د "غازي محمد ايوب خان" د بڼو تر مېنځ توپير

Content deleted Content added
د سمون لنډیز نسته
د سمون لنډیز نسته
 
۳۸ کرښه:
[[انځور:Ayub Khan.jpg|thumb|ايوب خان]]
 
'''امیر محمد ایوب خان''' (۱۸۵۷ زېږديز [[کال]]، [[کابل]] - د ۱۹۱۴ ز کال د [[اپرېل]] ۷، [[لاهور]]) چې انگرېزان يې '''د مېوند فاتح''' يا '''افغان [[چارلس اېډورډ سټيورټ|شهزاده چارلي]]''' په نومونو هم يادوي. نوموړى د [[هرات]] پخوانی والي او د مېوند جگړې فاتح وو. د [[افغانستان]] ملي اتل غازي محمد ايوب خان د [[امير شېر علي خان]] زوی وو او دده مور د لالپورې د مومندو د مشر سادت خان لور وه. د ۱۸۸۰ زيږديز کال د جولاى په ۲۷ يې انگرېز جنرال [[بارو]] ته د مېوند په جگړه کې ماتې ورکړه او بيا يې په [[کندهار]] کې د انگرېزانو پوځ كلابند کړ. د ۱۸۸۰ ز کال د سيپټمبر په ۱ يې د انگرېزي جنرال [[فرېدرېک رابرټس]] سره په کندهار کې جگړه وکړه، خو د جگړه ييز تاکتيک په کارولو سره يې شاتگ وکړ او داهوډ يې وکړ چې دا ځل خپل لښکر لا پياوړی او سمبال کړي او له انگرېزنو سره د جگړې ډگر ته ورووځي، خو انگرېزانو ونه غوښتل چې په کندهار کې نور تم شي. هغه وو چې د افغان او انگرېز دويمه جگړه پای ته ورسېده. يو کال وروسته ايوب خان بيا د کندهار د نيولو تکل وکړ، خو دا ځل بيا د [[امير عبدالرحمن خان]] له خوا له ماتې سره مخامخ شو. په ۱۸۸۸ ز کال کې ايوب خان له [[ايران]] نه ولاړ او په برتانوي هند کې تر خپلې مړينې واوسېده. د ايوب خان قبر د [[پېښور]] د دُرانيو په هديره کې د [[شېخ حبيب]] مقبرې کې ځای لري.
 
== مخينه ==
سردار محمد ايوب خان د انگرېزانو په مقابل کې د افغان او انگليس په دويمه جگړه کې برخه درلوده او د اسلامي ولولو له کبله ورته د غازي لقب ور په برخه شوی دی. نوموړی له دې کبله د [[افغانستان]] ملي اتل هم يادېږي. دی د امير شېر علي خان زوی وو. مور ېې د[[ ننگرهار]] د لالپورې د [[سعادت خان]] لور وه .
== دامير شېر علي خان څخه خپگان ==