د "هامر پورګشتال (جوزف وان)" د بڼو تر مېنځ توپير
Content deleted Content added
د سمون لنډیز نسته |
د سمون لنډیز نسته |
||
۱ کرښه:
هامر پورکشتال چي پوره نوم یې جوزف وان هامر پورګشتال دی [[اتريش|داطریش]] (اسټریا) مشهوره خاوري پېژندونکی اولیکوال دی . نوموړی په ۱۷۷۴زیږدیزکال کي دجون پر۹نېټه دګراتس په ښارکي پیدا اوپه ۱۸۵۶ز کال کي دنومبر پر۲۳نېټه داطریش په پلازمینه ویانا کي مړسو .{{Infobox person/Wikidata|fetchwikidata=ALL|image=Hammer_Purgstall.jpg|birth_place=ګراتس (Gratz)|name=جوزف وان هامر پورګشتال|birth_date=۱۷۷۴زیږدیزکال|death_date=۱۸۵۶زیږدیزکال}}
== دهامر ژوند ==
هامر پورګشتال داطریش په پلازمینه ویاناکي خپل علوم دختیځو ژبو په زدکړه کي پای ته ورسول اوپه ییاده برخه کي یې
دفرانسې او اطریش تر اړیکو سمېدلو وروسته هامر داځل دپاریس په لوري ولاړی اوله هغه ځای څخه یې په ډېرتکلیف سره دوه سوه دانې هغه تاریخي اولرغوني لیکل سوي نسخې له ځان سره راوړې کوم چي ناپلیون دخپل یرغل پروخت له ویانا څخه پاریس ته لېږدولي وې ( دیادوني وړده چي ددغه نسخوشمېر ۳۰۰ وو خوهامر یوازي ۲۰۰ دانې بیرته راوړې) . له دې پیښي څه عمر وروسته هامر په ۱۸۱۰ز کال کي په پاریس ښارکي داطریش استازی وټاکل سو اوهلته یې دنده پیل کړه خولږ عمر نه ووتېرسوی چي هامر ترمخکي ډېرپرمختګ وکړ اوپه اخرکي داطریش دمشر سلاکار وټاکل سو . داطریش واکمن (لمړئ فرانتس) چي له هامرڅخه ډېر اغېزمن سوی وو نوموړي ته یې دبارون لقب ورکړ اوڅوکاله وروسته په ۱۸۴۸ز کي داطریش دفرهنګي علومو رئیس درئیس په توګه وټاکل سو چي دغه دنده یې ترمرګه پوري مخ ته یووړه اوبیابل ځای ته نه ولاړی .
|