د "چین د خلکو جمهوریت" د بڼو تر مېنځ توپير

Content deleted Content added
د املا سمون
نښلنونه: ليدنيز سمون د موبايل سمون د موبايل وېب سمون
This contribution was added by Bayt al-hikma 2.0 translation project
۱۱۷ کرښه:
}}
 
چين چې رسمي نوم يې د چين د خلکو جمهوريت دی، په ختيځه اسيا کې پروت هېواد دی. د نړۍ تر ټولو زيات نفوس لرونکی هېواد دی، چې د وګړو شمېر يې له يو اعشاريه څلور ميليارده نه زيات دی. چين پنځه جغرافيايي زماني سيمې لري او له څوارلسو هېوادونو سره پولې لري، له روسيې نه وروسته له ډېرو هېوادونو سره پوله لرونکی دويم هېواد دی. مساحت يې نږدې نهه اعشاريه شپږ ميليونه کيلو متر مربع (۳،۷۰۰۰۰۰ ميل مربع) دی، د نړۍ درېيم يا څلورم ستر هېواد دی. دا هېواد دروېشت ولايتونه، څلور نېغ په نېغه اداره کېدونکې سيمې، پنځه خپلواکې سيمې او دوه ځانګړې اداره کېدونکې سيمې (هانګ کانګ او مکاو) لري. پلازمېنه يې بیجنګ دی، ستر ښار او مالي مرکز يې شانګهای دی او شينجين يې د تيکنالوژۍ او نوښتونو دروازه ده.
'''چين د خلکو جمهوريت''' په [[چینایي ژبه]] : 中华人民共和国 Zhōnghuá Rénmín Gònghéguó ) دنړۍ درییم لوی هیواد دی چې د [[آسیا]] په جنوب ختیځ کې موقیعت لرې. پراخوالى یې ۹۰۰'۵۲۶'۹ کلومتره مربع او ۰۰۰'۰۰۰'۱۹۵'۱ نفوس لري. [[چين د خلکو جمهوريت]] په ۲۱ ولایتونو، ۵ خپلواکو سیمو او ۳ خپلواکو ښارونو وېشل شوى دى. پلازمینه یې د [[بیجنګ]] ښار دی. د چین ځمکه ( اراضی ) ډېره مختلفه ده. د چین په لویدیځ کی غرونه، په شمال کی دښتې او په جنوب کی حاصل خیزي سیمې پرتي دي.
 
چين د ژيړ سمندر په ښېرازه څنډو او د چين په شمالي ډګرونو کې د نړۍ د لومړيو مدنيتونو په توګه راڅرګند شو. دا هېواد په لومړيو دوه زريزو کې له لومړۍ څخه تر نولسمې پېړۍ پورې د نړۍ يو له لومړيو اقتصادي ځواکونو نه و. د زرګونو کلونو لپاره د چين سياسي نظام پر ميراثي مطلق العنان سلطنتونو يا کورنيو واکمنيو ولاړ و چې له میلاد نه مخکې په يو وېشتمه پېړۍ کې د نيمه افسانوي «شيا» واکمنۍ څخه پيل شوی و. له هغه وخته چين بيا بيا پراختيا ومونده، بيا بيا مات شو او بيا يو ځای شو. له میلاد مخکې په درېيمه پېړۍ کې،«چين» د چين مرکزي سټه سره بيا يو ځای کړه او لومړۍ چينايي سترواکي يې جوړه کړه.  تر دې وروسته د هان لړۍ(سلسله) (له میلاد مخکې ۲۰۶- تر ميلاد وروسته ۲۲۰) د هغه مهال يو له پرمختللو ټيکنالوژيو څخه وه، د روغتيايي پرمختګ تر څنګ يې کاغذ او قطب نما جوړه کړه. په ټانګ سلسله حکومت (۶۱۸-۹۰۷) کې باروت کشف او دوی خوځنده لیکل جوړ کړل او د شمالي سانګ سلسله حکومت (۹۶۰-۱۱۲۷) څلور ستر اختراعات بشپړ کړل. د ټانک کلتور په اسيا کې پراخ خپور شو او د ورېښمو د نوې لارې سوداګر بين النهرين او د افريقا هان ته راورسول. د چين وروستۍ د سلطنت کورنۍ چينګ سترواکۍ، کومې چې د اوسني چين ځمکنی بنسټ کېښود او د بهرني امپرياليزم په وړاندې  یې درانده زيانونه وګالل.
 
