د "د وينا ازادي" د بڼو تر مېنځ توپير

Content deleted Content added
ود سمون لنډیز نسته
نښلنونه: ليدنيز سمون د موبايل سمون د موبايل وېب سمون Newcomer task Newcomer task: links
و سمون شول، لېکنونه او تړونې ورزياتې شوې
۱۵ کرښه:
په ډيموکراتو ټولنو کې دا يو اصل دى چې حکومت يو ځواکمن ارگان دى، دېته اړتيا نه لري چې د خپلو پاليسيو د غښتلتيا لپاره ورځپاڼې، جريدې او مجلې په کار وگماري.
 
٢. دويم ډول يې هغه دي، چې ډيموکرات نه دي، خو ليبرال دي، يانې خلک د حکومتي مشرانو په ټاکلو کې کوم رول نه لري، خو د مذهب او وينا خپلواکي په کې شته، که څه هم د نړۍ په اوسمهالو حکومتونو کې يې کومه بېلگه نه شو په گوته کولاى، خو د [[ايران]] د کريمخان زند حکومت د بېلگې په توگه يادولاى شو.
 
٣. درېيم ډول يې هغه دي، چې ډيموکرات دي، خو ليبرال نه دي، له نوم څخه يې څرگندېږي، چې د حکومت مهم اشخاص د خلکو له خوا ټاکل کېږي، خو د وينا، مذهب او مسلک خپلواکي په کې نه شته، ښه بېلگه يې په چين کې د مائو، په کيوبا کې د کاسټرو او په خپله د شوروي حکومتونه دي.
 
٤. څلورم ډول يې هغه حکومتونه دي، چې نه ډيموکرات دي نه ليبرال، نه د حکومت مشران د خلکو له خوا ټاکل کېږي، نه هم په کې د عقيدې او وينا ازادي شته، بېلگې يې د درېيمې نړۍ په جغرافيه کې موندلاى شو، لکه [[افغانستان]] او [[عراق]] (د امريکا تر بريد مخکې) دغه راز [[سعودي عربستان|عربستان]] او نور‘.
 
د بشر د حقونو اروپايي محکمه په وار- وار ټينگار کوي:
۲۵ کرښه:
په نړۍ کې هغه ميندې او پلرونه هم مجرمين گڼل کېږي، چې د بې پروايۍ له کبله يې اولادونه بېلارې شوي وي، يا يې هم نور نااخلاقي او ناقانوني کارونه کړي وي، چې حکومت يا ولس ته يې زيان اړولى وي.
[[افغانستان]] هم اوس د خپل تاريخ په يوه داسې پړاو کې دى- چې تر هر وخت زيات په کې د ’شعارونو‘ او ’کارونو‘ بازار خورا تود شوى دى، نن سبا خو ځينو ’شعارونو، اصطلاحاتو او سټايلونو‘ دومره زور اخيستى چې دا دى ورو- ورو زموږ په ژوند، اروا او ټولنيزو احساساتو کې راگډېږي، زموږ د ژوند يوه برخه جوړېږي.
که څه هم دا دى د دې نوي بهير عمر زياتېږي او د نړۍ د خپلواکۍ، ډيموکراسۍ او سياسي اقتصاد ټېکه داران عملاً په سيمه کې د دغو نويو پديدو د پلې کولو لپاره پانگونه کوي او دا کار د دوى د سلگونو او لکونو ساتندويانو د سر په بيه تمام شوى، بيا نو ولې موږ په درې- څلورو کلونو کې شل سلنې (فيصده) سياسي، ټولنيز، کلتوري او اقتصادي پرمختگ هم نه درلود؟. يوازې سيمينارونه، ورکشاپونه او سمپوزيمونه زموږ هېواد او هېوادوالو گټه نه رسوي.
افغانان تر هرڅه څومره والي ته خوشحاله دي، له دې کبله تل څرنگوالى يا کيفيت ورڅخه تت شوى او پر دې نيمگړتيا بيا ډېر وروسته پوهېدلي يو.
در دويمې نړيوالې جگړې وروسته د مطبوعاتو او وينا ازادۍ ته پام واوښت چې په دې برخه کې ځينو بنسټيزو اصلاحاتو ته هم پام واوښت. څرنگه چې ږغيزو او ننداريزو وسايلو پرمختگ وکړ، د دې تر څنگ ورځپاڼو،[[ورځپاڼه|ورځپاڼو]]، مجلو او نورو خپرونو هم دغه اصل ته پام واړاوه، خو بيا هم دا مهال دا ازادي د دولت تر سانسور، محدوديت او لاسوهنې لاندې وه.
هلته د وينا او مطبوعاتو ازادي په دې نيت رامنځته شوه چې ټولنې ته د رښتيني خدمت لار اواره شي او په دې برخه کې پراته خنډونه، ربړې او کړاوونه ليرې شي. دلته نو سياسي ډيموکراسۍ- ټولنيزې او اقتصادي ډيموکراسۍ ته ځاى پرېښود، چې کرار-
کرار اقتصادي سياست او ټولنيزې پراختيا ته وده ورکړل شوه، په رښتيا يې دوى گټه هم وليده.
۴۳ کرښه:
 
== د وينا ازادي: ==
د [[افغانستان]] د ټوليزو رسنيو (مطبوعاتو) قانون هم حکم کوي:
 
’(١) هر كس د فكر او بيان د آزادۍ حق لري. د دولتي مسوولينو له خوا له مداخلې او محدوديت پرته، د معلوماتو او نظريو غوښتل، ترلاسه كول او انتقال په دې حق كې شامل دي او د بيان او د معلوماتو د خپرولو، وېش او تر لاسه كولو د وسايلو آزادي هم په خپله لمن كې رانغاړي.