د "نسل وژنه" د بڼو تر مېنځ توپير

Content deleted Content added
د سمون لنډیز نسته
نښلنونه: د موبايل سمون د موبايل وېب سمون
د سمون لنډیز نسته
نښلنونه: ليدنيز سمون د موبايل سمون د موبايل وېب سمون
۱ کرښه:
جینوسایډ'''نسل وژنه''' په [[انګلیسي|انګرېزي]]: ('''genocide''' ) نومي جرم او جنایت، چې زموږ په پښتو کې ورته نسل وژنه او په دري ژبه کې ورته نسل کشی وایي؛ د بشریت په [[تاریخ]] کې خورا ډېره پخوانۍ مخینه لري؛ اما په اوسني مفهوم دا زړه بوږنوونکې اصطلاح د شلمې زېږدیزې پېړۍ محصول ده او په همدې شلمه زېږدیزه پیړۍ کې دغه زړه بوږنوونکې اصطلاح د نړیوالو حقوقو قاموس ته ور داخله شوه.
[[دوتنه:Nyamata_Memorial_Site_13.jpg|بټنوک| نسل وژنه]]
دغه اصطلاح اصلاً په اوسني مفهوم د دویم نړیوال جنګ پر مهال هغه وخت د ژبې پر سر شوه، چې د المان نازي ادولف هټلر لخوا د یهودانو د له منځه وړلو لړۍ په چټګۍ روانه وه، چې د هټلر لخوا د یهودانو د نسل وژنې خلاف خپله یهودانو د نړۍ په ګوټ ګوټ کې خپل غږ پورته کړ. په دې غږ پورته کوونکو کې تر ټولو مشهور مبارز رافایل لمکین یهودي و، چې د هټلر لخوا د یهودانو د نسل وژنې په لړۍ کې یې د خپلې کورنۍ ۴۹ غړي له لاسه ورکړي وو او خپله یې امریکا ته فرار کړی و او هلته یې د هټلر لخوا د یهودانو د نسل وژنې خلاف خپله مبارزه ګړندۍ وساتله.
 
.
د هټلر لخوا د یهودانو له نسل وژنې سره په عین وخت کې دغه موضوع د نړیوالو پام هم ځان ته راواړلو او د ملګرو ملتونو د بشري حقوقو په نړیواله اعلامیه کې په ۱۹۴۸ میلادي کال کې هم دغه کړنه یو نړیوال جرم وګڼل شوه او پدې اړه د ملګرو ملتونو د سازمان لخوا “د نسل وژنې د مخنیوي او جزاګانو ځانګړی کنوانسیون” هم تصویب شو.