۱: هغه مصنوعات او تولیدات دي چي ټول حلال دي، لکه خوارکي توکي (حبوبات، مېوه جات، سبزیجات او نور... ماسوا له شرابو، الکحلو، د خنزیر غوښو، حرامو غوښو او نورو...)
۲: ټول هغه شیان دي چي د انسانیت د سالم خدمت لپاره تولیدیږي، لکه موټر، کمپیوټر، لوښې ، برقي سامان الات او نور... ددې استعمال جائز دي .
۳: هغه مصنوعات او تولیدات او مراسم دي چي کفري نړۍ خپل کفري او شرکي عقائد پکښې نغښتې دي ، لکه کرسمس لمانځل، داسي تولیدات استعمالول چي د دوی کفري او شرکي عقائد منعکسوي لکه دغه Nike چي د کفري نړۍ د کامیابې معبوده وه او اوس ددې د وزر څخه د نایک نښان جوړ سو، یا د صلیب نښان، یا د هندوانو د معبودانو سمبولونه او داسي نور... دا ټول ناجائز دي.
یادونه: مطلق د کفري نړۍ د تولیداتو او مصنوعاتو په استعمال سره یو څوک نه کافر کیږي او نه هم مشرک کیږي؛ تر ډېره حده پورې داسي توکي په اسلامي هیوادونو کي هم سته، باید کوښښ وسي چي د اسلامي هیوادونو مصنوعات او تولیدات استعمال سي.
کفري نړۍ د خپلو مصنوعاتو له کبله په امت کي شرک او کفر خپروي، حال داچي موږ مسلمانان بیا ورسره نابلده او حتی په خبر هم نه یو، ځیني ساده لوحه انسانان بیا پر خپل جهل دلائل هم وايي.