د "تاج محمد ياري حسير" د بڼو تر مېنځ توپير
Content deleted Content added
د سمون لنډیز نسته |
د سمون لنډیز نسته |
||
۶ کرښه:
لومړنۍ دنده يې [[د افغانستان بانک]] د خپرونو په لوی مديریت کې پيل کړه او د افغانستان بانک مجلې د مهتمم، مسلکي غړي او مرستيال په توگه يې دا دنده تر ۱۳۶۶ ل ل کاله پورې ترسره کړه. له ۱۳۶۶ ل ل کاله تر ۱۳۶۸ ل ل کاله پورې يې د [[افغانستان]] د ليکوالو او شاعرانو په انجمن کې د خپرونو د پازوال په توگه دنده درلوده. له ۱۳۶۸ ل ل کال څخه تر ۱۳۷۳ کاله پورې په ملي راډيو ټلويزیون کې د ليکوال، پروديوسر او د راډيو افغانستان د هنر او ادبياتو په رياست کې د راديو د لوی مدير په توگه دنده درلوده.
کله چې پر ۱۳۷۱ ل ل کال د هېوادمشر [[محمد نجيب الله|ډاکتر نجيب الله]] واکمني پای ته ورسېده،
نوموړی پر ۱۳۸۸ ل ل کال يو ځل بيا د افغانستان په ملي راډيو تلويزیون کې دنده تر لاسه کړه او د اواز مجلې د مرستيال په توگه يې په کار پيل وکړ. تر دې وروسته يې څه موده د دغه تلويزيون د هنر او ادبياتو د مديريت چارې پر غاړه درلودې.
==مړينه==
شاعر تاج محمد ياري حسير د ۱۴۰۰ ل ل کال د غويي مياشتې پر ۲۸ په کابل کې په خپل کور کې له دې پاني [[نړۍ]] سترگې پټې کړې. اروا يې ښاده او [[جنت]] يې ځای شه.
==چاپ شوي اثار==
# ستوري او سيوري (شعري ټولگه)، د ۱۳۶۶ ل ل کال چاپ.
|