د "کوروش ۲" د بڼو تر مېنځ توپير

Content deleted Content added
د سمون لنډیز نسته
This contribution was added by Bayt al-hikma 2.0 translation project
۲۶ کرښه:
|}
د پارس دويم کوروش (۶۰۰ – ۵۳۰ مخزېږديز) چې په عامه توګه د لوی کوروش په نوم پېژندل کېږي او يونانيان يې مشر کوروش بولي، د هخامنشي سترواکۍ بنسټګر و، کومه چې لومړۍ پارسي سترواکي وه. د هغه د واکمنۍ پر مهال دې سترواکۍ د لرغوني نژدې ختیځ ټول پخواني مدنيتونه په خپله غېږ کې ونيول، ډېره پراخه شوه او په پايله کې يې د لويديځې اسيا او مرکزي اسیا ډېرې برخې ونيولې. په لويديځ کې د مديترانې بحيرې او «هليسپونيټ» څخه په ختيځ کې د سیند تر سيند پورې غځېدلې وه، دا سترواکي چې کوروش يې بنسټ اېښی و، د نړۍ په تاريخ کې تر ټولو لويه سترواکي وه. د هغه د ځای ناستو پر مهال د هخامنشي سترواکۍ پراختيا د بالکان (ختيځه بلغاريا، پايونيا او ترکيه مقدونيه) له ځينو برخو او سويل ختيځې اروپا پورې په لويديځ کې او په ختيځ کې د سیند تر درې پورې غځېدلې وه.{{sfn|Bachenheimer|2018|page=188}}<ref>Image: {{OldPers|KU|12}}{{OldPers|U|12}}{{OldPers|RU|12}}{{OldPers|U|12}}{{OldPers|SHA|12}}</ref>{{sfn|Bachenheimer|2018|page=188}}<ref>Xenophon, ''Anabasis'' I. IX; see also M. A. Dandamaev "Cyrus II", in ''Encyclopaedia Iranica''.</ref><ref name="schmitt-EI-i">[[Cyrus the Great#refachaemenids-EI|Schmitt]] Achaemenid dynasty (i. The clan and dynasty)</ref><ref name="kuhrt647">{{cite book|last=Kuhrt|first=Amélie|title=The Ancient Near East: c. 3000–330 BC|chapter-url=https://archive.org/details/ancientneareastc00akuh|chapter-url-access=registration|publisher=[[Routledge]]|isbn=0-415-16763-9|page=[https://archive.org/details/ancientneareastc00akuh/page/647 647]|chapter=13|year=1995}}</ref>
'''کوروش ۲''' یا '''ستر کوروش''' ( په فارسی : کوروش بزرگ په [[مېخي ليکدود|مېخي ليک]]: [[دوتنه:Old Persian ša.png|20px ]][[دوتنه:Old Persian u.png|20px ]][[دوتنه:Old Persian ri.png|20px ]][[دوتنه:Old Persian u.png|20px ]][[دوتنه:Old Persian ku.png|20px ]]) د هخامنشیانو د کورنی څخه یو مشهور حکمران، [[د هخامنشیانو واکمني|د هخامنشیانو]] د واکمنی بنسټ ایښودونکی او فاتح وو.
 
