د "تاج محمد ياري حسير" د بڼو تر مېنځ توپير

Content deleted Content added
د سمون لنډیز نسته
د سمون لنډیز نسته
۴ کرښه:
تاج محمد ياري حسير پر ۱۳۳۴ لمريز لېږدي کال د پکتيا ولايت د زرملې ولسوالۍ په کلالگو کلي کې زېږېدلی دی. پر ۱۳۴۲ ل ل کال د زرملې ولسوالۍ د کتې خېلو په لومړني ښوونځي کې شامل او پر ۱۳۴۷ ل ل کال يې نوموړی ښوونځی پای ته ورساوه. پر ۱۳۴۸ ل کال د کابل په ابن سينا لېسه کې شامل او پر ۱۳۵۳ ل کال د دغې ليسې له ۱۲ ټولگي څخه فارغ شو. تر دې وروسته يې د [[کابل پوهنتون]] د ژبو او ادبياتو پوهنځی ولوست او د لېسانس په درجې سره يې [[بری ليک]] تر لاسه کړ.
 
لومړنۍ دنده يې [[د افغانستان بانک]] د خپرونو په لوی مديریت کې پيل کړه او د افغانستان بانک مجلې د مهتمم، مسلکي غړي او مرستيال په توگه يې دا دنده تر ۱۳۶۶ ل ل کاله پورې ترسره کړه. له ۱۳۶۶ ل ل کاله تر ۱۳۶۸ ل ل کاله پورې يې د [[افغانستان]] د ليکوالو او شاعرانو په انجمن کې د خپرونو د پازوال په توگه دنده درلوده. له ۱۳۶۸ ل ل کال څخه تر ۱۳۷۳ کاله پورې په ملي راډيو ټلويزیون کې د ليکوالليکوال، پروديوسر او د راډيو افغانستان د هنر او ادبياتو په رياست کې د راديو د لوی مدير په توگه دنده درلوده.
 
کله چې پر ۱۳۷۱ ل ل کال د هېوادمشر [[محمد نجيب الله|ډاکتر نجيب الله]] واکمني پای ته ورسېده، کورنۍ جگړې نوی زور واخيست او جهادي تنظيمونه واک و ځواک ته ورسېدل، تاج محمد ياري هم د يو گڼ شمېر نورو هېوادوالو په څېر د هېواد پرې ښودو ته اړوت او [[سعودي عربستان]] ته کډوال شو او هلته يې په يوه لېسه کې د ښوونکي په توگه دنده درلوده.
 
نوموړی پر ۱۳۸۸ ل ل کال يو ځل بيا د افغانستان په ملي راډيو تلويزیون کې دنده تر لاسه کړه او د اواز مجلې د مرستيال په توگه يې په کار پيل وکړ. تر دې وروسته يې څه موده د دغه تلويزيون د هنر او ادبياتو د مديريت چارې پر غاړه درلودې. له ۱۳۹۵ لمريز کاله راهيسې د ملي راډيو تلويزيون د اواز مجلې د پازوال چلوونکي په توگه دنده لري.