د "جنرال عبدالرازق" د بڼو تر مېنځ توپير

Content deleted Content added
د سمون لنډیز نسته
نښلنونه: د موبايل سمون د موبايل وېب سمون
د سمون لنډیز نسته
نښلنونه: د موبايل سمون د موبايل وېب سمون
۲۶۲ کرښه:
<ref>{{cite web | url=http://tatobaynews.com/archives/130491| title=د هرات يو سړک د جنرال عبدالرازق اڅکزي په نوم| author= ټاټوبی نيوز| date= ٢٠١٨| publisher= | via=}}</ref>
<br>
==د هغه د وژنې دوسيه==
د جنرال عبدالرازق وژنه ('' شهيدونه'') د ٢٠٠١ کال راهیسې د افغانستان په تاریخ کې یوه تر ټولو مهمه امنیتي پېښه وه. دا پيښه د پنجشنبې په ورځ (اکتوبر ١٨، ٢٠١٨) باندې هغه وخت رامخته سوي، کله چې د کندهار د محلي مقاماتو او د ناټو د قاطع ماموریت قوماندان جنرال سکاټ میلر تر منځ غونډه پای ته ورسېده. په دي وژنه کې د لاندې ډلو يا خلګو لاس کيدای سي.<ref>{{cite web | url=https://yaraan.com/د-جنرال-رازق-د-مرګ-معما؛-امریکا-که-پاکست| title=د جنرال رازق د شهادت معما؛ امريکا که پاکستان| author=ياران.کام| date= اکتوبر ٢٠١٨| publisher= | via=}}</ref>
 
===د هغه د وژنې لنډ لامل===
په اصل کې د افغانستان حالات داسي دئ چي يو شخص قدرت ته د انسانانو د وينو په زور رسيږي، د جنرال رازق سره هم داسې وسول، خو هغه مړي او ټپونه د کندهار د امنيت او ښه والي لپاره وکړل. نو کله چې يي مړي کول او په کندهار کې يې امن راوستۍ نو، نو د افغان دولت، امريکا او ټولو خوښ وو. خو وخت داسې سو چي جنرال عبدالرازق ډېرې پيسې وګټلې، نو کله چې ډير مالداره او د اولادونو پلار سو، نو دا ورته معلومه سوه چي د اولاد درد څومره زور غواړي، او کرار کرار د افغانستان د غلو سياستوالو، طالب ترهګرو او ناټو په اصلو مطلبونو وپوهيدی نو د ټولو خلاف ودريدي او غوښتل يې چې يوازې د کندهار نه بلکې د ټوله هيواد په امن کې مصبت رول ولوبوي، او د خلګو لپاره امن راولي. نو تر دي وروسته امریکا، طالبان، او د افغان دولت منافقان په دې پوه سوه چي جنرال رازق وس ددوی لپاره ډېر نامناسبه لاره انتخاب کړه، او د خلګو د ژوند د ښه والي لپاره يي د ټولو جاسوسانو، غلو، او منافقو سياستوالو سره دښمني پر غاړه واخيسته. نو دا ٣ منافقانو ډلو (امریکايي ځواکونو، طالبانو، افغان منافقو دولتي چارواکو) په ګډه د ښاغلي رازق د وژنې پلان جوړ په لاندې ډول جوړ کړ:
</br>
*'''١—''' امریکایي ځواکونه به يي وژنې او صبوتونه (evidence) به يي له منځه وړي. </br>
*'''٢—''' طالبان به يي د وژنې مسئولیت پر غاړه اخلي، او ترڅنګ به دا وايي چې ددوی هدف امریکایي جنرال ميلر وو.
</br>
*'''٣—''' د افغان دولت د منافقينو غړو کوښښ به دا وي چې افغانانو ته تسليت ورکړي، او ترڅنګ دا موضوع بدله کړي، او ددي لاري دا بريد پر پاکستاني طالبانو تاوان کړي. او دي دوسيې ته سياسي رنګ ورکړي او بنده يي کړي.
***مطلب: د لوي پاسوال عبدالرازق اڅکزي شهادت، د افغان سياسيونو، طالبانو، او امریکایانو ګډ پلان وو.
 
