د "انګولا" د بڼو تر مېنځ توپير

Content deleted Content added
د سمون لنډیز نسته
نښلنونه: د موبايل سمون د موبايل وېب سمون
This contribution was added by Bayt al-hikma 2.0 translation project
۴۸ کرښه:
'''انګولا''' (آنګولا) , په رسمي توگه '''د آنگولا جمهوريت'''República de Angola), په سوېل-منځنۍ [[افريقا]] کې يو هېواد دی چې په سوېل کې د [[نامیبیا]]، او [[کانګو دمکراتیک جمهوریت]]، په ختيځ کې د [[زمبیا]] هېواد او په لوېديځ کې يې سمندري پوله [[اطلس سمندر]] ته ورغځېدلې. د [[کابیندا]] ولايت چې د دې هېواد يو دی، د کانگو جمهوريت او د کانگو ډيموکراټيک جمهوريت سره گډه پوله لري.
 
انګولا (  /ænˈɡoʊlə/اورېدل  )؛ په پرتګالي ژبه: [ɐ̃ˈɡɔlɐ]  په رسمي ډول د انګولا جمهوریت ( په پرتګالي ژبه: República de Angola د سویلي افریقا په لویدیځ ساحل کې پروت هېواد دی. دا تر برازیل وروسته د مساحت او نفوس له مخې د لوزوفون (پرتګالي ژبو) دویم لوی هېواد او د افریقا اووم لوی هېواد دی. له سویل څخه له نامېبیا، له شمال  څخه د کانګو له دیموکراتیک جمهوریت، له ختیځ څخه له زامبیا سره او له لویدیځ څخه له اطلس سمندر سره پوله لري. انګولا د کابېندا په نوم یو جلا ولایت لري چې د کانګو له جمهوریت او د کانګو له دیموکراتیک جمهوریت سره پوله لري. تر ټولو لوی ښار او پلازمېنه یې لواندا ده.
له ۱۶مې پېړۍ نه تر ۱۹۷۵ ز. کال پورې آنگولا د پورتگال هېواد يوه مستعمره وه. د خپلواکۍ نه وروسته، پدې هېواد کې د کورنۍ جگړې يوه سخته څپه پيل شوه چې له ۱۹۷۵ ز. کال نه تر ۲۰۰۲ ز. کال پورې وغځېده. دا هېواد د [[افريقا]] په وچه کې د [[تییل]] او [[الماس]] دويم لوی توليدونکی هېواد دی، خو پدې هېواد کې لا د ژوندي پاتې کېدو کچه ډېره ټيټه او د ماشوم د مړينې کچې ډېره لوړه اټکل شوې او د نړيوال وېش له مخې دا هېواد د اوسېدو په ډېر يو بد حالت کې ګڼل شوي >. د ۲۰۰۶ ز. کال د اگسټ په مياشت کې د سياسي چارواکو او په سهېل کې د کابيندا ولايت د يوه بېلتونپالې گوريلايي ډلې تر مېنځ د سولې يو تړون لاسليک شوی، چې تر اوسه پورې دا تړون فعال دی. آنګولا کې ۶۵٪ نفت د دې هېواد د خپلې سيمو نه ترلاسه کېږي او پاتې نور د باندنيو هېوادونو نه ورته راځي.
 
انګولا د ډبرمهال راهیسې د اوسېدو وړ وه. د یو ملت - هېواد په توګه یې رامنځته  کېدل د پرتګالیانو د استعمار دور ته ورګرځي. چې د لومړي ځل لپاره په ۱۶مه پېړۍ کې له سوداګریزو پوستونو او ساحلي مېشت ځایونو سره رامنځته شوې. اروپایانو په ۱۹ پېړۍ کې په ورو ورو په داخل کې ځان تاسیسول پیل کړل. د پرتګال مستعمره چې په انګولا بدله شوه د شلمې پېړۍ تر لومړیو پورې یې د لرغونو ډلو لکه کواماتو، کوامانیا او امبوندا د مقاومت له امله خپلې اوسنۍ پولې نه لرلې.
 
