د "نسل وژنه" د بڼو تر مېنځ توپير

Content deleted Content added
د "Genocide" مخ د ژباړلو له مخې جوړ شوی
 
د سمون لنډیز نسته
نښلنونه: د موبايل سمون د موبايل وېب سمون
۱ کرښه:
جینوسایډ (genocide ) نومي جرم او جنایت، چې زموږ په پښتو کې ورته نسل وژنه او په دري ژبه کې ورته نسل کشی وایي؛ د بشریت په تاریخ کې خورا ډېره پخوانۍ مخینه لري؛ اما په اوسني مفهوم دا زړه بوږنوونکې اصطلاح د شلمې زېږدیزې پېړۍ محصول ده او په همدې شلمه زېږدیزه پیړۍ کې دغه زړه بوږنوونکې اصطلاح د نړیوالو حقوقو قاموس ته ور داخله شوه.
[[دوتنه:Nyamata_Memorial_Site_13.jpg|بټنوک| نسل وژنه]]
دغه اصطلاح اصلاً په اوسني مفهوم د دویم نړیوال جنګ پر مهال هغه وخت د ژبې پر سر شوه، چې د المان نازي ادولف هټلر لخوا د یهودانو د له منځه وړلو لړۍ په چټګۍ روانه وه، چې د هټلر لخوا د یهودانو د نسل وژنې خلاف خپله یهودانو د نړۍ په ګوټ ګوټ کې خپل غږ پورته کړ. په دې غږ پورته کوونکو کې تر ټولو مشهور مبارز رافایل لمکین یهودي و، چې د هټلر لخوا د یهودانو د نسل وژنې په لړۍ کې یې د خپلې کورنۍ ۴۹ غړي له لاسه ورکړي وو او خپله یې امریکا ته فرار کړی و او هلته یې د هټلر لخوا د یهودانو د نسل وژنې خلاف خپله مبارزه ګړندۍ وساتله.
د هټلر لخوا د یهودانو له نسل وژنې سره په عین وخت کې دغه موضوع د نړیوالو پام هم ځان ته راواړلو او د ملګرو ملتونو د بشري حقوقو په نړیواله اعلامیه کې په ۱۹۴۸ میلادي کال کې هم دغه کړنه یو نړیوال جرم وګڼل شوه او پدې اړه د ملګرو ملتونو د سازمان لخوا “د نسل وژنې د مخنیوي او جزاګانو ځانګړی کنوانسیون” هم تصویب شو.
 
==نسل وژنه څه ته وايي؟==
پدې اړه د ملګرو ملتونو “د نسل وژنې د مخنیوي او جزاګانو کنوانسیون” د دویمې مادې په اوله فقره کې راځي، چې نسل وژنه یعنې د یوې قومي، نژادي، مذهبي ډلې د غړو قتل عام ته ویل کېږي.
 
د رافایل لمکین یهودي لهستاتي په قول نسل وژنه یعنې genocide اصطلاح له دوو کلیمو ترکیب ده، چې geno( په یوناني ژبه کې نژاد او قبیلې ته وایي) او cide (په لاتین ژبه کې وژنې ته ویل کیږي ) یعنې نسل وژنه هغه د تاوتریخوالي ډګ نړیوال جرم ته ویل کېږي، چې د یوې قومي، مذهبي او نژادي ډلې د یوې برخې او یا په بشپړ ډول د یوې قومي، مذهبي، نژادي ډلې د له منځه وړلو په موخه ترسره کېږي.
 
==بېلګې==
د نسل وژنې بیلګې د بشریت په تاریخ کې خورا زیاتې دي، چې دلته یې د ځینو مشهورو نسل وژنو نومونه ذکر کوو، چې د ادولف هټلر لخوا د یهودانو (هولوکاست) نسل وژنه او په همدې یوویشتمه پېړۍ کې بیا د برما د حکومت لخوا د روهینګیا د مسلمانانو نسل وژنې سترې نسل وژنې دي.
 
==سرچينه==
https://www.nunn.asia/188038/%d9%be%d9%87-%d9%86%da%93%db%8d-%da%a9%db%90-%d8%af-%d9%86%d8%b3%d9%84-%d9%88%da%98%d9%86%db%90/