د ۱۹۱۱ ز انقلاب پر مهال د چين سلطنت په ۱۹۱۲ کې ونړېد، په داسې حال کې چې د چين جمهوريت د چينګ ميراثي واکمنۍ ځای ونيو. په دويمه نړيواله جګړه کې جاپاني سترواکۍ پر چين بريد وکړ. په ۱۹۴۹ز کال کې کورنۍ جګړه د چين د خاورې د وېش لامل وګرځېده، کله چې په مرکزي ځمکو کې د چين کمونست ګوند د چين د خلکو جمهوريت تاسيس کړ، په داسې حال کې چې د کومنتانګ په مشرۍ د ROC دولت د تايوان ټاپو ته شاتګ وکړ. دواړه دعوا کوي چې د چين يوازينی مشروع حکومت دی، خو ملګرو ملتونو له ۱۹۷۱ز کال څخه د چين د خلکو جمهوريت د يوازيني استازي په توګه پېژندلی دی. چين له ۱۹۷۸ز کال نه يو لړ اقتصادي اصلاحات رامنځ ته کړي او په ۲۰۰۱ز کال کې نړيوال تجارتي سازمان ته دننه شو.
 
اوسمهال د يوه جمهوري سوسيال په توګه د چين کمونست ګوند په نوم د يوه ګوند له خوا اداره کېږي. چين د ملګرو ملتونو د امنيت شورا دايمي غړی دی او د ګڼو څو اړخيزو او سيمه یيزو همکاريو د سازمانونو بنسټ اېښودونکی غړی دی، لکه د اسيا د زېربناوو د پانګونې بانک، د ورېښمو لارې صندوق، نوي پرمختيايي بانک، شانګهای همکاريو سازمان او RCEP، همدا راز د BRICS, G8+5, G20, APEC او د ختيځې اسيا د سرمشريزې غړيتوب هم لري. د ملکي آزادۍ، حکومتي روڼتيا، رسنيو د خپلواکۍ، مذهب د آزادۍ او توکميزو لږه کيو په اړوند د کړنو په برخه کې په نړيواله کچه په ښکته اندازه ډلبندي شوی. په چينايي چارواکو د هغوی سياسي مخالفين او د بشري حقوقو فعالين له دې امله نيوکې کوي چې، د بشري حقونو نه یې پراخې سرغړونې کړې دي، په دې سرغړونو کې سياسي ځپل، پراخ بنديزونه، د خپلو اتباعو پراخه څارنه او په تاوتريخوالي سره د اعتراضونو ځپل شامل دي.
 
د پيرلو د وړتيا له پلوه چين ناخالص کورني توليد ته په کتنې سره د نړۍ تر ټولو ستر اقتصاد او د جزئي کورني ناخالص توليد له اړخه د نړۍ دويم ستر اقتصاد دی، د نړۍ دويم ستر شتمن هېواد دی. دا هېواد د نړۍ په کچه تر ټولو تېز وده کوونکی اقتصاد دی، د نړۍ ستر توليدونکی او صادرونکی هېواد او د پوځيانو له اړخه د نړۍ تر ټولو ستر پوځ لري، په نړۍ کې د چين دفاعي بوديجه په دويمه درجه کې ده او د هستوي وسلو لرونکي هېواد په توګه پېژندل شوی دی.
 
