د "شاه ولي الله" د بڼو تر مېنځ توپير

Content deleted Content added
۲۲ کرښه:
 
د [[شاه ولي الله]] زوكړه د شوال په څلورمه نيټۀ كال ۱۱۱۴هجري سپوږميز، چې د فبرورۍ له ۱۰مې كال ۱۷۰۳ز سره سمون خوري د لمر ختو پر وخت د هندي [[مظفرنګر]] په ولسوالۍ دې فاني نړۍ ته سترګې پرانيستې.
 
 
=== زده كړې ===
 
كله چې د شاه ولي الله عمر پينځو كلونو ته ورسېد، نو د ښوونځي پر لور يې ولېږه، په اووه كلنۍ كې يې پلار لمونځ او روژه هم ورباندې پيل كړه. د اووم كال په ختمېدو سره شاه صېب قرآن په يادو زده كړې ؤ. د پاړسو او عربي ژبو زده كړه يې هم پيل كړه. د لسو كلو په موده كې ؤ، چې د جامي شرحه يې هم ولوسته، له دې څخه وروسته په ده جې د كتابونو لوستو تلوسه پيدا شوه.
 
 
=== واده او اولاد ===
 
شاه صېپ په څوارلس كلنۍ كې د خپل ماما [[شاه عبيدالله]] له لور سره واده وكړ، له واده څخه يو كال وروسته يې له خپل پلار سره د سلوك (تصوف) بيعت وكړ، او د نقشبنديانو په ډله كې ورګډ شو.
دويم واده يې په ۱۱۵۷ز كال د مولوي حامد علي سون پتي له لور سره وكړ. له دې دويمې ښځې څخه يې څلور اولاده وزېږېدل، چې نومونه يې په دې ډول دي:
 
* شاه عبدالعزيز
* شاه رفيع الدين
* شاه عبدالقادر
* شاه عبدالغني
 
دې زامنو له خپل پلار څخه د فراغت سندونه ترلاسه كړل، او د پوهې لوړو پوړيو ته يې ځانونه ورسول.
 
 
=== د شاه ولي الله شخصيت او ځانګړتياوې ===