انګولا د استعمار ضد تر یوې اوږدمهاله مبارزې وروسته په ۱۹۷۵ ز کال کې د یو واحد مارکسیست - لینینست ګوند په توګه خپلواکي ترلاسه کړه. دا هېواد په هم هغه کال یوې ورانوونکې کورنۍ جګړې ته دننه شو. د جګړې ښکېلې غاړې د شوروي اتحاد او کیوبا په ملاتړ د انګولا د خپلواکۍ لپاره حاکم ولسي غورځنګMPLA) ) او د متحده ایالاتو او سویلي افریقا په ملاتړ د انګولا د بشپړې خپلواکۍ لپاره د کمونیست ضد ملي اتحادیې یاغیان UNITA)) او د کانګو د دیموکراتیک جمهوریت په ملاتړ د انګولا   د آزادۍ ملي جبهېFNLA) ) د اورپکو سازمان وو. دا هېواد په ۱۹۷۵ز کال کې د خپلې خپلواکۍ راهیسې د MPLA له خوا اداره کېږي. انګولا د جګړې تر پای وروسته په ۲۰۰۰ ز کال کې د یو څه باثباته او واحد جمهوریت په توګه له اساسي قانون سره را څرګند شو.
 
انګولا د تېلو او معدني موادو عظیمې زېرمې لري او اقتصاد یې په ځانګړي ډول د داخلي جګړې تر پای وروسته د نړۍ په کچه د چټکې ودې په حال کې دی. پر دې سربېره اقتصادي وده په سخت ډول نابرابره ده. داسې چې د هېواد د شتمنۍ ډېره برخه د نفوس په یوه کوچنۍ برخه او په شدید ډول په چین او متحده ایالاتو متمرکزه ده. د ډېری انګولیانو د ژوند سټندردونه ټيټ پاتې شوي؛ د نړۍ په کچه ژوند ته هیله‌مندي تر ټولو لږ ده، حال دا چې د نویو زېږېدلو ماشومانو د مړینې کچه په کې تر ټولو لوړه ده. د ژوائو لورنسو دولت له ۲۰۱۷ ز کال راهیسې له فساد سره مبارزه په خپلو لومړیتوبونو کې ځای پر ځای کړه. داسې چې د پخواني دولت ډېری افراد  یا په بند کې دي یا د محاکمې انتظار کوي. ځینې زندانیان دا کړنې له سیاسي انګېزې سره مل بولي، حال دا چې بهرنیو دیپلوماتانو دا هڅې مشروع یادې کړې.<ref>{{Cite journal|date=13 April 2010|title=Transparency and Accountability in Angola|url=https://www.hrw.org/report/2010/04/13/transparency-and-accountability-angola|url-status=live|archive-url=https://web.archive.org/web/20151006051053/http://www.hrw.org/report/2010/04/13/transparency-and-accountability-angola|archive-date=6 October 2015|access-date=1 April 2016|website=Human Rights Watch}}</ref><ref>{{cite web|title=Life expectancy at birth|year=2014|work=World Fact Book|publisher=United States Central Intelligence Agency|url=https://www.cia.gov/library/publications/the-world-factbook/rankorder/2102rank.html|access-date=4 March 2010|archive-url=https://web.archive.org/web/20160120024054/https://www.cia.gov/library/publications/the-world-factbook/rankorder/2102rank.html|archive-date=20 January 2016|url-status=live}}</ref><ref>{{Cite news|url=https://www.angop.ao/en/noticias/politica/diplomata-reconhece-esforcos-na-luta-contra-corrupcao/|title=Diplomat recognizes government's effort in fight against corruption|date=30 June 2021|access-date=5 July 2021|publisher=Agéncia Angola Press}}</ref><ref>{{Cite news|url=https://www.voanews.com/africa/angolas-anti-corruption-drive-real-or-cosmetic|title=Is Angola's Anti-Corruption Drive Real or Cosmetic?|website=VOA News|date=10 January 2020|access-date=24 June 2021}}</ref>
 
انګولا د ملګرو ملتونو، د افریقا اتحادیې، د تېلو د صادروونکو هېوادونو سازمان OPEC))، د پرتګالي ژبو هېوادونو د ټولنې او د سویلي افریقا د پرمختګ ټولنې غړې ده. په ۲۰۲۱ ز کال کې د انګولا د وګړو شمېر(نفوس) ۳۲۸۷ میلیونه اټکل شوی. انګولا یو څو فرهنګي او څو قومي هېواد دی. د انګولا کلتور د پرتګالیانو د کلونو نفوذ منعکسوونکي دی یعنې د پرتګالي ژبې او کاتولیک کلیسا غلبه د سیمه ییزو ادابو او دودونو له بېلابېلو ډولونو سره ګډه شوې ده.
 
