د "د افغانستان ژبې" د بڼو تر مېنځ توپير

Content deleted Content added
د سمون لنډیز نسته
نښلنونه: په لاسي‌لاس بیرته راګرځول د موبايل سمون د موبايل وېب سمون
د سمون لنډیز نسته
نښلنونه: د موبايل سمون د موبايل وېب سمون
۱۰ کرښه:
 
په اوس وخت کې په [[افغانستان]] کې تقریبًا په ۳۰ ژبو خبری کېږي. خو یوازې پښتو او دري د [[افغانستان]] رسمي ژبې دی. دا هېواد په نننی وخت کې تقریبًا ۳۸ میلیونه اوسېدونکي لری. د [[پښتو]] ژبې د ویونکو شمیر په سلو کې اتيا ته رسېږی. د [[افغانستان]] د آخری اساسی قانون په یوې مادې کې پښتو ژبه په رسمی توگه ومنله شوه، خو دري هم اهمیت لري او ډېر کتابونه پرې ترجمه کېږې. ټول ښوونکی او زده کوونکی په دواړو ژبو ښه پوهېږی. د افغانستان په شمالی سیمو کې په ځانگړي ډول دري، ازبکی (اوزبکی) او تاجیکی ویل کېږي. د افغانستان په جنوبی سیمو کې د پښتو ژبه ډېر اهمیت لري. [[کندهار]] او [[جلالكوټ|جلال آباد]] د پښتو ویونکو مهم مرکزونه دی.
 
افغانستان د خپل جغرافيايي جوړښت له کبله د سیمي په تاريخ او تمدن کي مهم ځای لري. دسیمي او افغانستان په سیاست، ټولنه او فرهنګ پوهېدلو کي د افغانستان تاریخ روښانه کول له بنسټيزو توکیو څخه دی.
 
منډيګک تاريخي بنسټ د نړۍ په مهمو ژبو د افغانستان د تاريخ اړوند لاندي ځانګړي هڅي کوي:
 
تګلاره:
 
منډيګک د هيواد او نړۍ په ګوټ-ګوټ کي د تاريخ پوهانو د يوې پراخي شبکې په درلودلو سره د افغانستان د تاريخ په اړه کتابونه، سندونه، کليکسونونه، آرشيفي انځورونه، فيچرونه، څېړني، ليکونه، نقشې، سيکې، ويډيو، ږغونه او ګڼ نور مواد د هيواد د رسمي ژبو تر څنګ په عربي، انګليسي، اردو، فرانسوي، روسي ژبو خپروي.
 
ماموريت:
 
منډيګک په يوه ځانګړې تګلاره د نړۍ د بېلابېلو سرچينو په مټ د افغان تاريخ باکیفیته، خلاق او مستند مواد خپرول، د څېړنو، زده کړو او پوهاوي په ترڅ کي د افغانستان د تاریخي اثارو د ژغورني په اړه عامه پوهاوی، د تاريخي زيرمو بيارغول، د تاریخي- څېړنیزو اسنادو راټولول، ډلبندي، وړاندي کول او له نورو سره شریکول؛ همدارنګه د افغان تاريخ اړوند څېړونکو سره په تېسيز، مونوګراف او مقاله ليکلو کي مرسته خپله دنده بولي.
 
موخه:
 
[افغان تاريخ] د منډيګک تاريخي بنسټ اصلي محتوا ده. د افغانستان د لرغوني او معاصر تاریخ اکاډمیکه، بې پلوه او ناپیېلې تاریخلیکنه خپله دنده بولي. مندیګک د تاریخي پېښو په اړه د نظرونو تنوع د تاریخي بحثونو په ژورتیا او پراخېدو کې بنیادي عامل ګڼي.
 
ناپيلتيا:
 
منډيګک په بشپړه توګه يوه خپلواکه اداره ده، د نړۍ په بېلابيلو برخو کي همفکره کارکونکي لري او په هيڅ سياسي يا سوداګريزه اداره پوري اړه نه لري.
 
منډيګک د عايد ځانګړې سرچينه نه لري، په مادي او معنوي برخه کي ستاسو لاسنیوی ته اړمنه ده.
 
 
 
==د پښتو ژبه==