د "متحده عرب امارات" د بڼو تر مېنځ توپير

Content deleted Content added
دوتنه ور اضافه کړل شوه.
نښلنونه: ليدنيز سمون د موبايل سمون د موبايل وېب سمون
نښلنونه: د موبايل سمون د موبايل وېب سمون
۵ کرښه:
د عربو موقيعت
عموماً عربي هېوادونه د اسيا په جنوب لويديځ کې پراته دي او د يوي ټاپوزمې شکل لري چې د لغت لمخې عرب د دښتي صحرا او هغي وچي معنى ورکوي چي نه پکې اوبه موجودي وي او نه پکې شنه بوټي وجود ولري .
د عربي وچي اوسيدونکو ته يې دا نوم له خورا ډيري پخوا زماني څخه ايښودل شوى دى د دې ټاپوزمي لويديځ خوا ته د سري بحيري او سينا ټاپوزمه پوري د ختيځ خوا ته يې عربي خليج جنوب ته [[عراق|عراق]] زياتو برخو پوري د جنوب لخوا يې عربي بحيرې چې وروسته ورته [[د هند سمندر|د هند بحر ويل]] کېږي او د شمال خوا ته يې د [[سوریه|سوريې]] او عراق د ځينو برخو پوري اوږدوالي لري .
دا وچه د خپلر طبعي او جغرافي موقيعت له مخي خورا زيات ارزښت لري د داخلي جوړښت له مخي د صحرا او شګو ديوالونو تر منځ واقع ده چې يو خارجي دښمن ته خورا سخته ده چې د لاس ته راوړلو او غلامولو لپاره يې هڅه وکړي نو ځکه د تاريخ په اوږدو کې ددي وچي اوسيدونکي تل ازاد پاتي شوي دي که څه هم د دوئ د دوه لويو امپراطوريو ګاونډيان وو او دوي ته به ګرانه وه چې د شګو ديوالونه نه واى ژغورلي د هغوئ له ټکولو څخه به ځانونه ساتلي نه واى .
د باندنيو اړيکو په رڼا کې بايد ووايو :- دا چه د پخوانۍ زمانې د مشهورو برخو په منځ کې پرته ده چې د وچې او اوبو لاري ورسره تړلي دي په دې معنى چې غرنۍ څنډه يې د افريقا ته د ننوتلو دروازه او شمال شرقي برخه اروپا ته د اخليدلو کيلي او ختيځ څنډه يې د بحيره عربو قومونو منځنى ختيځ او ليري ختيځ دراوزي دي چي تر هند او چين خلاصيدلي او په همدي ډول ټولي لوي وچي يې له عربي وچي سره د اوبو په واسط تړلي دي چې د هغوئ بحري کشتۍ په مستقيم ډول د عربي وچي له بحري بندرونو کې داخليدلي شي همدا مهم جغرافيوي موقيعت دى چي د دې وچې شمال او جنوب تل ولسونو د راټوليدلو ځاى د تجارت مرکز د ثقافت ، دين ، هنرونو او راکړي ورکړي اساسي مرکز ګرځيدلي دى .(٧) مخونه ١-٢ )