د "د افغانستان ژبې" د بڼو تر مېنځ توپير

Content deleted Content added
د سمون لنډیز نسته
نښلنونه: ليدنيز سمون د موبايل سمون د موبايل وېب سمون
د سمون لنډیز نسته
نښلنونه: د موبايل سمون د موبايل وېب سمون
۹ کرښه:
 
 
[[افغانستان]] تر ۴۲ ډېرې ژوندۍ ژبې لري، چې ويونکې يې په بېلابېلو سيمو کې اوسېږي. خو د اکثريت له اړخه يې د رسمي ژبو پرته نورې ټولې ژبې لږکۍ او سيمه ييزې ژبې دي. [[پښتو]] او [[دري ژبه|دري]] د افغانستان رسمي ژبې دي. او پښتو د افغانستان يوازينۍ ملي ژبه ده ، چې د کلونو راهيسي په همدې ژبې [[ملي سرود]] ويل کېږي او دا د افغانستان پر پيسو هم لیکل شوې. پښتو د افغانستان لومړنۍ رسمي او ملي ژبه ده. د هېواد اکثريت وګړي په دې ژبې خبرې کوي او نور اقوام هم په دې ژبې ښه پوهېږي. خو دري ژبه هم د پښتو ترڅنګ اهمیت لري، چې د ۲۰ څخه تر ۳۰ سلنه وګړي پرې خبرې کوي.
په اوس وخت کې په [[افغانستان]] کې تقریبًا په ۳۰ ژبو خبری کېږي. خو یوازې پښتو او دري د [[افغانستان]] رسمي ژبې دی. دا هېواد په نننی وخت کې تقریبًا ۳۸ میلیونه اوسېدونکي لری. د [[پښتو]] ژبې د ویونکو شمیر په سلو کې اتيا ته رسېږی. د [[افغانستان]] د آخری اساسی قانون په یوې مادې کې پښتو ژبه په رسمی توگه ومنله شوه، خو دري هم اهمیت لري او ډېر کتابونه پرې ترجمه کېږې. ټول ښوونکی او زده کوونکی په دواړو ژبو ښه پوهېږی. د افغانستان په شمالی سیمو کې په ځانگړي ډول دري، ازبکی (اوزبکی) او تاجیکی ویل کېږي. د افغانستان په جنوبی سیمو کې د پښتو ژبه ډېر اهمیت لري. [[کابل]]، [[کندهار]] او [[جلالكوټ|جلال آباد]] د پښتو ویونکو مهم مرکزونه دی.
 
== ژبې او د ويونکو شمېر ==