د "اسحق نیوټن" د بڼو تر مېنځ توپير

Content deleted Content added
و د مالوماتبکس کس وﺭګډ سو
د سمون لنډیز نسته
نښلنونه: د موبايل سمون د موبايل وېب سمون Advanced mobile edit
۱ کرښه:
{{مالوماتبکس کس}}
[[دوتنه:GodfreyKneller-IsaacNewton-1689.jpg|250px|بټنوک|اسحاق نيوټن]]
'''اسحاق نيوټن''' ''( نیوتون) ([[انگرېزي ژبه|په انگرېزي]]: Sir Isaac Newton)'' يا سر اساک نيوټن (۲۵م د ډسمبر ۱۹۴۲ـ ۲۰م مارچ ۱۷۲۷) يو انگرېز پنځپوهاند (فيزيکپوه) او شمېرپوهاند و . دی د پوهنې په پراخ ډگر کې ډېر اغېزمن پوهنيال او ساينسپوه گڼل کېږي . ده په ساينسي ډگر کې بنسټيزه پاڅون هله رامنځته کړ کله چې يې لومړنی کتاب د [[شمېرپوهنه|شمېرپوهنې]] [[فلسفه|فلسفي]] او طبعي تگلارې په نوم راووېست . دا کتاب په کال ۱۶۸۷م زېږديز کې خپور شو او د لرغوني ميخانيک او تخنيک د بنسټ خښته يې کېښوده .د نيوټن پرنسپيه يا ليکنې تگلارې د خوځښت قانونونه او په کايناتو کې د مقناطيسي تړاؤ يا گراويټي تړاؤ پر سر بحث رامنځته کړ چې د پنځپوهنې د ډگر روان حالت يې درې پېړۍ تود ساتلی . د نيوټن څېړنه پدې هم ولاړه وه چې د يو څيز خوځښت په مځکې باندې او يا اسماني ـ بدنو (غونډالو، اجرامو) د خوځښت تشريح په همدې پرنسيپيه مخانيکي تگلارې روښانېږي . نيوټن د کپلر په قانون بيا کره کتنه وکړه او هاغه شکمنه تگلاره يې له منځه يوړه چې له مخې يې مقناطیسي سېک يا مځکې گراويټي او ټولو کايناتو يې د لمر په مدار او خوا گڼل .
 
= مخينه =
اسحاق نيوټن د جوليان کليز له مخې په [[انگلستان|انگلينډ]] کې د کرسمس په ورځ يانې ۲۵م د ډسمبر کال ۱۶۴۲م کې په [[ولستورپ]] سیمه کې زېږېدلی . ولستورپ د [[لنکولن شاير]] ولسوالۍ پورې تړلی . هغه درې مياشتې وروسته د خپل د پلار له مړينې وزېږېد . پلار ېې يو بډای بزگر و چې نوم ېې هم ايساک نيوټن و . داچې خپل د زېږون د نېټې څخه دمخه زېږېدلی و نو په جوسې او بدن وړوکی ماشوم و . مور يې هنا آيسکوف نومېده . کله چې ايساک نيوټن د درې کلو شو نو مور ېې بيا واده وکړ او خپل زوی یې د هغه مورنۍ انا ٫ مارجري ايسکوف٬ ( پلاس يې نيوټن زېږېدلی و) ته وسپاره . ځلمکي نيوټن خپل پلندر نه خوښېده او خپلې مور سره یې د پلندر پر سر نه وه جوړه .نيوټن د دولسو کلو عمر څخه نيولې تر اولس کلو پورې د کنگز ښوونځی ، [[گرانتهم]] سیمې کې زده کړې وکړې . په ۱۶۵۹ م زېږدي کې دی له ښوونځي څخه ووېستل شو او بيا وروسته په [[ولستورپ ـ بای ـ کولسټرورت]] کې خپلې مور سره اوسېده . مور يې يوځل بيا کونډه شوې وه او غوښتل يې چې نيوټن څخه بزگر جوړ کړي ، خو د نيوټن بزگري نه خوښېده . د کنگز ښوونځي يو استاد د نيوټن مور ته مشوره ورکړه چې دی بېرته يوه ښوونځي ته واستوي تر څو خپلې زده کړې بشپړې کړي . دی په ښوونځی کې نورو ماشومانو ډېر ځوراوه د همدې نورو ځلميو سره د بډوالي او ضد له کبله خپل په زده کړو کې لا گړندی شو څو د ښوونځي تر ټولو تکړه زده کوونکی شو . د [[کېمبرج]] يو [[ساپوهاند]] د نيوټن په هکله داسې انگېري چې د [[اسپرگر ساينډروم]] ناروغي يې درلوده.