د کوروش واکمنۍ تر نږدې دېرشو کلونو پورې دوام وکړ، د هغه د سترواکۍ جرړې هغه مهال پخې شوې، کله چې هغه «مادي» سترواکي ونيوله، له هغې وروسته يې «لیديا» سترواکي او بيا يې «نيو بابلي» سترواکي ونيوله. هغه د مرکزي اسيا پر لور هم لښکرې واستولې، په پايله کې يې سترې جګړې رامنځ ته شوې چې ويل کېږي ټول هېوادونه يې بې له استثنا څخه تر خپلې واکمنۍ لاندې راوستل. کوروش په مصر کې قدم کښېنښود او ادعا شوې چې هغه په ۵۳۰ مخزېږديز کې د سردريا سيند په اوږدو کې له «Massagetae» سره د جګړې پر مهال مړ شو، خو زينوفون ادعا کړې چې کوروش په جګړه کې نه دی مړ شوی او يو ځل بیا هخامنشي رسمي پلازمېنې «تخت جمشيد» ته راستون شوی و.د هغه زوی «دويم کمبوجيه» د هغه ځای ناستی شو، نوموړي وکولای شول د خپلې لنډې واکمنۍ پر مهال مصر، نوبيا او سيرنايکا ونيسي.<ref>[[Cyrus the Great#refcah-iv|Cambridge Ancient History IV]] Chapter 3c. p. 170. The quote is from the Greek historian [[Herodotus]].</ref><ref>Beckwith, Christopher. (2009). ''Empires of the Silk Road: A History of Central Eurasia from the Bronze Age to the Present''. Princeton and Oxford: Princeton University Press. {{ISBN|978-0-691-13589-2}}. p. 63.</ref><ref name="date">Cyrus's date of death can be deduced from the last two references to his own reign (a tablet from Borsippa dated to 12 August and the final from Babylon 12 September 530 BC) and the first reference to the reign of his son Cambyses (a tablet from Babylon dated to 31 August and or 4 September), but an undocumented tablet from the city of [[Kish (Sumer)|Kish]] dates the last official reign of Cyrus to 4 December 530 BC; see R.A. Parker and W.H. Dubberstein, ''Babylonian Chronology 626 B.C. – A.D. 75'', 1971.</ref><ref>{{Cite journal|last=Bassett|first=Sherylee R.|date=1999|title=The Death of Cyrus the Younger|journal=The Classical Quarterly|volume=49|issue=2|pages=473–483|doi=10.1093/cq/49.2.473|jstor=639872|pmid=16437854|issn=0009-8388|doi-access=free}}</ref>
 
کوروش له دې امله شهرت لري چې د نيولو سیمو د دودونو او مذهبونو درناوی يې کاوه. هغه د سترواکۍ په سرحدي سيمو د «پاسرګادي» په اداره کوونکو کې د مرکزي نظام په جوړولو کې پرېکنده و، کوم چې هم د واکمنو او هم د خلکو لپاره په اغېزناک ډول ګټور و. کله چې هغه د نيو بابلي سترواکي ونيوله، نو د بېرته راستنېدو يو فرمان يې صادر کړ، دا فرمان په استوانيي مهر تاييد شوی يو اعلان و، په کوم کې چې کوروش د اسرائيلو ځمکې ته د اسرائيلیانو د بېرته ستنيدو واک ورکړی او هغوی يې هڅولي وو، همدا فرمان په سپيڅلي کتاب بايبل کې تشرېح شوی دی او په دې ترتيب يې په يهودي مذهب ځکه تلپاتې اغېز پرېښی، چې هغه په دې سيمه د بابليانو واکمني پای ته ورسوله او يهوديانو ته يې اسانتيا برابره کړه چې صهيون ته بېرته راستانه شي. د عبري بابل د اشعيا ۴۵:۱ له مخې: خدای د دې موخې لپاره کوروش مسح کړ، ان تر دې چې د هغه يادونه د يو مسيحا په ډول هم شوې ده (مسح شوی، لاس پرې راکش شوی) کوروش په بابل کې يواځينی غېر يهودي څوک دی، چې په دې حيثيت يې ستاينه او درناوی کېږی.<ref name="cyrus-EI-iii-religious">[[Cyrus the Great#refIranicaCyrus|Dandamayev]] Cyrus (iii. Cyrus the Great) Cyrus's religious policies.</ref><ref name="cah-vol4">[[Cyrus the Great#refcah-iv|The Cambridge Ancient History Vol. IV]] p. 42. See also: G. Buchaman Gray and D. Litt, ''The foundation and extension of the Persian empire'', Chapter I in ''The Cambridge Ancient History Vol. IV'', 2nd edition, published by The University Press, 1927. p. 15. Excerpt: ''The administration of the empire through satrap, and much more belonging to the form or spirit of the government, was the work of Cyrus&nbsp;...''</ref><ref>{{cite web|url=http://members.bib-arch.org/publication.asp?PubID=BSBR&Volume=19&Issue=5&ArticleID=3|title=Cyrus the Messiah|author=The Biblical Archaeology Society (BAS)|work=bib-arch.org|date=24 August 2015}}</ref><ref>{{cite web|url=https://www.livius.org/men-mh/messiah/messiah_04.html|title=Messiah – Roots of the concept: From Josiah to Cyrus|author=Jona Lendering|year=2012|publisher=livius.org|access-date=26 January 2012}}</ref>
 
