د "شاه جهان" د بڼو تر مېنځ توپير

Content deleted Content added
معلومات
نښلنونه: ليدنيز سمون د موبايل سمون د موبايل وېب سمون
ود سمون لنډیز نسته
نښلنونه: ليدنيز سمون د موبايل سمون د موبايل وېب سمون
 
۲۶ کرښه:
|}
 
'''شهاب‌الدین محمد شاه جهان''' چي د [[هند|هندوستان]] دګورګاني (مغولی) امپراطورۍ پنځم واکمن بلل کیږي په 1592 زیږدیز کال کي دجنوري پر 5 نیټه وزېږېدی . دشاه جهان پلار جهانګیر اونیکه یې اکبر نومېدی چي پخپله زمانه کي دهند تر ټولو ستر واکمن ګڼل وو. شاه جهان دخپل نیکه غوندي ډیر هنرپالونکی شخص وو اودخپلي واکمنۍ په دوران کي یې دخپلي ګراني میرمني په یاد دتاج محل غوندي یوښکلۍ ځای جوړ کړ چي نن ورځ هم دنړۍ په عجایبو کي شمېرل کیږي . ددې سربېره یې دهند په دهلي او لاهور غوندي لویو ښارونو کي یوشمېر ښایسته اوپه زړه پوري عمارتونه جوړ اوګټي اخیستني ته وسپارل .
 
دشاه جهان دواکمنۍ رسمي دوره له 1628 زیږدیز څخه پیل او پر 1658 زیږدیز پای ته رسیږي . په یاده دوره کي شاه جهان دهند هیواد ته دومره پرمختګ ورکړ چي په سیمه کي یې دچیند [[چین د خلکو جمهوریت|چین]] او شاوخوا هیوادونه هم شاته پرېښودل .
 
شاه جهان دخپل سلطنت په دیرش کلنه دوره کي مذهبي ازادۍ اود هند هنري پرمختګ ته بې حده ژمن وو . نوموړی ترخپلي واکمنۍ مخکي دممتازمحل په نامه یوې مېرمني باندي مین او واده یې ورسره وکړ . ممتازمحل له شاه جهان سره اتلس کاله ژوند تېر کړ اوپه یادوه موده کي ددوی څورلس زامن پیدا سول . پرشاه باندي خپله مېرمن دومره ګرانه وه چي په هر سفرکي به یې ورسره بېول اوکله چي په 1631 زیږدیز کال کي هغه وفات سول شاه جهان یې په یاد کي [[تاج محل|دتاج]] محل په نوم لوی عمارت جوړ کړ .
 
دشاه جهان کورنۍ په دې ډول ده :
 
دنوموړي مور جګات ګوسین اوپلار یې جهانګیر نومېدی . څلور مېرمني یې د قندهاري بیګم، ممتازمحل، اکبرابادی بېګم او عزالنساء بېګم نومېدې (دغه لمړۍ قندهاری بېګم یې د [[افغانستان]] په [[کندهار]] ولایت کي پیدا سوې ده) . او اولادونه یې عبارت وه له
 
* جهان‌آرا بیگم
* دارا شکوه
* شاه شجاع
* روشن‌آرا بیگم
* اورنگ‌زیب
* مراد بخش
* گوهرآرا بیگم ...... او نورو څخه
 
شاه جهان په 1658 زیږدیز کال کي له یوسختي ناروغی سره مخ اود زامنو ترمنځ یې دواک پر سر شخړي رامنځ ته سوې چي په پایله کي اورنګزیب پرخپلو وروڼو غښتلی سو اوپلار شاه جهان یې هم له واکمنۍ څخه لیري او زندان ته واچاوه .
 
زندان ته ترتګ وروسته شاه جهان یوازي اته کاله نور ژوند وکړ اوپه 1666 زیږدیز کال کي دجنوري پر22 نیټه وفات سو .
[[وېشنيزه:مغولو پاچايي ]]