د "انټرنټ لټوونکی ماشين" د بڼو تر مېنځ توپير

Content deleted Content added
د سمون لنډیز نسته
د سمون لنډیز نسته
۱ کرښه:
<font face="Tahoma">
 
انټرنټ د معلوماتو يوه داسې پراخه نړۍ ده چې يوه پوله هم نه لري. هره ثانيه په زرګونو معلوماتي توکي په کې ورځای کېږي، خو بيا هم د ډکېدو کومه اندېښنه نه رامنځته کېږي. حيرانوونکې خبره بيا دا ده چې دغه ټول معلومات په داسې مهارت سره په دغه نړۍ کې ځای شوي دي، چې سړی يې د سترګو په رپ کې د نړۍ په هر ګوټ کې ترلاسه کولای شي. د کيبورډ په يو دوو تڼيو زور کولو او د موږك په يو دوو کليکونو سره خپلو ټولو پوښتنو ته ځواب موندلای شئ. ټول معلومات په ځانګړو انټرنټ پاڼو کې خوندي وي، نو که سړي ته د يوې پاڼې پته معلومه وي نو سم له لاسه به دغه پاڼه د انټرنټ پاڼو په کتونکي پروګرام کې پرانيزي، خو که سړی بيا يو معلومات غواړي او د هغې پاڼې پته ورسره نه وي، چې دغه ځانګړي معلومات په كې ځای شوي دي، نو بيا سړی يوه داسې پياوړي ځواک ته اړتيا لري، چې د سترګو په رپ کې ټول انټرنټ چاڼ کړي او دغه ځانګړي معلومات راوباسي. له نېکه مرغه د دغه ځواک غم خوړل شوی دی او ډېرInternet Search Engine انټرنټ لټوونکي ماشينونه جوړ کړای شوي دي، چې په وړيا توګه ټول انټرنټ تر ثانيو هم په لږ وخت کې چاڼ کوي او زموږ د خوښې معلومات راښکاره کوي. دغو ماشينونو ته سړی يوه ځانګړې کليمه ورکوي او هغوی ټول انټرنټ په دغې وركړل شوې کلمې پسې لټوي او هر دقيق معلومات چې لاسته ورځي، نو د کمپيوټر پر پرده يې راښکاره کوي.
د دغو ماشينونو په ډله کې يو پياوړی ماشين د Google په نوم دی. د نوموړي ماشين بنسټ په ١٩٩٨م کال کې د متحدو ايالاتو د Standford پوهنتون دوو محصلينو Larry Page او Sergey Brin کښېښود. د دغه ماشين خدمات سړی د www.google.com په انټرنټ پاڼه کې کارولای شي. نوموړی ماشين د نړۍ په ګڼ شمېر ژبو باندې خدمات وړاندې کوي او داسې چټک او دقيق لټون کوي چې د انټرنټ نور ډېر غښتلي ماشينونه ورته ګوته پر غاښ پاتې دي. ګوګل په ټوله نړۍ کې کارول کېږي او تر نيمي ثانيي هم په لنډ وخت کې په ميليارډونو انټرنټ پاڼې چاڼ کوي او خپلو کاروونکو ته په پرتله ييزه توګه دقيق معلومات راباسي. ګوګل په يوه ورځ کې څه كمُ ٢٠٠ ميليونه پوښتنې ځوابوي. دا ( ګوګل) تورى خپله د يو امريکايي رياضيپوه د وراره له خوا په لومړي ځل د يوې لوبې لپاره کارول شوی و. هغه دغه تورى د يو سلو صفرونو ( 1000?.) غوندې لوی عدد ته د نوم په توګه کاراوه. دغه نوم د نوموړي شرکت د دغه توان ښكارندوى دى، چې په لنډ وخت کې په لويه کچه پوښتنو ته ځواب ورکوي او معلومات لټوي.
Line ۱۵ ⟶ ۱۷:
 
له ((هوسۍ )) مجلې څخه
 
 
</font>