د "راشدين خليفه گان" د بڼو تر مېنځ توپير

Content deleted Content added
ود سمون لنډیز نسته
نښلنونه: ليدنيز سمون د موبايل سمون د موبايل وېب سمون
د سمون لنډیز نسته
۴ کرښه:
د ردت ترفتنې وروسته ابوبکر(رض) له رومي سلطنت او فارس سلطنت سره جګړې ته مټي راونغښتلې اوپه لنډه موده کي مسلمانان وتوانېدل چي دشام اوعراق ښارونو ته ننوزي خود ابوبکر(رض) ژوند نوره وفاء ورسره ونکړه اوپه 13 هجري ق وفات سو .
 
== عمرفاروق ==
دابوبکرالصدیق(رض) تر وفات وروسته داسلام دویم راشد خلیفه عمرفاروق(رض) په 13هجري ق (634) زیږدیز کي دخلافت پرګدۍ کښېناست . داخلیفه چي په اسلامي تاریخ کي نوموتی شخص بلل کیږي دمسلمانانو لپاره یې ډېر سترخدمات ترسره کړه اود ابوبکر(رض) له وخته چي کوم فتوحات پیل سوي وه هغوی ته یې بې حده پراختیا ورکړه . دنوموړي دخلافت په موده کي [[سوريه|شام]]، [[عراق]]، [[ايران|ایران]]، [[مصر]]، [[لیبیا]] او د [[افغانستان]] لوی شمېر سیمي دمسلمانانو تر بیرغ لاندي اوفتحه سوې . دحضرت عمر(رض) دخلافت موده نژدې یوه لسیزه وه اومسلمانانو په دې موده کي وکولای سوای چي داسلام لمړۍ قبله [[بيت المقدس|بیت]] المقدس هم فتحه اوله عیسایانو څخه لاندي کړي .
دحضرت عمر(رض) زمانه چي څومره له فتوحاتو څخه ډکه وه هومره مسلمانان له نورور اسانتیاوو هم برخمن سول اواسلامي نړۍ په اقتصادي، سیاسي او ټولنیزه برخه کي بیساری پرمختګ وکړ . حضرت عمر(رض) پخپله زمانه کي دمسلمانانو هجري تاریخ اوپه دولتي ادارو کي ډول ډول اصلاحات رامنځ ته کړل .
تر لس کاله خلافت وروسته په 644 زیږدیز کال کي حضرت عمر(رض) یوه ورځ دلمانځه پرمهال دیو مجوسي له لوري چي ابولؤلؤ نومېدی په شهادت ورسېد .
 
== عثمان ذوالنورین ==
دحضرت عمر(رض) ترشهادت وروسته داسلام دریم راشد خلیفه عثمان بن عفان(رض) واک ته ورسېدی اوپه 644 زیږدیز کال کي یې دخلافت چاري په غاړه واخیستې . دغه راشد خلیفه چي دعربو له اموي کورنۍ څخه وو دحضرت عمر(رض) دزمانې پاته فتوحات یې راپیل اوپه دوولس کاله موده کي یې دافغانستان پاته سیمي، دشمالي افریقا هیوادونه، دقبرس جزیره اوځیني نوري سیمي فتحه کړې . حضرت عثمان(رض) پخپله زمانه کي دقرآن کریم د راجمع کولو ترڅنګ دمکې مکرمې او مدینې منورې په حرم کي هم پراختیا راوستل اومسلمانانوته یې لویي چوپړتیاوي ترسره کړې . دنوموړي په وخت کي مسلمانانو سمندري ځواک هم رامنځ ته سوچي په مدیترانه سمندر کي یې له رومي سلطنت سره ډغري وهل پیل کړه . دحضرت عثمان (رض) دخلافت په دویمه نیمایي کي له مصرڅخه یوې فتنې سر راپورته کړ، دغه فتنه چي دحضرت عثمان(رض) په وړاندي په لاره اچول سوې وه ورځ تربلي یې پرمختګ کاوه او دومره پراخه سول چي اخریې مدینې ته ځان ورساوه اوهغه شرخوښوونکي یاهم ناخبره انسانان چي په دغه فتنه کي ښکېل وه په 35 هجري ق کال کي یې حضرت عثمان (رض) په شهادت ورساوه . داپېښه دمسلمانانو لپاره دومره ګرانه پرېوتل چي په راتلونکي وختونو کي یې ستري جګړې او ورانۍ رامنځ ته کړې اوپه زرګونه مسلمانان تلف اوشهیدان سول .
 
== علی المرتضی ==
دحضرت عثمان (رض) ترشهادت وروسته حضرت علی المرتضی(رض) خلافت ته ورسېدی کوم چي داسلام څلورم راشد خلیفه بلل کیږي . حضرت علی(رض) دحضرت محمدﷺ داکا زوی اویوله هغه کسانوڅخه وو چي پردې دنیا دجنت زېرۍ ورباندي سوی وو خو نوموړي پرداسي وخت واک ته ورسېدی چي اسلامي نړۍ دحضرت عثمان(رض) دشهادت له کبله په یوه لویه ستونزه کي ښکېل وه اودغه ستونزه دحضرت علی(رض) لپاره ځکه ګرانه تمامه سول چي دحضرت محمدﷺ یوبل صحابي معاویه بن ابوسفیان(رض) له حضرت علی(رض) سره اختلاف وکړ اوله ده څخه یې په کلکه وغوښتل چي دحضرت عثمان(رض) قصاص واخلي . [[صحابه|داصحابانو]] ترمنځ داسي اختلاف هغه منافق خصلته او شرخوښوونکو انسانانوته ډیره ښه بهانه په لاس ورکړه او نوریې هم په اسلامي نړۍ کي دنفاق اوربل وساته . په دې اړ ودوړ کي دحضرت علی(رض) اومعاویه(رض) ترمنځ څوځله نښتي هم رامنځ ته سوې چي په پایله کي يې لوی شمېرکسان ووژل سوه اوپه اخرکي حضرت علی(رض) دیو شرخوښي انسان عبدالرحمان بن ملجم له لوري په شهادت ورسېدي . یاده پېښه چي په 40 هجری ق 661 زیږدیز کي رامنځ ته سول په رسمي ډول یې راشده خلافت ته دپای ټکﺉ کېښود اوتردې وروسته په اسلامي نړۍ کي [[اموي خلافت|دامویانو]] خلافت رامنځ ته سو .
 
== دحضرت محمد(ص) سره اړیکه ==
پورتني څلور خلفاء راشدین دحضرت محمدﷺ له نژدې او خوښو کسانوڅخه وه اوحضرت محمدﷺ دوی ته په ژوندوني دجنت زېری ورکړی وو . حضرت محمدﷺ له دوی ټولو سره کورنۍ خپلوي هم درلوده چي هغه په دې ډول ده :