د "قبله" د بڼو تر مېنځ توپير

Content deleted Content added
نوی مخ: قبله مذهبونه سره يوه خوله دي چې کعبه قبله ده، خو دهغه چا د قبلې په اړه چې نږدې دی او قبله ويني، او هغه څ...
 
د سمون لنډیز نسته
۱ کرښه:
قبله
 
مذهبونه سره يوه خوله دي چې کعبه قبله ده، خو دهغه چا د قبلې په اړه چې نږدې دی او قبله ويني، او هغه څوک چې لرې دی او قبله نه ويني سره مخالف شوي دي.
 
Line ۷ ⟶ ۵:
شافعيانو او ډيرو اماميانو ويلي دي: بې له څه توپيره د لرې او نږدې سړي له پاره خپله کعبې ته کول واجب دي، نو که په عين کعبه يې باور راغی چې معلومه ده هماغه مخامخ قبله ده، او که نه نو په ګومان دې کفايت وکړي. ښکاره خبره ده چې له لرې څوک نه شي کولی دا قول حقيقت وګڼي، ځکه د استونزه په داسې حال کې چې ځمکه کروي ده محاله ده، پر همدې بنا د لرې سړي قبله هغه خوا ده چې کعبه هغې خوا ته واقع ده نه خپله کعبه.
 
=== پر قبله ناپوه : ===
 
 
=== پر قبله ناپوه : ===
هغه څوک چې د قبلې پيژوندل ورته ګران وي، واجبه ده چې حقيقت و پلټي او زيار وباسي تر څو پوه شي او يا ګومان وکړي چې قبله پر يوه بيله خواده. که باور او يا ګومان يې رانه غۍ څلورګونو مذهبونو بې له شافعيانو او ځينو اماميانو ويلي دی: هرې خوا ته يې چې وغوښتل لمونځ دې وکړي د هغه لمونځ صحيح دی او بيا کول يې پرې واجب نه دي.
 
ډيرو اماميانو ويلي دي: بايد د امر د منلو له پاره، په دې خاطر چې پر واقع باندې يې عمل تر سره کړی وي څلور و خواووته دې لمونځ وکړي، او که د څلور ځلې او څلورو خواوو ته د لمونځ کولو وخت نه ؤ يا بې وسه شو چې څلورو خواو ته لمونځ وکړي، کومو خواوو ته چې کولی شي لمونځ دې وکړي.
 
=== مسئله: ===
 
=== مسئله: ===
که پرته له قبلې کوم بل لوري ته لمونځ وشي او بيا وروسته سهوه معلومه شي، اماميانو ويلي دي: که دلمانځه به مينځ کې معلومه شي چې ښۍ يا کيڼه خوا ده، پاتې نور لمونځ دې مخامخ د قبلې پر خوا وګرځوي، خو که قبلې ته يې شا وي لمونځ باطل او بيا يې دې له سره وکړي، او که د لمانځه تر پای ته رسولو وروسته د قبلې لوری معلوم شو، په داسې حال کې چې وخت وي بايد له سره يې وکړي او که نه نو همغه پاتې دې وکړی.
 
"https://ps.wikipedia.org/wiki/قبله" نه اخيستل شوی