کوروش په بشري حقوقو، سیاست او پوځي تګلارو کې د لاسته راوړنو او تر څنګ يې په لوېديځو او ختيځو مدنيتونو د هغه د اغېزو له امله هم پېژندل کېږي. په لرغونې نړۍ کې هخامنشي اغېز ان تر «اتن» پورې هم ورسېد، چېرې چې د لوړې طبقې اتنيانو د پاريس د هخامنشي سترواکۍ د واکمنې طبقې د کلتور ځينې اړخونه د خپلو دودونو په توګه خپل کړل. د «پرسس» څخه راپورته شوی چې اټکلاً د اوسني ايران د فارس له ولايت سره سم دی، کوروش د اوسني ايران په ملي پېژندګلوي کې د پام وړ دنده تر سره کړې ده. د اوسنيو ايرانيانو په منځ کې هغه يو فرقه يي څېره ده او د هغه مزار د ميليونونو خلکو لپاره د درناوي ځای دی. د ۱۹۷۰ز لسيزې پر مهال، د ايران ورستي پاچا رضا شاه پهلوي، د کوروش مشهوره اعلاميه چې د کوروش په استوانه کيندل شوې، د بشري حقوقو تر ټولو لرغونې پېژندل شوې اعلاميه اعلان کړه او له هماغه وخته دا استوانه په دې ډول مشهوره شوې ده. ځينو لوېديځو تاريخ پوهانو په دې اند اعتراض کړی او ويلي يې دي چې د دې استوانې څخه ناسم پوهاوی شوی، بلکې هغه يوه دوديزه اعلاميه ده، کومه چې نوي پاچايان د خپلې واکمنۍ په پيل کې بيانوي.<ref>{{cite book|title=Athens and Persia in the Fifth Century BC: A Study in Cultural Receptivity|author=Margaret Christina Miller|publisher=Cambridge University Press|year=2004|page=243|url=https://books.google.com/books?id=oGXMMD5rXBQC&pg=PA243|isbn=978-0-521-60758-2}}</ref><ref>{{cite book|title=Birth of the Persian Empire|author1=Vesta Sarkhosh Curtis|author2=Sarah Stewart|publisher=I.B. Tauris|year=2005|page=7|url=https://books.google.com/books?id=a0IF9IdkdYEC&pg=PA7|isbn=978-1-84511-062-8}}{{verify source|date=February 2013}}</ref><ref>{{cite book|title=The Persian Empire: A Corpus of Sources from the Achaemenid Period|author=Amelie Kuhrt|publisher=Routledge|page=47|url=https://books.google.com/books?id=S6BevAUWSGAC&pg=PA47|isbn=978-1-134-07634-5|date=3 December 2007}}</ref><ref>{{cite book|title=Defining Iran: Politics of Resistance|author=Shabnam J. Holliday|publisher=Ashgate Publishing, Ltd.|year=2011|pages=38–40|url=https://books.google.com/books?id=J-7dsRInkOEC&pg=PA38|isbn=978-1-4094-0524-5}}</ref><ref>{{cite web|url=https://www.britishmuseum.org/about_us/news_and_press/press_releases/2012/cyrus_cylinder_travels_to_us.aspx|title=The Cyrus Cylinder travels to the US|publisher=British Museum|year=2012|access-date=21 September 2013}}</ref><ref name="Associated Press">{{cite news|url=https://www.theguardian.com/world/2010/sep/10/cyrus-cylinder-returns-iran|title=Cyrus cylinder, world's oldest human rights charter, returns to Iran on loan|agency=Associated Press|newspaper=The Guardian|date=10 September 2010|access-date=21 September 2013}}</ref><ref name="kqed.org">{{cite news|url=http://www.kqed.org/arts/visualarts/article.jsp?essid=124632|title=Oldest Known Charter of Human Rights Comes to San Francisco|date=13 August 2013|access-date=21 September 2013|archive-url=https://web.archive.org/web/20130922152858/http://www.kqed.org/arts/visualarts/article.jsp?essid=124632|archive-date=22 September 2013|url-status=dead}}</ref><ref name="Daniel">{{cite book|ref=Daniel|last=Daniel|first=Elton L.|title=The History of Iran|publisher=Greenwood Publishing Group|location=Westport, CT|year=2000|isbn=0-313-30731-8}}</ref><ref name="Associated Press2">{{cite news|url=https://www.theguardian.com/world/2010/sep/10/cyrus-cylinder-returns-iran|title=Cyrus cylinder, world's oldest human rights charter, returns to Iran on loan|agency=Associated Press|newspaper=The Guardian|date=10 September 2010|access-date=21 September 2013}}</ref><ref name="kqed.org2">{{cite news|url=http://www.kqed.org/arts/visualarts/article.jsp?essid=124632|title=Oldest Known Charter of Human Rights Comes to San Francisco|date=13 August 2013|access-date=21 September 2013|archive-url=https://web.archive.org/web/20130922152858/http://www.kqed.org/arts/visualarts/article.jsp?essid=124632|archive-date=22 September 2013|url-status=dead}}</ref><ref name="Arnold">{{cite book|ref=Arnold|author1=Arnold, Bill T.|author2=Michalowski, Piotr|editor=Chavelas, Mark W.|chapter=Achaemenid Period Historical Texts Concerning Mesopotamia|title=The Ancient Near East: Historical Sources in Translation|publisher=Blackwell|location=London|year=2006|isbn=0-631-23581-7}}</ref><ref name="Mitchell">{{cite book|ref=Mitchell|last=Mitchell|first=T.C.|title=Biblical Archaeology: Documents from the British Museum|publisher=Cambridge University Press|location=London|year=1988|isbn=0-521-36867-7}}</ref>{{sfn|Llewellyn-Jones|2017|p=67}}
 
