د "محمد یوسف اغا" د بڼو تر مېنځ توپير

Content deleted Content added
د "شيخ الحديث '''محمد یوسف اغا''' د کندهار د ارغنداب ولسوالۍ په '''جلاهور''' کلۍ کې زیږیدلی دی. هغه د کندهار په سطحه یو له لویو دیني علماوو شمېرل کېده، او څو کاله یې د پاکستان د کراچۍ ښار په مشهورو دیني مدرسو کې تدریس کړی و. هغه د ژوند په وروستيو کلونو کې د هېواد په..." تورو مخ جوړ شو
نښلنونه: د موبايل سمون د موبايل وېب سمون
 
(بې توپيره)

د ۱۸:۵۲, ۲۶ اکتوبر ۲۰۲۱ پورې تازه بڼه

شيخ الحديث محمد یوسف اغا د کندهار د ارغنداب ولسوالۍ په جلاهور کلۍ کې زیږیدلی دی. هغه د کندهار په سطحه یو له لویو دیني علماوو شمېرل کېده، او څو کاله یې د پاکستان د کراچۍ ښار په مشهورو دیني مدرسو کې تدریس کړی و. هغه د ژوند په وروستيو کلونو کې د هېواد په جنوب غرب حوزه کې د ديني علماوو ترمنځ د شته اختلافاتو د حل لپاره د هلو ځلو ترڅنګ د هېواد د مدارسو د تنسیق په برخه کې هم هڅې کولې څو ټولې مدرسې په يو منظم چوکاټ کې داخلې شي. د همدغو موخو ترلاسه کولو لپاره يې د کندهار له ښاره زابل ولايت ته په سفر و، چې په (۱۵/۵/۱۳۹۵ هـ ش) نېټه د جمعې په ورځ د دوه وو نورو ديني علماوو سره يو ځای د ښار صفا او جلدک تر منځ سيمه کې په يوه ترافیکي پېښه کې په شهادت ورسېد.

نور ولولئ سمول

هغه، طیب اغا، محمد یعقوب اغا او سید محمد اسحاق اغا سکه وﺭوڼه وه.

سرچینې سمول