د "ويکيپېډيا:ستاسې لومړنۍ ليکنه" د بڼو تر مېنځ توپير

Content deleted Content added
مخ تش شو
د سمون لنډیز نسته
نښلنونه: د موبايل سمون د موبايل وېب سمون
۱ کرښه:
سپهسالار امیر محمد خان تګابي ساپی:
 
سپهسالار امیر محمد خان تګابي ساپی د نور محمد خان زوی او د معاذالله خان لمسی دی, چې په ۱۲۳۵ هجري شمسي کال د کاپیسا ولایت د تګاب ولسوالۍ په شاه کوټ کلي کې دې نړۍ ته سترګې ؤ غړولې.
سپهسالار امیر محمد خان تګابي, عبدالمجید خان او پیر محمد خان د ملي اتل غازي محمد عثمان خان ساپي مورني ورونه وو.
سپهسالار امیر محمد خان د تګاب, کاپیسا, پروان او په مجموع کې د ټول افغانستان مشر و. د امیر عبدالرحمن خان د حکومت پرمهال فرقه مشر او د امیر حبیب الله خان په دوره کې سپهسالار ( ټولمشر) په توګه دنده اجرا کړې ده.
امیر حبیب الله خان په خپله دوره کې یوه پنځلس کسیزه دولتي شورا جوړه کړې وه, چې سپهسالار امیر محمدخان د دغه شورا د غړیتوب ویاړ لره. په دغه شورا کې به ددولت په جوړښت او د قوانینو رغولو اړوند فیصلې کیدې.
سپهسالار امیر محمد خان تګابي ساپي په خپله سپهسالاري دوره کې د تګاب په خلکو مالیات کم کړل.
د میر غلام محمد غبار اثر ( افغانستان د تاریخ په تګ لوري کې ) د سپهسالار امیر محمد خان تګابي ساپي په هکله راغلي دي د نورستان ولایت چې مخکې د کافرستان په نوم وو د امیر عبدالرحمن خان په وخت کې یې د نیولو حکم وشو چې سپهسالار امیر محمد خان تګابي ساپی د جرنیل محمد صدیق خان سره یو ځای نورستان فتح کړ او د همدې فتحې وروسته یې د کافرستان نوم په نورستان و نوموه.
د میر غلام محمد غبار په اثر ( افغانستان در مسیر تاریخ کې) په هزاره جات کې په هزاره و په هغه وخت کې ظلمونه کیدل نو هزاره و هم جنګ ته ملا وتړله کله چې سپهسالار امیر محمد خان تګابي ساپی دې جګړې ته ولیږل شو. د جګړې وروسته سپهسالار امیر محمد خان تګابي ساپي د دولت ټول هغه منصب داران و نیول چې په ظلمونو کې لاس درلود او ټوله ګناه یې د هغه ځای د حکومت په منصب دارانو واچوله او هغوي یې بندیان کړل او د هزاره ګانو مالونه یې ورڅخه واخیستل بیرته یې هغوی ته وسپارل او پدې برخه کې سپهسالار غلام حیدر خان لنډي له ده څخه مننه او ستاینه وکړه.
همدارنګه سپهسالار امیر محمد خان تګابي ساپي د ملي اتل غازي محمد عثمان خان تګابي ساپي سره یو ځای د انګریزانو سره په ټولو جګړو کې ګډون کړی دی, چې د اسمائي د غره په غزا کې ملي اتل غازي محمد عثمان خان په شهادت رسیږي او سپهسالار امیر محمد خان تګابي ساپی سخت ټپي کیږي او د ملک بهاوالدین لخوا تګاب ته وړل کیږي.
د دغه ویاړلي شخصیت د مړینې نیټه د ده د کورنۍ دغړو له خوا په اټکل ډول ۱۲۹۹ هجري شمسي کال ښودل شوی دی, چې د تګاب ولسوالۍ د شاه کوټ کلي کې خاورو ته سپارل شوی دی.
 
روح یې ښاد
 
په جهان د ننګیالو دي دا دوه کاره
یا به وخوري ککرۍ یا به کامران شي