د "لوبغاړی" د بڼو تر مېنځ توپير

Content deleted Content added
د سمون لنډیز نسته
This contribution was added by Bayt al-hikma 2.0 translation project
۶ کرښه:
د تمثیل کوونکي لوبغاړي لومړۍ پېښه، په ۵۳۴ کال کې مخکې له میلاد نه هغه وخت ثبت شوې ده (که څه هم د کلونو په اوږدو بدلونونه د دې لامل شوې چې کره نېټه و نه ټاکل شي) چې یوناني لوبغاړي تیسپیس د ډایونیوس د تیاتر په سټیج ودرېد او لومړی کس شو، چې د یوه تمثیل کوونکي په توګه په یوه لوبه یا کیسه کې خبرې وکړي. د تیسپیس له تمثیل نه وړاندې، یوناني کیسې یوازې په سندرو، نڅا او د درېم کس په په خبرو کې وړاندې کېدې. د تیسپیس په ویاړ، لوبغاړي معمولاً د تسپیان په نوم یادېږي. د لرغوني یونان په تیاتر کې یوازې نارینه لوبغاړو په درې ډوله ډرامو کې تمثیل کاوه چې: تراژیدي یا غمګینې، کمېډي یا او ساتیر (د دواړو ګډه) نندارې وې. د روميانو د واکمنۍ په اوږدو کې لوېديځ تياتر په پراخه کچه وده او پراختيا وکړه. د لرغوني روم تیاتر پرمختللې او متنوع هنري بڼه درلوده، چې په سړکونو د تیاترونو له جشن، لوڅې نڅا او جیمناستیک نه نیولې د سټېج پر سر کمېډي نندارې، لوړې دودیزې نندارې او لفظي تراژيدي نندارو پورې په کې شامل وو. <ref>Brockett and Hildy (2003, 15–19).</ref>
 
لکه څنګه چې د څلورمې او پنځمې پېړیو په اوږدو کې د لوېدیځ روم سترواکي له زوال سره مخامخ شوه، د روم د واک چوکۍ قسطنطنیې او د بېزانس سترواکۍ ته ولېږدول شوه. تاریخي سندونه ښیي چې، بې غږه نندارې، کمېډي نندارې، یا د تراژیدي او کمېډي ویناوې، نڅا او نورو سرګرمیو  ډېر شهرت درلود. د پنځمې پېړۍ نه را په دې خوا، لوېدیځه اروپا د عمومي ګډوډۍ له دورې سره مخامخ شوه. د لوبغاړو کوچنیو ډلو په ټوله دوره کې اروپا ته سفرونه کول او هر ځای به چې لیدونکي و موندل شول، دوی به خپل تمثیل ترسره کاوه. بې له خامو صحنو نه د بل هېڅ شي د تولید لپاره شواهد نه وو. په دودیز ډول لوبغاړو لوړ حیثیت نه درلود، له همدې امله د منځنیو پېړیو په په لومړیو کې، د سفر کوونکو ډلې ډېری د اعتبار وړ نه ګڼل کېدې. د منځنیو پېړیو لوبغاړي، د تورې دورې په اوږدو کې د کلیسا له خوا تر غندنو لاندې ونیول شول، ځکه چې دوی ډاروونکي، بد اخلاقه او بې دینه ګڼل کېدل. د اروپا په ډېری برخو کې، د سیمې او وخت د دودیزو باورونو پر بنسټ داسې انګېرل کېده چې، لوبغاړي د عیسوي مراسمو په بڼه خاورو ته نه شي سپارل کېدای.  <ref>Brockett and Hildy (2003, 75)</ref>
 
د منځنیو پېړیو په لومړیو کې، په اروپا کې کلیساګانو د انجیلي پېښو د تمثیلي نندارې پیل کړی. د ۱۱مې پېړۍ په پیل کې، د عباداتو نندارې له روسیې نه سکندنویا ته او له هغه ځای نه ایټالیا ته خپرې شوې. د احمقانو جشن تر نامه لاندې ډرامې د کمېډي نندارو وده وهڅوله. د منځنیو پېړیو په وروستیو کې، په ۱۲۷ ښارونو کې نندارې تولید کېدلې. د بومي کراماتو نندارو ډېری کمېډي بڼه درلوده، چې لوبغاړي یې د شیطان، بدکار او بی عقل کس په بڼه کې تمثیل کاوه. ډېری لوبغاړي په دې ډرامو کې له ځایی خلکو نه وو. په انګلستان کې اماتور تمثیل کوونکي یوازې نارینه وو، خو په نورو هېوادونو کې ښځینه لوبغاړو هم ونډه درلوده.<ref>Brockett and Hildy (2003, 86)</ref>