د "راشدين خليفه گان" د بڼو تر مېنځ توپير

Content deleted Content added
معلومات زیاتول
نښلنونه: د موبايل سمون د موبايل وېب سمون
معلومات زیاتول
نښلنونه: ليدنيز سمون د موبايل سمون د موبايل وېب سمون
۷ کرښه:
دحضرت عمر(رض) زمانه چي څومره له فتوحاتو څخه ډکه وه هومره مسلمانان له نورور اسانتیاوو هم برخمن سول اواسلامي نړۍ په اقتصادي، سیاسي او ټولنیزه برخه کي بیساری پرمختګ وکړ . حضرت عمر(رض) پخپله زمانه کي دمسلمانانو هجري تاریخ اوپه دولتي ادارو کي ډول ډول اصلاحات رامنځ ته کړل .
تر لس کاله خلافت وروسته په 644 زیږدیز کال کي حضرت عمر(رض) یوه ورځ دلمانځه پرمهال دیو مجوسي له لوري چي ابولؤلؤ نومېدی په شهادت ورسېد .
 
دحضرت عمر(رض) ترشهادت وروسته داسلام دریم راشد خلیفه عثمان بن عفان(رض) واک ته ورسېدی اوپه 644 زیږدیز کال کي یې دخلافت چاري په غاړه واخیستې . دغه راشد خلیفه چي دعربو له اموي کورنۍ څخه وو دحضرت عمر(رض) دزمانې پاته فتوحات یې راپیل اوپه دوولس کاله موده کي یې دافغانستان پاته سیمي، دشمالي افریقا هیوادونه، دقبرس جزیره اوځیني نوري سیمي فتحه کړې . حضرت عثمان(رض) پخپله زمانه کي دقرآن کریم د راجمع کولو ترڅنګ دمکې مکرمې او مدینې منورې په حرم کي هم پراختیا راوستل اومسلمانانوته یې لویي چوپړتیاوي ترسره کړې . دنوموړي په وخت کي مسلمانانو سمندري ځواک هم رامنځ ته سوچي په مدیترانه سمندر کي یې له رومي سلطنت سره ډغري وهل پیل کړه . دحضرت عثمان (رض) دخلافت په دویمه نیمایي کي له مصرڅخه یوې فتنې سر راپورته کړ، دغه فتنه چي دحضرت عثمان(رض) په وړاندي په لاره اچول سوې وه ورځ تربلي یې پرمختګ کاوه او دومره پراخه سول چي اخریې مدینې ته ځان ورساوه اوهغه شرخوښوونکي یاهم ناخبره انسانان چي په دغه فتنه کي ښکېل وه په 35 هجري ق کال کي یې حضرت عثمان (رض) په شهادت ورساوه . داپېښه دمسلمانانو لپاره دومره ګرانه پرېوتل چي په راتلونکي وختونو کي یې ستري جګړې او ورانۍ رامنځ ته کړې اوپه زرګونه مسلمانان تلف اوشهیدان سول .
 
دحضرت عثمان (رض) ترشهادت وروسته حضرت علی المرتضی(رض) خلافت ته ورسېدی کوم چي داسلام څلورم راشد خلیفه بلل کیږي . حضرت علی(رض) دحضرت محمدﷺ داکا زوی اویوله هغه کسانوڅخه وو چي پردې دنیا دجنت زېرۍ ورباندي سوی وو خو نوموړي پرداسي وخت واک ته ورسېدی چي اسلامي نړۍ دحضرت عثمان(رض) دشهادت له کبله په یوه لویه ستونزه کي ښکېل وه اودغه ستونزه دحضرت علی(رض) لپاره ځکه ګرانه تمامه سول چي دحضرت محمدﷺ یوبل صحابي معاویه بن ابوسفیان(رض) له حضرت علی(رض) سره اختلاف وکړ اوله ده څخه یې په کلکه وغوښتل چي دحضرت عثمان(رض) قصاص واخلي . [[صحابه|داصحابانو]] ترمنځ داسي اختلاف دهغه منافق خصلته او شرخوښوونکو انسانانوته ډیره ښه بهانه په لاس ورکړه او نوریې هم په اسلامي نړۍ کي دنفاق اوربل وساته . په دې اړ ودوړ کي دحضرت علی(رض) اومعاویه(رض) ترمنځ څونښتي هم رامنځ ته سوې چي لوی شمېرکسان پکښي ووژل سوه اوپه اخرکي حضرت علی(رض) دیو شرخوښي انسان عبدالرحمان بن ملجم له لوري په شهادت ورسېدي . یاده پېښه چي په 40 هجری ق 661 زیږدیز کي رامنځ ته سول په رسمي ډول یې راشده خلافت ته دپای ټکﺉ کېښود اوتردې وروسته په اسلامي نړۍ کي [[اموي خلافت|دامویانو]] خلافت رامنځ ته سو .
 
پورتني څلور خلفاء راشدین دحضرت محمدﷺ له نژدې او خوښو کسانوڅخه اومحمدﷺ دوی ته په ژوندوني دجنت زېری ورکړی وو . حضرت محمدﷺ له دوی ټولو سره کورنۍ خپلوي هم درلوده چي هغه په دې ډول ده :
 
حضرت ابوبکرصدیق(رض) دحضرت محمدﷺ خسر وو یعني دحضرت ابوبکرالصدیق(رض) چي [[عايشه بنت ابي بکر|عایشه]] (رض) نومېدل دمومنانو مور اودمحمدﷺ تر ټولو ګرانه میرمن وه .
 
حضرت عمر(رض) هم دحضرت محمدﷺ خسر وو اودنوموړي لور [[حفصه بنت عمر بن خطاب|حفصه]](رض) دمومنانو مور اودمحمدﷺ بي بي وه .
 
حضرت عثمان(رض) دحضرت محمدﷺ زوم وو یعني دحضرت محمدﷺ دوې لوڼي یوپه بل پسې دحضرت عثمان (رض) مېرمني وګرځېدلی چي له همدې کبله نوموړي ته ذوالنورین وایي .
 
حضرت علی(رض) دحضرت محمدﷺ زوم اوپه عین حال کي داکا زوی وو اودحضرت محمدﷺ لور فاطمه (رض) دحضرت علی (رض) مېرمن وه .