== رېښه ==
د «China» ټکی، په انګليسي کې له شپاړسمې پېړۍ نه کارېږي، په داسې حال کې چې هغه مهال دا ټکی په خپله چينايانو نه کاراوه. د دې ټکې رېښې د پرتګالي، مالايي او فارسي په واسطه د سنسکريتي ژبې لفظ (Chīna) ته رسېږي، کوم به چې په لرغوني هندوستان کې کارېده. «China» ټکی، د ريچارډ ادن په ۱۵۵۵ ژباړه کې موندل شوی، کله چې هغه د پرتګالي لوڅاوو «دوارته باربوسا» ۱۵۱۶ ز مجله ژباړلې وه. باربوسا، دا ټکی د فارسي له چين ټکي څخه اخستی و او دا ټکی بيا په خپل وار سره د سنسکريت ژبې له « Cīna (चीन» الفاظو څخه اخستل شوی و. Cīna د مهابهارت (له میلاد مخکې پنځمه پېړۍ) او د مانو د قانون (له میلاد مخکې دويمه پېړۍ) په ګډون، په لومړي ځل د هندوانو په لومړيو سپېڅلو کتابونو کې کارول شوی و. په ۱۶۵۵ز کال کې مارټينو مارټيني څرګنده کړه چې د چين ټکی د چين (Qin) سلسله سلطنت (له میلاد مخکې ۲۲۱-۲۰۶) نه اخستل شوی دی. که څه هم د دې نوم کارول د ياد سلطنت نه مخکې په هندي سرچينو کې شوی و، بيا هم په ډېرو سرچينو کې د دې اشتقاق حواله ورکول کېږي. د اکسفورډ انګليسي قاموس تر مخې د سنسکريت ټکي اصليت د بحث موضوع ده. په بديلو وړانديزونو کې يې د يلانګ او د جينګ يا «چو» ايالت شامل دي. د دې هېواد نوی رسمي نوم «د چين د خلکو جمهوريت» دی. لنډ ډول يې «China» دی، دا هغه اصطلاح ده چې په لوېدېځه «ژو» واکمنه سلسله کې هغه مهال وده وکړه، کله به يې چې د خپل سلطنتي حکومت يادونه کوله. مخکې له دې چې دا نوم کله ناکله د چين (Qing) د حکومت د لاندې ايالتونو لپاره وکارول شي، دا نوم بيا وروسته د ختيځ «ژو» واکمنۍ پر مهال د «لويي» شا او خوا سيمو ته کارېده، «اوسنی لويويانګ» او له دې وروسته، بيا د چين دښتي سيمو ته کارول شوی دی. دا نوم يو کلتوري تصور هم و، تر څو د ويکسيا (Huaxia) د خلکو او بربريانو تر منځ توپير وکړي. د«Zhongguo» نوم په انګليسي کې د «منځنۍ پاچهي» په معنا هم ژباړل شوی دی. کله چې د ROC او PRC تر منځ توپير کېږي، نو چين د  مرکزي ځمکې په نوم يادېږي. <ref name="OED">{{cite web|url=https://www.oed.com/view/Entry/31735?|title=China|work=Oxford English Dictionary}}{{ISBN|0-19-957315-8}}</ref><ref name="AmHer">"[http://dictionary.reference.com/browse/China?qsrc=2888 China]". ''The American Heritage Dictionary of the English Language'' (2000). Boston and New York: Houghton-Mifflin.</ref><ref name="Martini">Martino, Martin, ''Novus Atlas Sinensis'', Vienna 1655, Preface, p. 2.</ref><ref name="wade">Wade, Geoff. "[http://www.sino-platonic.org/complete/spp188_yelang_china.pdf The Polity of Yelang and the Origin of the Name 'China']". ''[[Sino-Platonic Papers]]'', No. 188, May 2009, p. 20.</ref><ref>{{cite book|author=Bodde, Derk|editor=Denis Twitchett|editor2=Michael Loewe|url=https://books.google.com/books?id=A2HKxK5N2sAC&pg=PA20|title=The Cambridge History of China: Volume 1, The Ch'in and Han Empires, 221 BC – AD 220|page=20|isbn=978-0-521-24327-8|year=1978}}</ref><ref>{{cite book|author=Yule, Henry|url=https://books.google.com/books?id=SAqgAb41ifIC&pg=PA3|title=Cathay and the Way Thither|pages=3–7|isbn=978-81-206-1966-1|year=1866}}</ref><ref name="wilx">{{citation|last=Wilkinson|first=Endymion|title=Chinese History: A Manual|url=https://books.google.com/books?id=ERnrQq0bsPYC&pg=PA132|date=2000|location=[[Cambridge, Mass.|Cambridge]]|publisher=Harvard University Asia Center|series=Harvard-Yenching Institute Monograph No. 52|page=132|isbn=978-0-674-00249-4}}</ref><ref>{{cite book|url=https://books.google.com/books?id=4n8u0HG-iYEC&pg=PA52|title=Greater China in an Era of Globalization|last1=Tang|first1=Xiaoyang|last2=Guo|first2=Sujian|last3=Guo|first3=Baogang|publisher=Rowman & Littlefield Publishers|year=2010|isbn=978-0-7391-3534-1|location=Lanham, MD|pages=52–53}}</ref><ref name=":6">{{cite news|title=Two "Chinese" flags in Chinatown 美國唐人街兩面「中國」國旗之爭|publisher=BBC|url=https://www.bbc.com/zhongwen/simp/world-49585512}}</ref><ref>{{cite news|title=Chou Hsi-wei on Conflict Zone|publisher=Deutsche Welle|url=https://www.dw.com/en/chou-hsi-wei-on-conflict-zone/av-49624866|quote=So-called 'China', we call it 'Mainland', we are 'Taiwan'. Together we are 'China'.}}</ref><ref name=":8">{{cite web|title=China-Taiwan Relations|url=https://www.cfr.org/backgrounder/china-taiwan-relations|publisher=Council on Foreign Relations}}</ref><ref name=":7">{{cite news|title=What's behind the China-Taiwan divide?|publisher=BBC|url=https://www.bbc.com/news/world-asia-34729538}}</ref>
 
