د "نازو توخۍ" د بڼو تر مېنځ توپير
Content deleted Content added
د سمون لنډیز نسته |
د سمون لنډیز نسته |
||
۲۶ کرښه:
په پټه خزانه کې د نازو انا د زېږېدلو نېټه داسې کښل شوېده . (نازو د سلطان ملخي توخي لور وه او په 1061 هجري کال په تازي نومي ځای کې وزېږېده) . د نازوانا په علمي روزنه کې ددې پلار ډېره پاملرنه درلوده . او هغې له فاضلو مېرمنو او سپين ږيرو پوهانو څخه ليکل او لوستل زده کړل.
دا زده کړه تر هغه وخته روانه وه چې ددې پلار (سلطان ملخی توخی) يو غره ته نږدې په يو جنګ کې او له دې وفات شو او له دې نېټې وروسته د کورنيو چارو اداره او د ولس مشرتوب ددې پر غاړه ولوېده. خصوصآُ له هفه وخت څخه چې (حاجي عادل) د نازو انا ورور هم له دې نه جلا شو او د خپل پلار د کسات (انتقام) اخيستلو په هوډ جنګ ته ولاړو د کلي او کور ساتنه هم نازو انا ته پاتې شوه. او دې هم د يوه پښتانه زلمي په څېر توره تر ملا کړه او له څو ننګياليو تربورو سره ېې يو ځای خپل ټاټوبی د پرديو له هجومه وساته .
لنډه دا چې نازو انا لا په کوچنيوالي کې له پښتنو مېرمنو او سپين روبو پوهانو څخه لوست کړی و او مېړهمخې ارتينه وه چې نارينه ېې مېړانې ، زړورتيا او سخاوت ته حيران وو، برسېره پر زړورتيا ، ورين تندي او عبادت هسې مېرمن وه چې په مناجات ېې ډېرې رشې (اشعار) وېل. او يو ديوان ېې درلود چې دوه زره بيتونه پکې راغونډ و. او په داسې ښکليو او ښو وييکو (الفاظو) سره ېې ادا کړي او ويېلي وو چې نارينه مشاعرو نشو ادا او ويېلی.، خو له بده مرغه چې ددې د رشو (اشعارو)ديوان تر اوسه هم مورخينو او څېړونکو ته پلاس نه دی ورغلی و يوازې يوه رباعي ېې پټې خزانې په خپلو پاڼو کې تر مونږه رارسولې ده.
دا رباعي ېې داسې ده ..
|