== لغوي ==
د کوروش نوم یوه لاتيني شوې بڼه ده چې د يوناني ژبې له (''Kỹros'') ټکي څخه اخستل شوی، يوناني ژبې ته بيا خپله له زړې پارسي ټکي ''Kūruš'' څخه راغلی دی. د بېلا بېلو ژبو په ډبرليکونو کې دا نوم او د هغې معنا ثبت شوې ده. د لرغوني يونان تاريخ پوهان هر يو «کتسياس» او «پلوتاريخ» په دې باور دي چې کوروش ټکی له لمر (''Kuros'') څخه اخستل شوی، دا مفهوم په دې ډول تشرېح شوی چې معنا يې ده «د لمر په څېر» (''Khurvash'')، په دې ډول دا ټکی د لمر لپاره د پارسي نوم «خور» سره اړيکه لري چې «واش» ورسره د وروستاړي په توګه تړل شوی او معنا يې ده ورته والی.<ref name="caiscyrus">; [[Plutarch]], ''Artaxerxes'' 1. 3 [http://classics.mit.edu/Plutarch/artaxerx.html classics.mit.edu]; [[Photios I of Constantinople|Photius]], ''Epitome of [[Ctesias]]' Persica'' 52 [https://www.livius.org/ct-cz/ctesias/photius_persica3.html livius.org]</ref><ref>{{cite web|last1=Schmitt|first1=Rüdiger|title=Cyrus (name)|url=http://www.iranicaonline.org/articles/cyrus-i-name|website=Encyclopædia Iranica|access-date=8 February 2016}}</ref>{{sfn|Schmitt|2010|p=515}}
 