== تاريخچه ==
د لرغون پېژندنې شواهد څرګندوي چې ۲.۲۵ ميليونه کاله مخکې لومړيو انسانانو په چين کې ژوند کړی. د پکینګي سړي، هغه په ملا نېغ ولاړ انسان چې له اور څخه يې ګټه اخستې، د هغه انسان ته ورته پاتې شوني د بيجينګ سره نژدې د «ژوکوديان» په يوه غار کې موندل شوي؛ تاريخ يې د ۶۸۰۰۰۰ او ۷۸۰۰۰۰ تر منځ کلونو ته رسېږي. د هوښيار انسان د غاښونو پاتې شوني (چې تاريخ يې ۱۲۵۰۰۰ -۸۰۰۰۰ کاله پخوا ته رسېږي) د هونان د «داو» ولسوالۍ د «فويان» په غار کې کشف شوي دي. د چين پروټو- ليکل له میلاد نه ۷۰۰۰ کاله مخکې په جياهو کې، په «دامايدي» کې له میلاد ۶۰۰۰ کاله مخکې، په داديوان کې له میلاد مخکې د ۵۸۰۰ او ۵۴۰۰ کلونو تر منځ او په بانپو کې له میلاد مخکې پنځمه زريزه کې شته(موجود) و. ځينې پوهان په دې نظر دي چې د جياهو نښې (له میلاد مخکې اومه زريزه) تر ټولو پخواني چينايي ليک نظام جوړ کړی و.<ref>{{cite web|url=https://archive.archaeology.org/0001/newsbriefs/china.html|title=Early Homo erectus Tools in China|last1=Ciochon|first1=Russell|last2=Larick|first2=Roy|date=1 January 2000|work=[[Archaeology (magazine)|Archaeology]]|access-date=30 November 2012}}</ref><ref>{{cite web|url=http://www.unesco.org/ext/field/beijing/whc/pkm-site.htm|title=The Peking Man World Heritage Site at Zhoukoudian|publisher=UNESCO|url-status=live|archive-url=https://web.archive.org/web/20160623160018/http://www.unesco.org/ext/field/beijing/whc/pkm-site.htm|archive-date=23 June 2016|access-date=6 March 2013}}</ref><ref name="autogenerated198">{{cite journal|doi=10.1038/nature07741|date=March 2009|author1=Shen, G.|author2=Gao, X.|author3=Gao, B.|author4=Granger, De|title=Age of Zhoukoudian Homo erectus determined with (26)Al/(10)Be burial dating|volume=458|issue=7235|pages=198–200|issn=0028-0836|pmid=19279636|journal=Nature|bibcode=2009Natur.458..198S|s2cid=19264385|url=https://www.semanticscholar.org/paper/d502c36487e27d90c7962fc60d28c48ab16c8f0e}}</ref><ref>{{cite news|url=https://www.bbc.com/news/science-environment-34531861|title=Fossil teeth place humans in Asia '20,000 years early'|last=Rincon|first=Paul|date=14 October 2015|publisher=BBC News|access-date=14 October 2015}}</ref><ref name="earliest writing">{{cite news|url=http://news.bbc.co.uk/2/hi/science/nature/2956925.stm|title='Earliest writing' found in China|last=Rincon|first=Paul|date=17 April 2003|publisher=BBC News|access-date=14 January 2020}}</ref><ref>[[Qiu Xigui]] (2000) ''Chinese Writing'' English translation of {{lang|zh-Hant|文字學概論}} by Gilbert L. Mattos and [[Jerry Norman (sinologist)|Jerry Norman]] Early China Special Monograph Series No. 4. Berkeley: The Society for the Study of Early China and the Institute of East Asian Studies, University of California, Berkeley. {{ISBN|978-1-55729-071-7}}</ref>
 
== تاریخ ==