===د هغه د وژنې ټول پلان===
جنرال عبدالرازق قدرت ته ورسېده، واک يي زيات سو، نو معلومه ده چې ځينې سيمييز خلګ به ګوته پورته کوي، خو په هرصورت هيچا څه نه ورته ويل. خو کله چې ډير شتمن او واکمن سو، نو فکر يي وکړ چې د خلکو لپاره يوڅه وکړي:
**پر ولایت يي هم سترګې وي ترڅو څوک غلا ونکړي، کوم چې به کله کله دده او کندهار والي د جګړې سبب هم سو.
** د مرکز په کارونو کې يې هم لاسوهنه کول. جنرال عبدالرازق دا هم وویل: ''زه داسې اسناد او ویډیو په لاس کې لرم چې حکومت زموږ پر سر سودا کوی، دا سودا د سولې په نوم په قطر، اماراتو او نورو هیوادونو کی له قیوم ذاکر سره د خبرو له لارې کوی، قیوم ذاکر د افغانانو قاتل دى، که چیرې د سولی بهیر داسې وی نو دا د افغانستان لپاره د زهرو چاړه ده.'' <ref>{{cite web | url=https://8am.af/pashto/general-razaq-government-peace-deal/| title=جنرال رازق: اسناد لری چې حکومت د سولی په نامه معاملې کوی| author=۸صبح| date= می ٢٠١۵| publisher= | via=}}</ref>
 
===جنرال سکاټ میلر (ناټو)===
[[دوتنه:سکاټ میلر او جنرال رازق اڅکزی.jpg|thumb|د کندهار ولایت مقام په ګيټ کي د جنرال عبدالرازق اڅکزی او سکاټ میلر انځور، تردې څو ثانيي وروسته جنرال عبدالرازق اڅکزی په شهادت ورسيدۍ.]]
*امریکایي جنرال میلر شهید جنرال عبدالرازق ته ویلي دي چي د ډیورنډ پر کرښه د دیوال د جوړولو مانع نه سي خو جنرال عبدالرازق په ټینګه ورته ویلي دي چي پاکستانیان دا دیوال نه سي جوړولای . لفظي مناقشه تر کنټرول وتې او په نتیجه کي یې جنرال رازق ، د کندهار د امنیت رییس ، والي ، لږ تر لږه دوه امریکایي عسکر وژل سوي دي دا جالبه ده چي د ناټو د امریکایي جنرال پزه لا هم نه ده ویني سوې .
د کنړ یو ژورنالیسټ دغه خبره د جنرال عبدالرازق د یوه ساتونکی له خولې کړې ده . د کندهار د تلویزیون د شهید ژرونالیسټ کیمره هم یا تخریب سوې او یا ورکه سوې ده تر څو اصلي حال چاته معلوم نه سي .
زه شرط تړم چي د کندهار د ولایت د ماڼۍ CCTV کیمرو عکسونه هم ورک دي .
اصلي خبره چیري ده ؟
د کندهار د ښوراوک په اولسوالی کي د ډیورنډ کرښي ته څېرمه خو د کرښي ها خواته ، یو عظیم د سرو او سپینو زرو کان کشف سوی چي د انګلیس ، امریکا او پاکستان تر منځ په غیر مساویانه توګه ویشل سوی دی : درې برخي امریکا ته ، دوې برخي انګلیس او یوه برخه ددوی پنجابي نوکر ته .
د ذبیح الله مجاهد په نامه یوه سړی خبري چي وایي دا د طالبانو کار وو هسي افسانې دي او باور مه په کوئ! <ref>{{cite web | url=https://m.facebook.com/story.php?story_fbid=2000225913376221&id=899900396742117| title=دا د سکاټ میلر کار دی| author=فيسبوک: Greater Kandahar| date= ١٨ اکتوبر| publisher= | via=}}</ref>
 
