د "هامر پورګشتال (جوزف وان)" د بڼو تر مېنځ توپير

Content deleted Content added
د سمون لنډیز نسته
ود سمون لنډیز نسته
نښلنونه: ليدنيز سمون د موبايل سمون د موبايل وېب سمون
۲ کرښه:
 
== دهامر ژوند ==
هامر پورګشتال داطریش په پلازمینه ویاناکي خپل علوم دختیځو ژبو په زدکړه کي پای ته ورسول اوپه ییادهیاده برخه کي یې [[عربي ژبه|عربي]]، [[پاړسي ژبه|فارسي]] [[تورکي ژبه|اوترکي]] ژبي په پوره توګه زده کړې . تردې وروسته نوموړی په ۱۷۹۷ز کال کي د[[عثمانې ټولواکمني|عثماني ټولواکمنی]] (خلافت) پلازمیني ([[استنبول|استانبول]]) ته ولاړی اوهلته یې داطریش په سفارت کي کار پیل کړخو هلته ترڅه عمر تېرولو وروسته سمدستي دایران په لوري ولاړی او ورپسې کله چي دفرانسې مشهوره واکمن ناپلیون په ۱۷۹۹ز کال کي پرمصر باندي یرغل وکړ هامر له برتانوي حکومت سره کار پيل کړ اوځان یې برطانیې ته ورساوه . په برطانیه کي ترلږ وخت تېرولو وروسته هامر یوځل بیا استانبول ته راغلی اوڅلور کاله یې هلته تېرکړه څوچي اخر بیرته خپل پلرنۍ وطن ویانا ته ستون سو . داهغه وختونه وه چي ویانا تازه دناپلیون په لاس کي لوېدلې وه اوهامر ددې حال په لیدوسره مجبوره سو ترڅو ویانا پریږدي خوکله چي څه عمر وروسته دفرانسې او اطریش سیاسي چاري ښې سولې هامر یې نورله تکلیفه وویستی اوپخپل هبوادکي پاته سو .
 
دفرانسې او اطریش تر اړیکو سمېدلو وروسته هامر داځل دپاریس په لوري ولاړی اوله هغه ځای څخه یې په ډېرتکلیف سره دوه سوه دانې هغه تاریخي اولرغوني لیکل سوي نسخې له ځان سره راوړې کوم چي ناپلیون دخپل یرغل پروخت له ویانا څخه پاریس ته لېږدولي وې ( دیادوني وړده چي ددغه نسخوشمېر ۳۰۰ وو خوهامر یوازي ۲۰۰ دانې بیرته راوړې) . له دې پیښي څه عمر وروسته هامر په ۱۸۱۰ز کال کي په پاریس ښارکي داطریش استازی وټاکل سو اوهلته یې دنده پیل کړه خولږ عمر نه ووتېرسوی چي هامر ترمخکي ډېرپرمختګ وکړ اوپه اخرکي داطریش دمشر سلاکار وټاکل سو . داطریش واکمن (لمړئ فرانتس) چي له هامرڅخه ډېر اغېزمن سوی وو نوموړي ته یې دبارون لقب ورکړ اوڅوکاله وروسته په ۱۸۴۸ز کي داطریش دفرهنګي علومو رئیس درئیس په توګه وټاکل سو چي دغه دنده یې ترمرګه پوري مخ ته یووړه اوبیابل ځای ته نه ولاړی .