د "پتریس لومومبا" د بڼو تر مېنځ توپير

Content deleted Content added
د سمون لنډیز نسته
د سمون لنډیز نسته
۱ کرښه:
{{Infobox person}}
 
'''پتریس ایمري لومومبا''' (زوکړه د ۱۹۲۵ کال د جولای ۲ – مړینه د ۱۹۶۱ کال د جنوري ۱۷) یو کانګویي سیاست پوه او د خپلواکۍ مشر و چې د ۱۹۶۰ کال له جون څخه تر سپټمبر پورې یې د کانګو دیموکراتیک جمهوریت (چې وروسته د کانګو جمهوریت شو) د لومړي وزیر په توګه دنده پر مخ یوړه. نوموړی چې د کانګو د ملي غورځنګ (MNC) غړی و، له ۱۹۵۸ کال څخه، د ۱۹۶۱ کال په جنوري کې تر وژنې پورې د MNC مشري کوله. نوموړی چې د ایډیالوژیکي پلوه یو افریقایي ملتپال او پان افریقا د خوځښت پلوی و، له بلجیمي مستعمېرې څخه یو خپلواک جمهوریت ته یې د کانګو په بدلون کې رغنده وڼده ولوبوله. <ref>[https://www.collinsdictionary.com/dictionary/english/lumumba "Lumumba"]. ''[[Collins English Dictionary]]''.</ref>
 
په ۱۹۶۰ کال کې د کانګو له خپلواکۍ لږ وروسته، په پوځ کې بغاوت پیل شو، چې د کانګو د ناورین پیل و. لومومبا له متحده ایالاتو او ملګرو ملتونو د مرستې غوښتنه وکړه ترڅو د بلجیم په ملاتړ د مویز تشومبي تر مشرۍ لاندې کتنګان بېلتون غوښتونکو وځپي. دواړو د لوېدیځو خاوو د شکونو له امله چې ګواکي لومومبا په مبهم ډول کمونیست پلوه لیدلوری لري انکار وکړ. دا شکونه هغه وخت ژور شول چې لومومبا د مرستې لپاره شوروي اتحاد ته مخ واړو، چې دې ته سي آی اې د "کلاسیک کمونیستي کنټرول" نوم ورکړ. دا کار له ولسمشر جوزف کاسا-وبو او لوی درستیز جوزف ډیسري موبوتو سره او همدارنګه د متحده ایالاتو او بلجیم سره چې په سړه جګړه کې یې د شوروي اتحاد مخالفت کاوه د اختلافاتو د زیاتېدو لامل شو. {{sfn|Turner|2007|p=32}}