د "خبرې اترې:طیب اغا" د بڼو تر مېنځ توپير

Content deleted Content added
د "د طالبانو د سياسي دفتر پخوانی مشر حافظ سيد محمد طيب اغا په ۱۹۷۶ کال د کندهار ښار د منزل باغ..." تورو مخ جوړ شو
نښلنونه: د موبايل سمون د موبايل وېب سمون
 
د سمون لنډیز نسته
نښلنونه: د موبايل سمون د موبايل وېب سمون
۱ کرښه:
د طالبانو د سياسي دفتر پخوانی مشر حافظ سيد محمد طيب اغا په ۱۹۷۶ کال د کندهار ښار د منزل باغ په سیمه کی زیږېدلی دی خو اصلی ټاټوبی يې د ارغنداب ولسوالۍ، د جوی لاهور کلی دی ، پلار يې مولوي سید محمد سدوزی اغا د کندهار له نوموتو علماوو څخه دی. سید طيب اغا خپلې لومړنۍ زده‌کړې يې د بلوچستان مرکز کوټه کې په عصري ښوونځي کې سرته رسولي اود دینی درسونه يې د خپل والد صاحب څخه ويلي دي. طيب اغا پر عصري او دیني زده کړو سربېره د قرآن کریم حافظ دی او په دري، پښتو، انگريزي، عربي او اردو ژبو خبرې کولای شي.
د سید طیب اغا د نسب سلسله په (حسیني) ساداتو ورګډېږي. سيدان په افغانستان کې په ځانگړې توگه د کندهار د خلکو پر وړاندې د عزت او درناوي ځانگړی مقام لري.
د هغه مشر ورور سید محمد اسحاق اغا مشهور په لالا ملنگ د پخواني شوروي يرغل پر ضد د کندهار له وتلو جهادي قوماندانانو څخه و او د شوروي يرغل پر مهال روسانو سره په مخامخ جگړه کې شهيد شوی دی.
بل ورور یې سید محمد یعقوب اغا چې د دیني زده کړو طالب و، د رخصتیو په ورځو کې د روسانولخوا په کندهار کې په شهادت ورسېد.
د سيد طيب اغا بل ورور مرحوم شيخ الحديث مولوي محمد یوسف اغا چې د کندهار په سطحه یو له لویو دیني علماوو شمېرل کېده، څو کاله یې د پاکستان د کراچۍ ښار په مشهورو دیني مدرسو کې تدریس کړی و. او د ژوند په وروستيو کلونو کې د هېواد په جنوب غرب حوزه کې د ديني علماوو ترمنځ د شته اختلافاتو د حل لپاره د هلو ځلو ترڅنګ د هېواد د مدارسو د تنسیق په برخه کې هم هڅې کولې چې ټولې مدرسې په يو منظم چوکاټ کې داخلې شي. د همدغو موخو ترلاسه کولو لپاره د کندهار له ښاره زابل ولايت ته په سفر و، چې په ( ۲/ ذوالقعده / ۱۴۳۷هـ ق - ۱۵/۵/۱۳۹۵ هـ ش) نېټه د جمعې په ورځ د دوه وو نورو ديني علماوو سره يو ځای د ښار صفا او جلدک تر منځ سيمه کې په يوه ترافیکي پېښه کې په شهادت ورسېد.
د سید طيب اغا پلار مولوي سدوزی اغا هم د شوروي يرغل پر ضد فعاله جهادي څېره وه. د ده په مشرۍ جیدو علماوو په پیښور پاکستان کی د "داعیون اتحاد" په عنوان د جهادي مشرانو د یووالي هڅې کولې چې په پای کې د پېښور په اشرفیه جامعه کې د رهبرانو ترمنځ په اتیایمه لسیزه کی یووالی او اتحاد د یو څه وخت لپاره راغلی . په ۲۰۱۴م کال کې، هغه مهال چې سید طیب اغا د طالبانو د قطر دفتر رييس و، د طيب اغا په کورنۍ د پاکستان له لوري د پرله پسې فشارونو له امله مولوي سدوزی اغا اړ شو، چې له خپلې کورنۍ سره پاکستان پرېږدي او قطر ته ولاړ شي.
مورنی نيکه يې "مولوي عبد القيوم" نومېده چې په "پير مولوي صاحب" باندې يې شهرت درلود او د کندهار د وتلو علمې څېرو څخه و، او د پخواني پاچا محمد ظاهر شاه لخوا د افغانستان په جنوب کې د دولت ضد فعالیتونو په تور د ځینو نورو علماؤ سره یو ځای په ۷ کاله بند محکوم کړی شوی و.
د طالبانو د اسلامي تحريک په لومړيو کې سید طيب اغا کندهار کې د بهرنيو چارو رياست کې کار پيل کړی، له هغې وروسته اسلام اباد کې يې د طالبانو سفارت کې دنده درلوده او ورپسې د طالبانو د واکمنۍ تر نسکورېدو کندهار کې د طالبانو د مشـر ملا محمد عمر سکرټر او د دفتر رييس و. طیب آغا ایله ۲۱ کلن وو چې په ۱۹۹۷ کال کې د طالبانو د مشر، ملامحمد عمر په امر په اسلام آباد کې د افغانستان د سفارت لومړی سکرټر وټاکل شو. د اداري اصولو له مخې، دی که څه هم تر سفیر په ټیټه رتبه کې وو خو تر سفیر یې خبره ډیره درنه وه او واک یې پراخ وو.
و "طیب اغا" مخ ته وروګرځي.