== رېښه ==
د انګولا نوم له پرتګالي استعماري نوم رينو ډي انګولا (د انګولا پاچهۍ) له نوم څخه اخیستل شوی، چې په ۱۵۷۱ ز کال کې د پایولو ډیاس دنووایس د منشور په لومړیو کې راڅرګند شو. پرتګالیانو دا نوم د نګولا له لقب څخه اخیستی چې د ندونګو او متامبا د پاچایانو له خوا کارول کېده. ندونګو د کوانزا او لوکالا د سیندونو تر منځ پرته یوه لوړه سیمه ده چې تش په نوم د کانګو د پاچهۍ اړونده سیمه وه، خو په ۱۶ پېړۍ کې د لا ډېرې خپلواکۍ په لټه کې وه. <ref>{{Cite book|last1=Heywood|first1=Linda M.|url=https://books.google.com/books?id=S42CypbRTlQC&pg=PA82|title=Central Africans, Atlantic Creoles, and the Foundation of the Americas, 1585-1660|last2=Thornton|first2=John K.|date=2007|publisher=Cambridge University Press|isbn=978-0521770651|page=82|archive-url=https://web.archive.org/web/20150320074507/http://books.google.com/books?id=S42CypbRTlQC&pg=PA82|archive-date=20 March 2015}}</ref><ref>{{Cite web|url=https://www.sahistory.org.za/article/kingdom-kongo-1390-1914|title=Kingdom of Kongo 1390–1914|last=Leander|date=18 May 2016|website=South African History Online|access-date=25 February 2019|archive-url=https://web.archive.org/web/20190223184815/https://www.sahistory.org.za/article/kingdom-kongo-1390-1914|archive-date=23 February 2019|url-status=live}}</ref>
 
== تاریخچه ==
 
=== لومړني مهاجرتونه او سیاسي واحدونه ===
مډرنه انګولا د بانټویانو تر لومړي مهاجرت مخکې تر ډېره د خوی او سان د خلکو مېشت ځای و. د خوی او سان خلک نه مالداران وو نه هم کروندګر، بلکې ښکاریان وو. هغوی د بانټو د خلکو په واسطه چې له میلاد څخه مخکې په لومړۍ زریزه کې له شمال څخه راغلي وو چې ډېری یې اصالتاً د نایجیریا له شمال لویدیځ او سویل څخه و، بې کوره شول. د بانټو ویناوالانو د کېلې او تارو (یو ډول نشایسته لرونکی بوټی) کښت او همدارنګه یې د انګولا په مرکزي ارتفاعاتو او د لواندا په بېدیا کې یې د غواګانو لویې رمې معرفي کړې. <ref name="Henderson">{{cite book|last=Henderson|first=Lawrence|title=Angola: Five Centuries of Conflict|date=1979|pages=40–42|publisher=Cornell University Press|location=Ithaca|isbn=978-0812216202}}</ref><ref name="Miller1">{{cite book|last=Miller|first=Josep h|title=Kings and Kinsmen: Early Mbundu States in Angola|date=1979|pages=55–56|publisher=Cornell University Press|location=Ithaca|isbn=978-0198227045}}</ref>
 