«کارل هوفمان» د دې نوم ژباړه، د اندو-اروپايي ژبې په جرړو سره کړې ده چې معنا يې ده «سپکاوی کول» او په همدې ترتيب د کوروش معنا ده «په لفظي سيالۍ کې د دښمن سپکاوی کوونکی». د يو بل ممکنه اشتقاق معنا يې ده «ډېر ځوان، ماشوم» چې له «کوردش کور» سره اړيکه لري (زوی، کوچنی هلک) يا اوستايي ''i-gur-un''  (زېږېدلی) او کور (ځوان غویی). په فارسي ژبه او په ځانګړي ډول ايران کې، کوروش ليکل کېږي. په بابل کې په عبري ژبه د هغه يادونه د ''Koresh''  په ډول شوې ده. ځینې اسناد وړانديز کوي چې کوروش همدا کيخسرو دی، څوک چې د کياني واکمنۍ کورنۍ افسانوي پارسي پاچا او په پارسي حماسه شاهنامه کې ياد شوی کرکټر دی.{{sfn|Schmitt|2010|p=515}}<ref name="Tavernier">{{Cite book|last=Tavernier|first=Jan|title=Iranica in the Achaemenid Period (ca. 550-330 B.C.)|location=Leuven|publisher=Peeters|year=2007|isbn=9789042918337|oclc=167407632|pages=528–9|url=https://archive.org/details/IranicaInTheAchaemenidPeriodca.550-330B.c..LexiconOfOldIranian}}</ref><ref>{{harv|Dandamaev|1989|p=71}}</ref>{{sfn|Al-Biruni|1879|p=152}}{{sfn|Tait|1846|p=342-343}}
 
ځينې پوهان په دې باور دي چې نه کوروش او نه کمبوجيه ايراني نومونه دي، وړانديز کوي چې کوروش په اصل کې ايلامي نوم دی او په له منځه تللې ايلامي ژبه کې د دې نوم معنا ده «هغه څوک چې پاملرنه کوی». يو لامل يې دا دی، په داسې حال کې چې ايلامي نومونه په «يوس» پای ته رسېدای شي، هېڅ ايلامي متن نوم په دې ډول نه لیکل کېږي – يواځې Kuraš. په همدې حال کې، په زړه پارسي کې کوم نوم په «اس» پای ته نه رسېده، په همدې بنسټ دا منطقي ده چې پارسي ژبي د « Kuraš» اصلي بڼه په ډېر سم ډول د « Kuruš» بڼې ته بدله کړې وي. له بلې خوا د ايلامي ژبې ليکونکو ته هېڅ داسې دليل نه شته چې « Kuruš» په « Kuraš» بدل کړي، ځکه چې دواړه بڼې يې د منلو وړ وې. په همدې بنسټ، شونې ده چې Kuraš يې اصلي بڼه و اوسي.{{sfn|Waters|2014|p=171}}
 
== د واکمنې کورنۍ تاريخ ==
په ايراني خاوره ايراني واکمني او پاچهي د هخامنشي واکمنې کورنۍ د پراختيا په توګه پيل شوه، چا چې شونې ده له نهمې مخزېږدېزې پېړۍ څخه راپدېخوا د خپلې واکمنۍ پراختيا پيل کړې وي. د دې واکمنې کورنۍ بنسټګر هخامنش (له زړې فارسي ''Haxāmaniš څخه'') و. هخامنشيان د «هخامنشيانو» له نسل څخه دي، ځکه چې د دې واکمنې کورنۍ نهم پاچا ستر داريوش خپله سلسله نسب هغه ته رسوي او وايي:«له همدې امله موږ ته هخامنشيان ويل کېږي».هخامنش د ايران په سويل لويديځ کې د «پارسوماش» ايالت جوړ کړ او «تيسپس» د «انشان» ښار له نيولو وروسته، د «انشان پاچا» لقب خپل کړ، خپله پاچهي يې پراخه کړه او پارس يې هم په کې شامل کړ. لرغوني اسناد څرګندوي چې «تيسپس» يو زوی درلود چې کوروش اول نومېده او هغه هم د خپل پلار د ځای ناستي په توګه د «انشان پاچا» شو. لومړي کوروش يو سکنی ورور درلود چې نوم يې «اريارمنس» ښودل شوی.<ref>e. g. Cyrus Cylinder Fragment A. ¶ 21.</ref><ref name="autogenerated1">{{harv|Schmitt|1985b}} under ''i. The clan and dynasty''.</ref><ref name="schmitt-EI-i2">[[Cyrus the Great#refachaemenids-EI|Schmitt]] Achaemenid dynasty (i. The clan and dynasty)</ref>
 
== د کوروش نوم ==