===طالبان===
====د ډيورنډ کرښې مسئله====
'''جنرال رازق''': پر ډيورنډ کرښه د پاکستان سيم غزول نه پريږدم
د کندهار امنيه قوماندان جنرال عبدالرازق به ويل، پر ‌‌‌‌‌‌ډيورنډ کرښه سيم غځولو ته اجازه نه ورکوم او په وړاندې يې هر ډول غبرګون ته چمتو يم.
پاکستاني ځواکونه په کندهار کې د سپين بولدک او ښوراوک ولسواليو په سرحدي سيمو کي پر ‌‌‌‌‌‌ډيورنډ فرضي کرښه اغزن سيم غځوي.
دغه اغزن سيم، چې د سپين بولدک او ښوراوک ولسواليو ترمنځ د سروڅاهانو په سيمه کې يې چارې پيل سوي، خو دوه اوونۍ څو ورځې وروسته سرحدي پوليسو له منځه يوړې او کار يې وربند کړ.
د کندهار امنيه قوماندان جنرال عبدالرازق د يوې اعلاميي په خپرولو سره ويلي وو، که طالبان رښتيا ددې هېواد د ارضي تماميت او دښمنانو پر ضد جنګېږي او د افغانستان ملي ګټې ورته مهمې وي نو بايد له پاکستاني پوځيانو سره د جګړې پرمهال افغان امنيتي ځواکونو ته مزاحمت جوړ نه کړي او په جنوب کې پر سرحدي پوستو حملې ونه کړي.
نوموړی ويلي وو، امنيتي ځواکونه به پر ‌‌‌‌‌‌ډيورنډ کرښه سيم غځولو ته د هرې قربانۍ په بيه اجازه ورنه کړي، دده په وينا د پآکستان يرغلګر دښمن د هر ‌‌‌‌‌‌ډول اشغال مخه به ونيسي.
<ref>{{cite web | url=https://m.facebook.com/story.php?story_fbid=979677418902496&id=100005807411937| title=فيسبوک| author=د ننني افغانستان رسنیز مرکز| date= ١٤ اکتوبر ٢٠١٨| publisher= | via=}}</ref>
===د احمد سيد وينا===
'''جنرال رازق چاوواژه؟'''
د خدای بخښلي دمرګ څخه دوه سعته مخکي مي یې پر مددچوک موټریز کاروان ولیده چي تېرسو،او یو سعت وړاندي مي یې په اړه فوسټ وکړ چي امریکایان غواړي رازق ووژني د ولایت مقام مخکنی پیښي ته چي پر رازق همایون عزیزي او عرب دیپلوماټانو وسوه او هغه پېښه چي پر جبار قهرمان وسوه یو شاني وې،یوه هم په کوچ کي د چاودېدونکو توکو ځای پر ځای کول وه او بلي پېښي هم ورته برخلیک لاره.
د رازق او امریکایانو تاوتریخوالی او مخالفت هغه وخت رشتنې بڼه خپله کړه کله چي دلوی کندهار په نامه د سولي غونډه جوړه سوه رازق ته ترهغه غونډي دوې ورځي وړاندي امریکایانو خبر ورکړ چي په یاده غونډه کي ګډون مه کوه رازق ورته وویل ګډون خونه کوم مګر زه مجبوریم چي ددغه غونډي دګډونوالو امنیت وساتم، رازق څو ورځي وروسته د هغه غونډي له مشرانو سره په دوبی کي ولیده امریکایان ترې خبرسوه ورته وې ویل چي موږ درته ویلي وه چي ددوی سره ګډون مه کوه رازق ورته ویلي وه چي ماهر ګام د امنیت ټینګېدو په برخه کي اخیستی دی نه ده خرابېدو نو تاسي ولي ما هغه کارته نه پرېږدی په کوم کي چي زما هیواد او ښارته سوله راځي امریکایي مشر ورته بڼ وهلي وه او په غوصه ترې وواته ،دهغه څخه وروسته امریکایان په دې باورسوه چي په هرصورت کیږي باید رازق ووژل سې،ستاسي به یاد وي چي لومړی ورباندي د ولایت پېښه وسوه خو الله بچ کړی ،دوهم وارته یې کتل هغه داوو چي پرون پېښه سوه.
په جوړ مجلس کي د ناټو عمومي قومندان میلر پر رازق مخ را اړوي چي ستاسي اولسمشر او موږ په ګډه پر ډیورنډ لاین ده اغزن سیم اجازه پاکستان ته ورکړې ده ترڅو په هیواد کي سولي ته ژمن اوسي مګر تاسي پاکستانیانو ته اجازه نه ورکوی ولي؟
جنرال رازق ورته وویل چي زه هیواد ته سوله د ډیورنډ پر رسمي کېدو نه راولم اونه هم غواړم چي پاکستان اغزن سیم راڅخه تېر کړي، میلر ورته وویل خوستاسي د اولس مشر امردی باید ته یې ومنې؟ رازق ورته وویل زمااولس مشر هیڅ صلاحیت نه لري چي د ډیورنډ تاریخي مسئله پر خپل سر امضاء کړي یاد خلګو په سرونو سوداوکړي، میلر ورته وویل زه اجازه ورکوم ترڅو پاکستان اغزن سیم جارکړي، رازق ورته وویل زه یې ترهغونه ورکوم ترڅوچي مي په بدن کي ساه وي،میلر سر وښوراوه آسمه ده وبه ګورو یوه امریکایي سرتیري ته یې په لاس اشاره وکړه د ډزو سره سم امریکایي د کوچ ترشاه وغځېدی او په پروته تر څو ګامه ولاړی،دامریایي سرتیري په لومړي برید کي جنرال رازق، د ملي امنیت رئیس، زلمی ویسا ولګېده، طالبانو چي پرکوم کس ادعاکړې وه چي ګواه دازموږ روزلی وو هغه په دوه ګامه دپیښي ځای ته ولاړ وو چي دغه حالات یې ولیده پر امریکایي سرتیرو یې ډزي وکړې نور حالات ترکنټرول وواتی هر چاخپل ژوبل کسان ترځایه وړل، میلر په یوه ساه تر چورلکي ورسېدی پیلوټ ته یې د پرواز امر ورکړ.
یادونه
دالله په سپېڅلي ذات دي مي قسم وي که په دې کي سک سته او یا دامریکایانو څخه بغیر بل چاوژلی دی، داټول هغه چاراته ویلي دي چي هلته یې شتون لاره
د بي بي سي څخه شروع ټولي رسنۍ او د زخمي ویسا خبري ته اعتبارمه ورکوی داچي هرڅه وایې د امربکایانو له ډاره د هغوی په اشاره وایي.
 
