د "ارخان" د بڼو تر مېنځ توپير

Content deleted Content added
ود سمون لنډیز نسته
د سمون لنډیز نسته

۲ کرښه:

{{Infobox royalty|name=ارخان|native_lang1_name1=ارخان غازی|signature=Tughra of Orhan.svg|burial_place=[[ارخان غازی]], بورسه, [[ترکیه]]|burial_date=|death_place=بورسه (ترکیه)|death_date=۱۳۶۲ زیږدیزکال دمارچ میاشت|birth_date=۱۲۸۱ زیږدیزکال|mother=[[مال خاتون]]|father=[[عثمان خان]]|house=عثماني ترک کورنۍ|native_lang2_name1=Orhan Gazi|native_lang2=Turkish|native_lang1=ترکي ژبه|title=[[بېګ]]
[[غازي (warrior)|Gazi]]|full name=ارخان غازی|issue=See [[#Wives and children|below]]|spouse=[[Nilüfer Hatun]]
[[Asporça Hatun]]
[[Theodora Kantakouzene, wife of Orhan|Theodora Hatun]]
Eftandise Hatun
|reg-type=|regent=|coronation=|reign=له ۱۳۲۳ څخه تر۱۳۶۲زیږدیزکال پوري|moretext=|succession=2nd [[List of sultans of the Ottoman Empire|Sultan of the Ottoman Empire]]|caption=16th century [[Ottoman miniature]] of Orhan Gazi|image=Metehanzade orhangazi.jpg|titletext=|religion=[[سني اسلام]]}}

== دارخان حکومت ==
ارخان غازي په ۱۳۲۴زیږدیز کال کي داسي وخت دعثماني خلافت مشرتوب ته ورسېدی چي دنوموړي پلار عثمان خان دمرګ پر بستر پروت وو . عثمان خان دخپل مرګ ترمخه ارخان غازي ته وصیت وکړ چي د[[بورصه|بورسه]] ستراتیژیک ښار فتحه اوهلته دئ ښخ کړي، ارخان هم دخپل پلار په خوله وکړه اوکله چي هغه وفات سو له ترمړیني وروسته یې په لنډوخت کي بورسه یووړ اوهلته یې خاوروته وسپاره .

دپلار ترخښېدلو وروسته ارخان دخپل واکمني کارونه پیل اوپه اسیايي ترکیه کي یې درومي واکمني پاته سیمه فتحه کړې، ارخان ددغه فتوحاتو په لړکي دخپلي واکمني جوړولو ته هم ځانګړې پاملرنه وکړه اوپه همدغه موده کي یې دعثماني خلافت لپاره یوځواکمن فوځ چي ینګ چري نومېدی رامنځ ته کړ . دغه فوځ په وروسته کي دومره ځواکمن اوقوي جوړ سوچي دارخان سربېره یې راتلونکو عثماني واکمنانوته هم ستري بریاوي ورپه برخه کړې اود اروپا په فتوحات کي ډېرښه وځلېدی . ارخان دنوموړي فوخ له جوړښت سره یوځای خپل فتوحات مخ دلویدیځ په لوري وغځول اوپه لنډوخت کي وتوانېدی چي اروپاته مسلمانان دننه کړي . درومي سلطنت ځيني واکمنان چي دارخان سره یې په دغه کارکي مرسته کړې وه داروپایانو له ګواښونوسره مخ سوه اوهغوی ټولو دعثماني خلافت په وړاندي لاس سره یوکړ خوارخان نه ماتېدونکي شخص وو اودخپل مرګ تروخته یې په ختیځه اروپاکي دمسلمانانو واکمني ټینګه کړه چي په وروسته کی دهغه ټینګوالي له راتلونکو عثماني واکمنانوسره پوره مرسته وکړه ترڅو په بالکان اوختیځه اروپاکي سترفتوحات لاسته راوړي .

دارخان یو زوی چي سلیمان نومېدی دخپل پلارسره یې درومیانوپه وړاندي ډېره مرسته وکړه اوډېر جنګیالئ شهزاده ووچي دهمدغه ننګیالیتوب له کبله ارخان ترخپل ځان وروسته دئ دعثماني خلافت لپاره وټاکه خوسلیمان ترواکمنی پاته نسو اودخپل پلار په ژوندکي یې له نړۍ سترګي پټي کړې .

== دارخان غازي فات ==
ارخان غازي په ۱۳۶۲زیږدیزکال کي دخپل زوی سلیمان ترمرګ وروسته وفات اوپه بورسه کي خاوروته وسپارل سو<ref>{{Cite web}}</ref>.

== دارخان کورنۍ ==
ارخان غازي څلور مېرمني اوپنځه زامن درلوده چي نومونه یې سلیمان، مراد، قاسم، خلیل او ابراهیم وه اوترمرګ وروسته یې [[مراد (اول)|مراد]] واک ته ورسېدی . لور یې فاطمة خاتون نومېدل<ref>{{Cite web}}</ref>.
"https://ps.wikipedia.org/wiki/ارخان" نه اخيستل شوی