كله به د مذهبي لارښود له كوره راوتى او كله هم له "تورن" يتيمتون څخه او اخر هم له رنډۍ خانې څخه، ديارلس كاله دغه ډول سرګردان ګرځېد، له ډېرو پېښو سره مخ شو او له ډېرو ښځو سره يې وپېژندل.