===پوښتنې او غوښتنې===
#د برید ګر جسد څه سو؟
#د بریدګر کور چیرې دی؟
#ګل احمد د والي پخوانی ساتونکی وو. د ګل اغا شیرزي له خولې بریدګر د ګل احمد د خاله زوی معرفي سو.
#اوس ګل احمد څه سو؟
#د هغه کور چیرته دی؟
#هغه د چا په ضمانت راغلی وو؟
#د بریدګر مبایل څه سو؟
#مبایل کې د چا نمبرې وې؟
#چا سره یې ورستی اړیکه نیولې وه؟
#مخکې په همدې شمیره چا سره اړیکې نیول سوي دی، چا سره یې خبرې سوي دي؟
#هلته د شویو ډزو  کارتوس څه سول؟
#د کوم ټوپک کارتوس وو ؟
#څو کارتوس وو؟
#د برید ګر ټوپک څه سو؟
#د برید ګر په ټوپک کې څو مرمی پاتې وې؟
#څو ډزه په دې ټوپک سوي وو؟
#د ملي تلوېزیون کمره مین ولي ووژل سو؟
#کیمره یې څه سوه؟
#د ولایت په هره ساحه کې لګیدلي خفیه کیمري ولې بندي سوې؟
#چا بندي کړې؟
#د کیمرو مسول څوک وو، اوس څه سو؟
#د میلر او [[رازق]] تر منځ لفظي شخړه په څه وه؟
#امریکایانو پنځه ساعته سیمه ولې کلابنده کړې وه؟
# دا چې د کندهار د کيمره ييزه امنیت د ناټو تر لاس لاندې دی بيا نو دا خبره واضح سوه چې خپله امريکايې عسکرو جنرال رازق شهيد کړی. ځکه چې دننه په امنيه قومندانۍ کې هم يوازې امریکايي ځواکونه موجود وو.
#ولی په امریکایی جنرال هیڅ ونسوه خو جنرال رازق شهيد سو؟<ref>{{cite web | url=https://yaraan.com/raziq-peace/| title=سولې هڅې او بریدونه؛ جنرال رازق ولې نښه سو؟| author=ياران.کام| date= اکتوبر ٢٠١٨| publisher= | via=}}</ref>
===د جنرال رازق د مور حال د هغه تر وژنې وروسته===
'''د هغه مور د ډېرو لخوا د يويشتمی پيړی زرغونه انا ونومول سوه'''
*د شهید سپاه سالار مور خپلو بچو ته ویل
خلک وارختا وه چي د شهید د مور خو به زړه وچوي. څنګه به یې دلاسا کوي؟
 
