د "څلورم ایوان (وېروونکی ایوان)" د بڼو تر مېنځ توپير

Content deleted Content added
ود سمون لنډیز نسته
نښلنونه: ليدنيز سمون د موبايل سمون د موبايل وېب سمون
ود سمون لنډیز نسته
نښلنونه: ليدنيز سمون د موبايل سمون د موبايل وېب سمون
۲ کرښه:
 
== دایوان واکمني ==
ایون د دریو کلونوپه عمر دروسیې شهزاده ونومول سو . [[روسان]] نوموړي ته دګروزني (Grozny) بې رحمه لقب ورکوي ځکه ایوان ترواکمن وروسته چي په ۱۵۴۷ز کال کي یې د۱۷ کلونو په عمر لاسته راوړه دروسي یوله بې رحمه واکمنانو څخه وګڼل سو . څرنګه چي ایوان عیسايي وو له همدې کبله به یې ځان ته دختیځي رومي واکمني ځایناستی وایه (ختیځه رومي واکمني په ۱۴۵۳ز کال دمسلمانانو [[عثمانې ټولواکمني|عثماني]] ټولواکمني خلافت له منځه یووړه) .
 
ترواک لاسته راوړلو وروسته ایوان غوښتل چي روسیه دمغولو له واکمنی څخه ازاده کړي اودهمدې لپاره یې دهغوی سره جګړه پيل کړې . دغه جګړې که څه هم چي دایوان هیله په پوره توګه سرته ونه رسول خو داستراخان اوقازان مهم ښارونه دروسانو لاسته ورغله او ایوان خپل ځان خلکوته قوي څرګند کړ . دمغولو په ماتي سره ایوان فکرکاوه چي روسیه په لویدیځ اوشمال کي هم پراخه کړي اودهمدې لپاره یې سایبیریا اولویدیځ ته یرغلونه پيل کړه خوپه لویدیځ کي دکریمیا واکمني چي دمسلمانانو په لاس کي وه ایوان ته یې سخته ماته ورکړه اونوموړي یې مخکی تګ ته پرېنښاوه ځکه له هغوی سره دعثماني خلافت مرسته اوملاتړ ورسره وو .