یو شمېر سیاسي بنسټونه رامنځته شول. تر ټولو مشهوره یې په انګولا کې مېشته د کانګو پاچهي وه چې د شمال لور ته د کانګو تر دیموکراتیک جمهوریت، د کانګو جمهوریت او اوسني ګابن پورې غځېدلې وه. دې هېواد د سویل لویدیځو سمندرغاړو ښکته او پورته او د افریقا له لویدیځ او ان د لویې زېمبابوې او موتاپا امپراتورۍ له ګڼو ښارونو دولتونو او تمدنونو سره ټاکلې سوداګریزې لارې جوړې کړې. که څه هم د سمندرونو تر منځ سوداګري يې لږه یا اصلاً نه تر سره کوله. په سویل کې يې د ندونګو پاچهي پرته وه، چې د پرتګال بله استعماري سیمه وه او ځینې وختونه د دونګو په نوم یادیده او هغې ته څېرمه د ماتامبا پاچهي موجوده وه.  <ref name="The Story of Africa">{{cite web|url=http://www.bbc.co.uk/worldservice/specials/1624_story_of_africa/page45.shtml|title=The Story of Africa|publisher=[[BBC]]|access-date=27 June 2010|archive-url=https://web.archive.org/web/20100524040820/http://www.bbc.co.uk/worldservice/specials/1624_story_of_africa/page45.shtml|archive-date=24 May 2010|url-status=live}}</ref>
 
=== د پرتګال استعمار ===
په ۱۴۸۴ ز کال کې پرتګالی کاشف دیوګو کایو دغې سیمې ته ورسېد. کال مخکې يې پرتګالیانو له کانګو سره اړیکې ټینګې کړې وې چې هغه مهال له مدرن ګابن څخه په سویل کې د کوانز سیند تر شمال پورې غځېدلې وه. پرتګالیانو خپل لومړنی سوداګریز پوست په سویو کې تأسیس کړ، چې اوس مهال د کابېندا سیمې پرته د انګولا تر ټولو شمالي ښار دی. پایولو دیاس ډنووا په ۱۵۷۵ ز کال کې له سل زره مهاجر کورنیو سره سایوپايولو دو لواندا (لواندا) رامنځته کړه. بنګوېلا په ۱۵۸۷ ز کال کې ورغېده او په ۱۶۱۷ ز کال کې په یو ښارګوټي بدله شوه.
 
پرتګالیانو د انګولا د ساحلونو په دوام څو نور سوداګریز پوستونه، ښارګوټي او کلاوې رامنځته کړې، چې عمدتاً يې د کروندو لپاره له انګولیايي غلامانو سره سوداګري کړه. د سیمه‌ییزو غلامانو خرڅوونکو به له اروپا څخه د تولید شویو مالونو په بدل کې د پرتګال د سترواکۍ لپاره ګڼ شمېر غلامان تیارول.<ref>{{cite book|title=Angola in the Eighteenth Century: Slave trading in the 1700s|work=Angola President Jose Eduardo Dos Santos Handbook|author=Global Investment and Business Center|publisher=Int'l Business Publications|date=1 January 2006|page=153|isbn=0739716069}}</ref><ref>{{cite book|access-date=14 May 2016|page=27|url=http://siteresources.worldbank.org/AFRICAEXT/Resources/africa-brazil-bridging-chapter2.pdf|title=The History of Brazil–Africa Relations|author=World Bank|work=Bridging the Atlantic|archive-url=https://web.archive.org/web/20160530153221/http://siteresources.worldbank.org/AFRICAEXT/Resources/africa-brazil-bridging-chapter2.pdf|archive-date=30 May 2016|url-status=live}}</ref><ref name="Fleisch">{{cite encyclopedia|author=Fleisch, Axel|title=Angola: Slave Trade, Abolition of|encyclopedia=Encyclopedia of African History|editor-last=Shillington|editor-first=Kevin|volume=1|pages=131–133|publisher=Routledge|year=2004|isbn=1-57958-245-1}}</ref>
 
په ارام سمندر کې د غلامانو د سوداګرۍ دې برخې د برازیل تر خپلواکۍ وروسته تر ۱۸۲۰ز لسیزې پورې دوام وکړ. <ref name="Handbook">{{Cite book|title=Angola, a Country Study|edition=Third|editor-last=Collelo|editor-first=Thomas|year=1991|publisher=Department of the Army, [[American University]]|location=Washington, D.C.|series=Area Handbook Series|isbn=978-0160308444|pages=14–26}}</ref>
 
==سیاست==
د کانګو هیواد اوسنی ولسمشر [[جووا لورنسو]] له ۲۶ د سپټمبر ۲۰۱۷م کال راهیسی د یاد هیواد ولسمشر دی. د یاد افریقایي هیواد لومړی وزیر [[بورنیتو دی سوزا]] دی.