*څو شېبې وروسته په غټو ګامونه او پوره مطانت یوه درنه سپين سرې چي ګرد لرغوني سپين افغاني کالي یې اغوستي وه سپين پوړنی یې پر سر وو را روانه وه. چا ویل لار ایله کړی چا ویل لري شي.
 
*خو د سپاه سالار مور ويل مې ښوروئ، په خلکو کار مه لرئ، د خپل مشر دیدن ته راغلي دي. د سپاه سالار کشر ورور یو بغل ته ولاړ وو پټو یې مخ ته نیولی وو ژړل یې.
 
*مور یې بد، بد ورته وکتل ویل یې ژاړه مه، پر قدم یې ولاړ شه، ملګري دي ټول کړه، ولاړ شه چي پاکستان درڅخه اغزن تار تیر نکړي.
 
*د شهید سپاه لار تندی یې مچ کړ. ویل یې بچیه ځه په مخه دي ښه شه، ما حق در بخښلی.
 
*څنګ ته یوه ما‌‌‌‌‌‌ډرن ځوان بل ځوان ته ویل چا ویل چي نازو انا نشته؟
*چا ویل چي په کندهار کي زرغونه انا نشته؟
عینو اناګاني به نور قهرمان بچیان هم راوړي.
دا وطن هیڅ وخت بې زرغونو او بې نازوګانو نه وو او نه دئ.
<ref>{{cite web | url=https://www.facebook.com/607339179334172/posts/1894206770647400/| title=د ‏Zalmay pashton فيسبوک پاڼه | author=‏Zalmay pashton| date= ٢٠١٨| publisher= | via=}}</ref>
 
===د مشرانو نظرونه===
شاوخوا ټولو افغان سياسيونو ددې بريد مسولیت پر پاکستان يا طالبانو واچوی، که څه هم د سيمييزو خلګو او رسنیو په وينا دا کار امریکايانو ترسره کړي وو. سياسيونو په لاندې توګه خپلې ويناوې وکړې:
*'''[[اشرف غني]]''':('''پړا: [[پاکستان]]''') نړيوال او کورني ترهګر دې نه یوازې دا فکر نه کوي، چې د جنرال رازق په وژنه به په کندهار کې تشه راسي، بلکي افغانستان به د ترهګرو پر هديره هم بدل کړو.
ولسمشر غني د کندهار له ولايتي مسوولينو او قومي مشرانو وغوښتل؛ د جنرال عبدالرازق د مقبرې طرحه دې ورته جوړه کړي، چې نه یوازې په اساسي ډول جوړه سي، بلکې ياد يې هم هميشه پاتې سي. هغه د خپلو خبرو په لړ کې دا هم څرګنده کړه، چې سر له نن څخه به د کندهار د پوليسو تعلیمي مرکز د جنرال رازق په نامه وي او د دې تر څنګ به په کابل او کندهار کې لوى واټونه د جنرال رازق په نامه ونوموي او همدا شان به يې مقبره هم په اساسي ډول ورغوي. ولسمشر په خپلو خبرو کې ويلي؛ جنرال رازق ته يې د هېواد د خپواکۍ شهيد لقب هم ورکړى دى، چې له دې وروسته به د هغه د وژل کيدو ورځ (پنجشنبه د تلې ۲۶) پر غوره مراسمو نمانځل کیږي. <ref>{{cite web | url=https://ariananews.af/پاکست-38/?lang=ps| title=پاکستان دې پر جنرال رازق د برید عاملین افغانستان ته وسپاري- اشرف غني| author=ويبپاڼه_نوم| date= ٣٢ اکتوبر ٢٠١٨| publisher= | via=}}</ref>
*'''[[عبدالله عبدالله]]''':('''ناټو د جنرال رازق وژلو کې لاس نه لري''')
ښاغلی عبدالله وايي: ''دا ګنګوسه چې پرېکند ملاتړ دا کار کړی زما په اند د دوښمن ژرندې ته اوبه ورکول دي.''
</br>
 
