د "ملا محمد عمر" د بڼو تر مېنځ توپير

Content deleted Content added
نښلنونه: د موبايل سمون د موبايل وېب سمون
د سمون لنډیز نسته
نښلنونه: د موبايل سمون د موبايل وېب سمون
۲۴۸ کرښه:
د امیرالمومنین ملا محمد عمر مجاهد د شهادت له افشا کېدو وروسته کله چې ملا منصور په زور ځان د امارت امیر اعلان کړ {{سرچینه}}، د شهید ملا صاحب کورنۍ ورسره سخت مخالفت وکړ، چې په دې لړ کې تر ټولو شدید مخالفت د ملا عبدالمنان له خوا وشو، خو ملا منصور هڅه وکړه چې دوی د خپل ځان متابعت ته راوبولي او په دې خاطر یې له هرې ممکنه لارې کار واخیست. کله چې د ملا منصور هڅې ناکامې شوې نو مولوي عمري ته وظیفه وسپارل شوه چې د پاکستاني حکومت له لارې پر ملا منان او ملا یعقوب فشار وارد شي، ترڅو د ملا منصور متابعت وکړي{{سرچینه}}. ملا عمري د طالبانو او پاکستاني حکومت ترمنځ د پل حیثیت لري، بالاخره له ډېرو فشارونو وروسته ملا عمري په دې وتوانید چې ملا منان او ملا یعقوب د ملا منصور تابع کړي. ملا منصور د ملا منان او ملا یعقوب د خوشاله کولو لپاره ملا یعقوب د پنځلس ولایتونو نظامي مسوول وټاکه.
ملا یعقوب په جهادي او نظامي چارو کې تجربه نه لري، خو منصور د هغه د خوشاله کولو په خاطر دا کار وکړ. د ملا یعقوب له ټاکل کېدو وروسته د طالبانو جهادي فعالیتونو له ستونزو سره مخ شول او په گڼو ولایتونو کې یې ترلاسه کړې بریاوې هم نسبتاً له لاسه ووتې. اهمه خبره دلته دا ده چې ملا یعقوب ځوان دی او کافي تجربه نه لري، دا عهده باید داسې کس په غاړه اخیستې وای، چې په جهادي او نظامي چارو کې یې په کافي اندازه وړتیا درلودلی. د یادونې وړ ده چې ملا یعقوب د ملا منان په آوامرو چلېږي، هر څه چې هغه ورته وايي، هماغسې کوي{{سرچینه}}. امیرالمومین ملا محمد عمر مجاهد غفرالله د تحریک د بقا لپاره خورا ډېرې هڅې کړې دي، چې دا باید د شخصي اغراضو په خاطر په اوبو لاهو نه شي.
==دا هم وګورئ==
 
* [[په ٢٠٠١ کال کې په افغانستان کې جگړه]]
* [[د افغانستان کورنۍ جگړې(١٩٩٦-٢٠٠١)]]