د "چاپېريال ساتنه" د بڼو تر مېنځ توپير
Content deleted Content added
د سمون لنډیز نسته |
د سمون لنډیز نسته |
||
۱ کرښه:
ګرین هوز
د جاپیریال دګرمیدو سره په ځمکه کې یخونه ویلې کیږي او په بحرونو کې اوبه زیاتیږي او جزیرې او دبحر د غاړې ټیت ځایونه د اوبو لاندې کیږي او همدارنګه واورې وریدل کمیږي او باران وریدل زیاتیږي ډیر بارانونه د سیلابونو د راتګ سبب ګرځي او سیلابونه ډیرې زمکې او کورونه تخریبوي. له بلې خوا د نباتاتو او حیواناتو دتغیراتو سبب ګر ځي یعنې دیخو ځایونو نباتات او حیوانات به یا بلکل له منځه لاړ شي او یا به په څه تغیراتو سره ځان د نوي چاپیریال سره برابر کړي او دا چې په انسانانو او حیواناتو نور څه تاثیر کوي چې او س يې مونږ نه شو تخمین کولی .
بله مهمه موضوع چې چاپیریال ته ډیرضرر لري هغه د اوزون سوړه ده اوزون ددرې اتو اکسیجن نه جوړ شوی دی او دځمکې په شا او خوا یوه طبقه جوړوي چې ستراتوسفیر نومیږي داوزون قشر(طیقه ) ددې دپاره ده چې دالترا ویولیت او نور مضرې وړانګو د راتګ نه ځمکې ته مخنیوی وکړي که دا وړانګې ځمکې ته راورسي نو جلدي تکلیفونه او جلدي سر طان په اول قطارکې راځي دسترګو ړندېدل اونور د سترګو مرضونه هم د دې وړانګو نه پیداکیږي . داوزون سوړه هغه حالت ته وایي چې په ستراتوسفیر کې داوزون طبقه نرۍ اویا یا بیخي له منځه لاړه شي . په زړو یخچالو او ایرکنډیشنو کې داسې مواد فضا ته خوشې کیږي چې داوزون سوړه لا پسې لویوي . په افغانستان کې چې د زړو موټرو باب دی دحکومت توجه دې خاصې موضوع ته رااړوم .
|