د افغان حکومت اجرایه مشر عبدالله عبدالله وایي، د کندهار د امنیه قومندان جنرال عبدالرازق په وژنه کې ناټو لاس نه لري.
 
هغه زیاتوي; دا ګنګوسه چې پرېکند ملاتړ دا کار کړی زما په اند د دوښمن ژرندې ته اوبه ورکول دي. 
نوموړي د وزیرانو شورا ناسته کې جنرال رازق پیاوړی قومندان وباله او ویې ویل چې رازق سره هر افغان توکم خواخوږي ښودلې ده. <ref>{{cite web | url=https://www.bbc.com/pashto/afghanistan-45941024| title=عبدالله عبدالله: ناټو د جنرال رازق وژلو کې لاس نه لري| author=بي بي سي پښتو| date= 22 اکتوبر ٢٠١٨| publisher= | via=}}</ref>
*'''[[اسدالله خالد]]:''' ('''جنرال رازق د پاکستان استخباراتي ادارې [[انټر سرويس انټېلېجنس|ای ایس ای]] (''ISI'') وژلی دی''')
 
د افغانستان د ملي امنیت ادارې پخواني مشر اسد الله خالد د طلوع نیوز سره په مرکه کې وويل چې د جنرال عبدالرازق د وژلو پلان د پاکستان ای ایس ای له لوري جوړ شوی وو، د ده په خبره چې دلته بل هیڅ پټ لاس نشته ځکه د رازق او ای ایس ای جګړه تازه نه بلکې له ډير پخواڅخه پیل شوې وه او د پاکستان په مقابل کې يې کفن پر سر تړلی و او د وطن دفاع ته يې لاس بډ وهلي و.
 
اسد الله خالد زیاتوي چې: دا زما لپاره ډېره ګرانه ده چې د خپل یوه ګران ورور، نیږدې دوست، او داسې کس چې کلونه مو نیږدې کار سره کړی و خبرې وکړم، واقعاً د هغه مرګ ودردولم.
خالد په دې باور دی چې د رازق ځای به خالي پاتې نشي او ده د کندهار د ځوانانو او د رازق د ملګرو پوهه او استعداد ستاینه وکړله او زیاته يې کړه چې د هغه د سنګر ملګري به د رازق ارمانونه پوره او د هغه لارې به تعقیبوي.
 
د ملي امنیت دغه پخوانی مشر چې د خپل نیږدې ملګري عبدالرازق په وژنه ډير خپه دی وايي چې رازق په وطن مین انسان او ددې خاورې رښتیني بچی و.<ref>{{cite web | url=https://tribalnews.net/2018/اسدالله-خالد-جنرال-رازق-د-پاکستان-استخ/| title=اسدالله خالد: جنرال رازق د پاکستان استخباراتي ادارې ای ایس ای “ISI” وژلی دی
| author=ټريبل نيوز.نيټ| date= ١٩ اکتوبر ٢٠١٨| publisher= | via=}}</ref>
 
==په کندهار کې امن راوستنه==
{{Graph:Chart|width=300|height=100|xAxisTitle=د هغه په ژوند کې د کندهار د امنيت د ښه والي ٪||type=rect|x=۲۰۱۱,۲۰۱۲,۲۰۱۳,۲۰۱۴,۲۰۱۵,٢٠١۶,۲۰۱۷,۲۰۱۸|y=33,39,47,53,67,79,89,93}}