د "محمد نادر شاه" د بڼو تر مېنځ توپير

Content deleted Content added
د سمون لنډیز نسته
نښلنونه: د موبايل سمون د موبايل وېب سمون Advanced mobile edit
د سمون لنډیز نسته
نښلنونه: د موبايل سمون د موبايل وېب سمون Advanced mobile edit
۱۹ کرښه:
 
'''محمد نادر شاه''' په ١٢٦٢ هـ ل کال د حمل پر ٢١ يا د ١٨٨٣ م کال د اپريل پر ٩ زېږېدلئ دئ . د هغي پوهي په سبب چي په عسکري چارو کي يې درلوده د وخت د پاچا له خوا د دفاع د وزير په توګه و ټاکل سو .
د [[امير حبيب الله خان]] تر مرګ وروسته د پاچا [[امير امان الله خان]] په دربار کي د ده عزت کېدئ .په ١٣٠٣ هـ ل کال کي په [[فرانسه]] کي د [[افغانستان]] د سفير په توګه و ټاکل سو . په ١٣٠٥ هـ ل کال کي يې د سفارت څخه استعفی و کړه او هلته پاتي سو .
کله چي پاچا امان الله ته د نا ارامۍ اور بل سو او [[حبيب الله کلکاني]] ته د هيواد چاري و رسېدلې نو نادر خان هيواد ته راغئ ، لښکر يې برابر کړ . هغه وو چي د ١٣٠٨ هـ ل کال د ميزان پر ١٦ نېټه د نادر خان عسکرو د ده د ورور شاه ولي خان په ملګرتیا [[کابل]] و نيوئ . د ميزان پر ٢٣ نېټه يې دمنځه يووړ او دی د هيواد د پاچا په توګه و منل سو .